فصل بعدی

د یونس نبي کتاب

څلورم فصل

د یونس قهر او د خدای رحم

۱ یونس په دې باندې ډېر خفه ؤ او په قهر شو. ۲ نو هغه داسې دعا وکړه او ویې ویل: «ای څښتنه، ایا دا هغه څه نه دي چې ما هغه وخت وویل کله چې زه په خپل وطن کې وم؟ له همدې امله ما بیړه وکړه چې ترشیش ته وتښتم، ځکه زه پوهېدم چې ته رحیم او مهربانه خدای یې. زر نه په قهرېږې او ستا تلپاتې مینه ډېره زیاته ده، تا خپله پرېکړه بدله کړې او خلکو ته به سزا ورنه کړې. ۳ نو اوس ای څښتنه، زما ژوند واخله، ځکه چې زما دپاره د ژوند څخه مرګ ډېر ښه دی.» ۴ څښتن په ځواب کې وویل: «ته څه حق لرې چې په قهر شې؟»

۵ یونس د ښار ختیځ خواته لاړ او کښېناست. هغه د خپل ځان دپاره یو پناه ځای جوړ کړ او د هغې لاندې کښېناست، دا انتظار یې کاوه چې وویني په نینوا باندې به څه پېښ شي. ۶ بیا څښتن خدای یو بوټی راشین کړ چې په یونس باندې سیوری وکړي، ترڅو د هغه قهر سوړ کړي. یونس د بوټي دپاره ډېر خوشحاله شو. ۷ خو په راتلونکې ورځ سهار وختي خدای یو چینجی راولېږه او هغه بوټی یې وخوړ او هغه وچ شو. ۸ کله چې لمر راوخوت، خدای د ختیځ له خوا تود باد راوالوزاوه او تر هغه وخته پورې لمر د یونس په سر باندې لګېده چې هغه کمزوری شو. هغه غوښتل چې مړ شي او ویې ویل: «زما دپاره د ژوند څخه مرګ ډېر ښه دی.»

۹ خو خدای هغه ته وویل:«ته څه حق لرې چې د بوټي په هکله په قهر شې؟» یونس په ځواب کې وویل: «زه حق لرم چې په قهر شم، دومره په قهر شم چې مړ شم!»

۱۰ څښتن هغه ته وویل: «ته په دې بوټي باندې چې د هغه دپاره دې هېڅ زحمت نه دی ویستلی او نه دې لوی کړی دی، زړه سوځوې. دا بوټی په یوه شپه کې راشین شو او په بله شپه وچ شو. ۱۱ نو ایا زه د نینوا په لوی ښار باندې زړه ونه سوځوم؟ هلته د یو لک او شلو زرو څخه زیات خلک شته چې جاهلان دي او همدارنګه ډېر حیوانات په کې دي.»

فصل بعدی