د حضرت ملاکى نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

حکم د اِمامانو دپاره

۱”ګورئ اوس دا حکم ستاسو دپاره دے، اے اِمامانو. ۲کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو. ۳ستاسو په وجه به زۀ ستاسو اولاد ورټم، زۀ به ستاسو په مخونو ستاسو د اختر د قربانو ګند واچوم، او تاسو به دې سره بهر وغورزولے شئ. ۴او تاسو به پوهه شئ چې ما تاسو ته دا حکم درلېږلے دے چې زما لوظ به د ليويانو سره جارى وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۵”زما لوظ هغوئ سره وو، د ژوند او امن لوظ، او ما دا هغوئ ته ورکړو چې زما تعظيم وکړى، او هغوئ زما عزت وکړو او زما د نوم د دهشت نه ويرېدل. ۶رښتينے شريعت د هغوئ په خولۀ کښې وو او هيڅ دروغ د هغوئ په شونډو نۀ وو. هغوئ ما سره په امن او صداقت روان وُو، او ډېر يې د ګناه نه واړول. ۷د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے. ۸خو تاسو اِمامان د خپلې صحيح لارې نه واوړېدئ او ستاسو د شريعت په وجه ډېرو تيندک خوړلے دے. د ليويانو سره زما شوے لوظ تا مات کړو،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۹”نو په دې وجه ما تۀ د ټولو خلقو په وړاندې سپک او عاجز کړې، ځکه چې تا زما په طريقو عمل ونۀ کړو خو د شريعت په مسئلو کښې دې طرفدارى وکړه.“

د يهوداه بې‌ايمانى

۱۰آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ آيا يو خُدائ پاک مونږ جوړ کړى نۀ يُو؟ مونږ بيا ولې په خپلو کښې د يو بل سره په بې‌وفائى کولو د خپل پلار نيکۀ د لوظ بې‌احترامى کوُو؟ ۱۱يهوداه بې‌ايمانى وکړه. يو حرام عمل يې په اِسرائيل يعنې يروشلم کښې کړے وو، د هغه پاک کور چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوله د هغه ښځو سره په وادۀ کولو چې بُت پرسته وې، يهوداه بې‌احترامى وکړه. ۱۲د هغه سړى دپاره چې څوک داسې کوى، چې هغه څوک هم وى، مالِک خُدائ دې هغه د بنى اِسرائيلو د قوم نه وشړى. کۀ هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج ته نذرانې هم راوړى. ۱۳يو بل کار تاسو وکړئ، تاسو د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په اوښکو ډکه کړئ. تاسو وژاړئ او زارى وکړئ ځکه چې نور هغه نۀ ستاسو نذرانو ته ګورى او نۀ يې ستاسو د لاسونو نۀ په خوشحالۍ سره قبلوى. ۱۴تاسو تپوس کوئ چې، ”ولې؟“ دا ځکه چې مالِک خُدائ ستا او ستا د ځوانۍ د ښځې په مينځ کښې ګواه دے، ځکه چې تا د هغې سره ټګى وکړه، اګر کۀ هغه ستا په ژوند کښې شريکه ده، او تا هغې سره نِکاح کړې ده. ۱۵آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه. ۱۶”زۀ طلاق نه نفرت کوم،“ د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ فرمائى، ”او زۀ د هغه سړى نه نفرت کوم چا چې د ظلم جامې اغوستې وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”نو د خپل زړۀ خيال ساتئ، او ټګى مۀ کوئ.“

د عدالت ورځ

۱۷تاسو مالِک خُدائ په خپلو خبرو ستړے کړو. ”مونږ هغه څنګه ستړے کړو؟“ تاسو تپوس کوئ. په دې وئيلو سره چې، ”ټول بد کوونکى د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ دى او هغه د هغوئ نه رضا دے،“ يا ”اِنصاف کوونکے خُدائ پاک چرته دے؟“