د قاضيانو کِتاب

درېم باب

په هغه مُلک کښې پاتې شوى قومونه

۱بيا مالِک خُدائ څۀ قومونه په هغه مُلک کښې د دې دپاره پرېښودل چې هغه بنى اِسرائيليان وآزمائى چې کوم د کنعان په جنګونو کښې شامل نۀ وُو. ۲هغۀ داسې د دې دپاره وکړل چې د بنى اِسرائيلو هر يو نسل ته د جنګ چل وښائى، خصوصاً هغوئ ته چې کومو مخکښې هيڅکله هم جنګ نۀ دے کړے. ۳په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل. ۴هغوئ د بنى اِسرائيلو دپاره يو آزمېښت وو، چې دا معلومه شى چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه بنى اِسرائيلو له کوم حُکمونه ورکړى وُو چې په هغې باندې عمل کوى او کۀ نه. ۵نو داسې بنى اِسرائيل د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو سره اوسېدل. ۶هغوئ د دوئ لوڼه وادۀ کړې او خپلې لوڼه يې د هغوئ زامنو له ورکړې او د هغوئ د معبودانو عبادت يې وکړو.

عتنى‌اېل

۷بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خپل خُدائ پاک يې هېر کړو او د بعل او اشيرې د بُتانو عبادت يې وکړو. ۸نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او د مسوپتاميه بادشاه کوشن رِسعتيم ته يې حواله کړل او اتۀ کاله يې په هغوئ حکومت وکړو. ۹بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. دا عتنى‌اېل وو چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو. ۱۰د مالِک خُدائ روح په هغۀ نازل شو او هغه د بنى اِسرائيلو قاضى شو. عتنى‌اېل جنګ له لاړو او مالِک خُدائ هغۀ له د مسوپتاميه په بادشاه باندې فتح ورکړه. ۱۱څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو او بيا د قنز زوئ عتنى‌اېل مړ شو.

اهُود

۱۲بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو د دې په وجه مالِک خُدائ د موآب بادشاه عجلون د بنى اِسرائيلو نه طاقتور کړو. ۱۳عجلون عمونيان او عماليقيان د ځان سره ملګرى کړل، هغوئ بنى اِسرائيلو له شکست ورکړو او د کجورو ښار يريحو يې قبضه کړو. ۱۴بنى اِسرائيليان اتلس کاله د عجلون بادشاه د اختيار د لاندې وُو. ۱۵بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو. بنى اِسرائيلو اهُود د موآب بادشاه عجلون ته د محصُول سره ورولېږلو. ۱۶اهُود يوه دوه مخيزه تُوره جوړه کړې وه چې تقريباً اتلس اِنچې اوږده وه. هغۀ دا د خپلو جامو لاندې د ښۍ پښې سپينې پورې تړلې وه. ۱۷بيا هغۀ محصُول عجلون له يوړو، څوک چې ډېر څورب سړے وو. ۱۸کله چې اهُود هغۀ له محصُول ورکړو، چې کومو سړو دا راوړے وو نو هغوئ يې رُخصت کړل. ۱۹خو چې کله اهُود د کاڼو بُتانو ته ورسېدو چې جِلجال ته نزدې وو، نو عجلون ته راواپس شو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما سره ستا دپاره يو د راز خبره ده.“ نو بادشاه ورته ووئيل، ”اوس خبره مۀ کوه.“ او د هغۀ ټول نوکران د هغۀ د حضور نه لاړل. ۲۰بيا چې کله بادشاه په چت باندې په خپله يخه کوټه کښې ناست وو، اهُود هغۀ له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما سره ستا دپاره د خُدائ پاک نه يو پېغام دے.“ نو بادشاه د تخت نه پاڅېدو. ۲۱اهُود د خپل ګس لاس سره د ښى طرف نه تُوره راوويسته او د بادشاه په خېټه کښې يې ننه ويستله. ۲۲تُوره دومره ډُوبه لاړه چې د دې لاسکے په وازګه باندې پټ شو. اهُود تُوره د بادشاه د خېټې نه راونۀ ويستله او د بادشاه کولمو نه ګند راووتلو. ۲۳بيا اهُود برنډې ته ووتلو، هغۀ پسې يې دروازې بندې کړې او تالې يې ولګولې، ۲۴او ترې نه لاړو. نوکران راغلل او وې ليدل چې دروازې تاله وې، هغوئ صِرف دا خيال کولو چې بادشاه دننه دے او متيازې کوى. ۲۵هغوئ تر څۀ وخته پورې انتظار وکړو، خو چې هغۀ بيا هم دروازه کولاو نۀ کړه، نو هغوئ چابى واخستله او دا يې کولاو کړه. او د هغوئ نېک دننه په فرش باندې مړ پروت وو. ۲۶په کوم وخت چې هغوئ اِنتظار کولو نو اهُود وتښتېدو، هغه د کاڼو بُتانو نه تېر شو او سعيرت ته وتښتېدو. ۲۷کله چې هغه د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدو، نو هغۀ بيګل وغږولو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره راغونډ کړى، بيا يې هغوئ د غر نه لاندې بوتلل. ۲۸هغۀ ورته ووئيل، ”په ما پسې راځئ. مالِک خُدائ تاسو له په خپلو دشمنانو يعنې موآبيانو باندې فتح درکړې ده.“ نو هغوئ په اهُود پسې لاندې لاړل او هغه ځائ يې قبضه کړو چې په کوم ځائ کښې به موآبيان د اُردن سيند نه پورې وتل، هغوئ هيچا له هم د پورې وتلو اجازت ورنۀ کړو. ۲۹هغوئ په هغه ورځ باندې تقريباً لس زره ښۀ، تکړه موآبيان فوجيان ووژل، يو هم ونۀ تښتېدلو. ۳۰په هغه ورځ بنى اِسرائيلو موآبيانو له شکست ورکړو او اتيا کاله په هغه مُلک کښې امن وو.

شمجر

۳۱ورپسې مشر د عنات زوئ شمجر وو. هغۀ شپږ سوه فلستيان په تېرۀ لښته باندې ووژل او بنى اِسرائيليان يې هم بچ کړل.