فصل قبلی

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

اول باب

دَ تيوفيلوس په نُوم

۱اَئے خوږَ تيوفيلوسه! ډيرو خلقو په دے لاس پورے کړے دے چه دَ هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کُوم چه زمُونږ په مينځ کښے تير شوى دى. ۲بلکه هغوئ مُونږ ته خبرے حواله کړے دى اَؤ چا چه دا واقعات دَ سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو اَؤ دَ زيرى خادمان وُو. ۳نو زَۀ هم په خپل وار، اَئے خوږه تيوفيلوسه! ستا دَ پاره دَ پُوره تحقيق نه پس دا ټولے خبرے په ترتيب سره نقل کوم. ۴دا دَ دے دَ پاره چه تا ته دَ هغه خبرو په حقله صحيح معلُومات درکړم دَ کُومو نه چه تۀ خبر کړے شوے يئے.

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى دَ پيدايښت پيشن ګوئى

۵دَ يهُوديه دَ هيروديس بادشاه په زمانه کښے يو کاهن وو چه نُوم ئے زکرياه وو. دے دَ ابياه په فرقه کښے وو. دَ هغۀ ښځه هم دَ هارُون دَ اولاده وه. دَ هغے نوم اليشبع وو. ۶دوئ دواړه دَ خُدائے رښتينى اَؤ حُکم منُونکى وُو اَؤ دَ رب ټول حُکمُونه اَؤ قانُونُونه ئے بے عيبَ منل. ۷خو دَ هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چه اليشبع شنډه وه اَؤ دوئ دواړه دَ ډير عُمر وُو. ۸يو ځلے چه زکرياه دَ فرقے وار وو اَؤ هغۀ دَ کاهنئ فرض پُوره کاوو، ۹نو دَ کاهنئ دَ دستُور په موافق دَ هغۀ هسک راوختو چه دَ خُدائے کور ته ننوزى اَؤ خوشبوئ ئے وسيزى. ۱۰اَؤ بهر ټوله جمع په عبادت کښے مشغُوله وه. ۱۱دا دَ خوشبوئ دَ سيزولو وخت وو چه دَ خُدائے يوه فرښته په دغه وخت دَ خوشبوئ دَ قُربانګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه. ۱۲دَ دے په ليدلو زکرياه حيران شو اَؤ ويرے واخستو. ۱۳خو فرښتے هغۀ ته ووئيل، ”زکرياه! ويريږه مه! ستا دُعا قبوله شوه، ستا ښځه اليشبع به تا له يو زوئے راؤرى اَؤ تۀ به دَ هغۀ نُوم يحيىٰ کيږدے. ۱۴ستا زړۀ به دَ خوشحالئ نه ډک وى اَؤ ډير به دَ هغۀ په پيدايښت خوشحاله شى، ۱۵ځکه چه هغه به دَ خُدائے په نزد لوئے وى. هغه به مَئے ته چرے ګوتے نۀ وروړى اَؤ نۀ به څۀ نور شراب وڅښى، دَ مور دَ ګيډے نه به هغه په رُوحُ القُدس معمُور وى، ۱۶اَؤ هغه به ډير بنى اِسرائيل دَ رب لارے ته راواړَوى. ۱۷هغه به دَ مالک وړاندے دَ اِلياس په رُوح اَؤ دَ طاقت په شان روان وى چه دَ پلارُونو اَؤ دَ زامنو تړون راولى اَؤ نافرمانه به دَ رښتينو په لار روان کړى اَؤ چه دَ رب دَ پاره يو فرمانبردار اُمت تيار کړى.“

۱۸زکرياه فرښتے ته ووئيل، ”زَۀ څنګه په دے باور کولے شم؟ زَۀ په خپله بُوډا سړے يم اَؤ زما ښځه هم عُمر خوړلے ده.“

۱۹فرښتے جواب ورکړو چه ”زَۀ جبرائيل يم، زَۀ دَ خُدائے په حضُور کښے ودريږم اَؤ زَۀ ئے ستا سره دَ خبرو کولو اَؤ دَ دے زيرى درکولو دَ پاره راليږلے يم. ۲۰خو اوس واؤره چه تۀ به دَ خبرو طاقت بائلے اَؤ دَ دے کار دَ کيدو پورے به ستا خُلۀ بنده وى ځکه چه تا په ما باور ونۀ کړو. ځکه چه په خپل مُقرر وخت به زما خبره درسته ثابته شى.“

۲۱په دے دوران کښے خلق دَ زکرياه په اِنتظار وُو اَؤ حيران وُو چه هغه دَ خُدائے په کور کښے دومره ولے ايسار شو. ۲۲کله چه هغه راووتو نو دَ هغوئ سره ئے خبرے نۀ شوے کولے اَؤ هغوئ پوهه شُو چه هغۀ دَ خُدائے په کور کښے څۀ رويا وليده. هغه هلته کښے ودريدو اَؤ هغوئ ته ئے اِشارے کولے خو ژبه ئے نۀ چليده. ۲۳هر کله چه دَ هغۀ دَ ذمه وارئ ورځے ختمے شوے نو زکرياه کور ته لاړو. ۲۴دَ دے نه پس دَ زکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه اَؤ پينځۀ مياشتے هغے خپل ځان پټ وساتلو. ۲۵دا ئے ووئيل چه ”دا دَ خُدائے امر دے، آخر هغۀ په ما نظر وکړو اَؤ زَۀ ئے دَ بنى آدمو په وړاندے دَ سپکاوى نه وساتلم!“

دَ عيسىٰ دَ پيدايښت پيشن ګوئى

۲۶بيا په شپږمه مياشت خُدائے جبرائيل فرښته دَ ګليل په ناصرت نومے ښار کښے يوے پيغلے ته راواستوله ۲۷چه کوژدن ئے دَ داؤد دَ خاندان يُوسف نومے سړى سره شوے وه اَؤ دَ دے پيغلے نُوم مريم وو. ۲۸فرښته دَ ننه لاړه اَؤ هغے ته ئے ووئيل، ”په تا سلام چه درباندے ډير فضل شوے دے، رب ستا مل دے!“

۲۹هغے چه څۀ ووئيل په هغے ډيره فکرمنده شوه اَؤ حيرانه وه چه دَ دے مُبارکئ څۀ مطلب دے. ۳۰بيا فرښتے هغے ته ووئيل چه ”مريمے! ويريږه مه! خُدائے په تا مهربانه شوے دے. ۳۱تۀ به اُميدواره شے اَؤ يو زوئے به دِ وشى اَؤ تۀ به دَ هغۀ نُوم عيسىٰ کيږدے. ۳۲هغه به لوئے وى اَؤ هغه به دَ الاعلىٰ زوئے وبللے شى. مالِک خُدائے به هغۀ ته دَ نيکۀ داؤد تخت ورکړى. ۳۳هغه به دَ تل دَ پاره دَ يعقُوب په خاندان بادشاهى کوى اَؤ بادشاهى به ئے هيڅکله نۀ ختميږى!“ ۳۴مريمے ووئيل چه ”دا څنګه کيدے شى؟ زَۀ خو لا وادۀ شوے هم نۀ يم.“

۳۵فرښتے جواب ورکړو، ”رُوحُ القُدس به په تا نازل شى اَؤ دَ الاعلىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى اَؤ په دے وجه به هغه پاک پيدا کيدُونکے ماشُوم دَ خُدائے زوئے بللے شى. ۳۶بله دا چه ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده اَؤ په زوړ عُمر به زوئے راؤړى اَؤ څوک چه په شنډه مشهُوره وه، دَ هغے دَ اُميدوارئ شپږمه مياشت ده. ۳۷ځکه چه دَ خُدائے وعدے به هيڅکله بے طاقته پاتے نۀ شى.“

۳۸مريم ووئيل چه ”زَۀ دَ رب وينځه يم. تا چه څۀ وئيلى دى، داسے دِ وشى.“ بيا فرښته دَ هغے نه لاړه.

دَ مريمے دَ اليشبع سره مُلاقات

۳۹په دغه وخت مريم پاڅيده اَؤ نيغه يو کلى ته لاړه کُوم چه دَ يهوداه په غريزه علاقه کښے وو. ۴۰هغه دَ زکرياه کره ورغله اَؤ اليشبع ته ئے سلام وکړو. ۴۱اَؤ هر کله چه اليشبع دَ مريمے سلام واؤريدو نو بچى دَ هغے په ګيډه کښے ټوپ ووهلو اَؤ بيا اليشبع دَ رُوحُ القُدس نه معمُوره شوه. ۴۲اَؤ په زوره ئے ووئيل، ”په ټولو ښځو کښے تۀ دَ خُدائے په نزد مُبارکه يئے اَؤ دا لوئے والے ستا دَ ګيډے دَ ميوے په وسيله دے! ۴۳زَۀ څوک يم چه زما دَ مالِک مور دِ زما ليدو له راشى؟ ۴۴زَۀ تا ته دا وايم چه څوک هر کله چه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګيډه کښے زما بچى ټوپ ووهلو. ۴۵څومره بختوره ده هغه چه په دے ئے ايمان دے چه دَ خُدائے قول به پُوره شى!“

دَ مريمے دَ حمد ګيت

۴۶اَؤ مريمے ووئيل چه

”ائے زما زړۀ! دَ رب لوئى بيان کړه!

۴۷اَئے زما زړۀ! خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه!

زما دَ خلاصوُونکى خُدائے په نُوم،

۴۸چه هغۀ دَ خپلے عاجزے وينځے په حال

دومره لوئے نظر کړے دے!

دَ نن ورځے نه پس به راتلُونکے ټولے پيړئ

ما ته بختوره وائى.

۴۹هغۀ زما دَ پاره دومره لوئے کارُونه کړى دى.

دَ هغۀ نُوم پاک دے.

۵۰اَؤ څوک چه دَ هغۀ نه ويريږى،

په هغوئ دَ هغۀ رحم پيړئ په پيړئ دے.

۵۱اَؤ هغه کارُونه چه دَ هغۀ لاس کړى دى،

دَ هغۀ قوت څرګندوى.

دَ زړۀ اَؤ رُوح کبرژن ئے خوارۀ وارۀ کړى دى.

۵۲هغۀ بادشاهان دَ تختُونو نه راغورزولى دى

خو غريبان ئے لويو مرتبو ته رسولى دى.

۵۳وږى ئے په ښۀ څيزُونو ماړۀ کړى دى

اَؤ مالدار ئے تش لاس بيرته ليږلى دى.

۵۴هغۀ دَ خپل خادم اِسرائيل مدد کړے دے،

لکه چه زمُونږ نيکُونو ته هغۀ وئيلى وُو،

۵۵هغۀ په اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ په اَؤلاد رحم کول

چرے هير نۀ کړو.“

۵۶مريم دَ هغے سره درے مياشتے پاتے شوه اَؤ بيا کور ته واپس راغله.

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى پيدايښت

۵۷بيا دَ اليشبع دَ بچى پيدا کيدو نيټه پُوره شوه اَؤ دَ هغے زوئے پيدا شو. ۵۸هر کله چه دَ هغے ګاونډيانو اَؤ خپلوانو دا واؤريدل نو ډيره زياته خوشحالى ئے ورسره وکړه چه رب پرے دا رحم وکړو.

۵۹اَؤ هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چه ماشُوم سُنت کړى اَؤ هغوئ دَ هغۀ دَ پلار نُوم پرے زکرياه کيښودلو. ۶۰خو دَ هغۀ مور ورته ووئيل چه ”نه! دا به يحيىٰ بللے شى.“

۶۱خو هغوئ ووئيل چه ”ستا په خاندان کښے خو دَ هيچا هم داسے نُوم نِشته!“ ۶۲بيا هغوئ دَ هغۀ دَ پلار نه په اِشارو تپوس وکړو چه ”دَ دَۀ نُوم څۀ په کار دے؟“

۶۳هغۀ دَ ليکلو تختئ راوغوښته اَؤ په دے ټول حيران شول چه هغۀ دا وليکل چه ”دَ دَۀ نُوم يحيىٰ دے.“ ۶۴سمدستى دَ هغۀ شُونډے اَؤ ژبه آزاد شول اَؤ هغه ګويا شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ۶۵ټول ګاونډيان په دے هيبت واخستل اَؤ دا خبرے دَ يهُوديه په غريزه علاقه کښے هر پلو خورے شولے. ۶۶چا چه دا واؤريدل په هغوئ ډير اثر وشو اَؤ وئے وئيل چه ”دَ دے ماشُوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چه دَ خُدائے لاس دَ دَۀ په سر دے.

دَ زکرياه نبُوت

۶۷دَ هغۀ پلار زکرياه په رُوحُ القُدس معمُور شو اَؤ دا پيشن ګوئى ئے وکړه،

۶۸”ثنا ده دَ اِسرائيل دَ خُدائے!

ځکه چه هغۀ په خپل اُمت نظر وکړو،

هغه ئے بچ کړو اَؤ آزاد ئے کړو.

۶۹اَؤ دَ خپل خادم داؤد په کور کښے ئے دَ خلاصُون

دَ پاره طاقتور سړے پيدا کړو.

۷۰اَؤ لکه چه هغۀ دَ وړُومبو پاکو نبيانو په خُلۀ

پيړئ په پيړئ وعده کړے وه

۷۱چه هغه به مُونږ دَ خپلو دُښمنانو نه خلاص کړى

اَؤ دَ هغو ټولو دَ لاسو نه څوک چه راسره کينه لرى.

۷۲اَؤ دا چه هغه به زمُونږ په پلارُونو نيکُونو رحم وکړى

اَؤ خپله پاکه وعده به ياده لرى.

۷۳هم دغه سوګند هغۀ زمُونږ دَ پلار اِبراهيم سره کړے وو

۷۴چه هغه به مُونږ دَ دُښمنانو دَ لاسه بچ ساتى،

۷۵اَؤ دَ ويرے نه به امان راکړى

چه مُونږ ټول عُمر په پاکئ اَؤ دَ زړۀ په صداقت

دَ هغۀ عبادت وکړو.

۷۶اَؤ اَئے زما وړوکيه! تۀ به دَ لوئے الاعلىٰ نبى بللے شے

ځکه چه تۀ به دَ مالِک په وړاندے تير شے

چه دَ هغۀ لارے تيارے کړے،

۷۷اَؤ دَ هغۀ په عِلم به دَ هغۀ اُمت ته دَ ګُناهُونو

معافئ مُوندلو په وسيله هغوئ ته دَ خلاصُون لار وښائے.

۷۸زمُونږ دَ خُدائے دَ خالص رحم په وجه

به دَ سحر نمر په مُونږ راوخيژى،

۷۹اَؤ په هغو به وځليږى څوک چه په تيارۀ کښے

اَؤ دَ مرګ په سُورى کښے ناست وى

اَؤ چه زمُونږ قدمُونه دَ سلامتئ په لاره سم کړى.“

۸۰څنګه چه دغه ماشُوم لوئيدو نو رُوحانى قوت ئے مُوندو اَؤ تر هغے ورځے پورے په بيابان کښے اوسيدو تر څو چه هغه بنى اِسرائيلو ته ښکاره راڅرګند شو.

فصل قبلی