۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

شپږم باب

د خېرات په حقله تعليم

۱”خبردار چې د خپلې پرهيزګارۍ ښودنه د خلقو په مخکښې ونۀ کړئ. کۀ تاسو داسې وکړئ نو د آسمانى پلار سره ستاسو دپاره هيڅ اجر نشته. ۲هرکله چې تاسو څۀ خېرات کوئ نو په بيګل يې مۀ ډنډوره کوئ، لکه څنګه چې يې رياکاران په عبادتخانو او کوڅو کښې کوى چې خلق يې صِفت وکړى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته اجر پوره مِلاو شوے دے. ۳خو تاسو چې کله هم خېرات کوئ نو په داسې يې کوئ چې ګس لاس مو په دې خبر نۀ شى چې ستاسو ښے لاس څۀ کوى. ۴ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.

د دُعا په حقله تعليم

۵بيا دا چې تاسو کله هم دُعا کوئ نو د رياکارانو په شان مۀ جوړېږئ. هغوئ دا ډېر خوښوى چې په عبادتخانو او چوکونو کښې د دُعا دپاره ودريږى چې هر څوک يې ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شو. ۶خو کله چې تاسو دُعا کوئ نو خپلې کوټې ته ننوځئ، ور پورې کړئ او خپل پلار ته په زارو شئ، څوک چې د پړدې په دغه ځائ کښې موجود دے. او ستاسو آسمانى پلار څوک چې پټ رازونه وينى، هغه به بدل درکړى. ۷او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بې‌دينه قومونو په شان د بې‌مطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى. ۸د هغوئ پېښې مۀ کوئ، ستاسو آسمانى پلار ستاسو د غوښتو نه وړاندې ستاسو په حاجتونو خبر دے. ۹نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره، ستا نوم دې پاک وى. ۱۰ستا بادشاهى دې راشى، ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى. ۱۱مونږ له خپل روزمره رزق راکړه، ۱۲او زمونږ ګناهونه معاف کړه، لکه څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو. ۱۳او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه. ۱۴ځکه کۀ تاسو د نورو نافرمانى معاف کړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به هم تاسو معاف کړى. ۱۵خو کۀ تاسو نور نۀ معاف کوئ نو ستاسو آسمانى پلار به هم ستاسو نافرمانى معاف نۀ کړى.

د روژې په حقله تعليم

۱۶هر کله چې تاسو روژه نيسئ نو د رياکارانو په شان ځانونه خفه مۀ ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخونه ځکه ورانوى چې خلق ووائى چې ګنې د دوئ روژه ده. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شوے دے. ۱۷خو هر کله چې روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ او مخ وينځئ، ۱۸د دې دپاره چې څوک دا ونۀ وائى چې ګنې ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چې په پړده کښې دے. او ستا آسمانى پلار چې په رازونو خبر دے، هغه به تا له ستا اجر درکړى.

د آسمان خزانې

۱۹په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې. ۲۰خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى، چرته چې نۀ غل کنډر کوى او نۀ يې پټوى. ۲۱ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.

د وجود رڼا

۲۲سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى. ۲۳خو کۀ سترګې دې خرابې وى نو ستا ټول بدن به په توره تيارۀ کښې وى. او کۀ چرې کومه رڼا چې په تا کښې ده، کۀ هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئ تورتم دے.

د خُدائ پاک مال

۲۴يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے. ۲۵ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟ ۲۶د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ۲۷په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟ ۲۸د جامو اندېښنې بيا د څۀ دپاره؟ په پټو کښې ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، چې هغه څنګه راټوکيږى، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى. ۲۹خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې. ۳۰خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو. ۳۱نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو يا څۀ به واغوندو. ۳۲په دې ټولو څيزونو پسې بې‌دينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے. ۳۳تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى. ۳۴ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“