کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
شلم فصل
بدکارانو ته سزا
۱ بیا صوفر چې د نعمات څخه ؤ ځواب ورکړ:
۲ خفه کوې مې ای ایوبه ته
نور کولای نه شم صبر
زه یم مجبوره چې ځواب دې درکړم
۳ د اصلاح دپاره د سپکاوي څخه دي ډکې خبرې ستا
خو زه پوهېږم څنګه درکړمه ځواب ستا
۴ بې له شکه ته پوهېږې د پخوانیو زمانو راهیسې
چې انسانان کله پیدا شول په ځمکه باندې
۵ کامیابي د بدکارانو به وي لږې مودې دپاره
او خوشحالي د بېدینه خلکو به وي یوې شېبې دپاره
۶ کېدای شي لوی شي هغوی دومره چې تر اسمان ورسي
دومره شي لوی چې یې ورېځو ته سرونه ورسیږي
۷ خو شي به ورک هغوی خپلو غایطه موادو په شان
چا چې پېژندل پخوا هغوی شي به حیران
او وایي به چې چېرته لاړل هغوی
۸ هغوی به ورک شي د یو خوب په شان
شي به فنا لکه د شپې د رویا په شان
او لیدل کیږي به بیا هېڅکله نه
۹ کومو خلکو چې لیدلي یې وو هغوی وبه یې نه ګوري نور
بیا به یې ونه ګوري هېڅکله کورنۍ د هغوی
۱۰ څه چې غلا کړي له غریبانو هغوی
اولادونه به یې ورکړي تاوان د هغوی
۱۱ وو ځوانان او غښتلي هغوی
خو بدل به شي په خاورې هغوی
۱۲ هغوی اخلي له بدۍ نه ډېر خوند
او د ډېر وخته پاتې کیږي د دې خوند
۱۳ تر ډېره وخته یې ساتي په خوله کې
د یو خوږ شي په شان
۱۴ خو ترخه کیږي خواړه د هغوی ګېډو کې
ترخه کیږي هغه لکه د مار د زهرو په شان
۱۵ څه شتمني چې خوړلې هغوی استفراق به یې کړي
خدای به راوباسي هغه د دوی له ګېډو نه هم
۱۶ بدو خلکو چې تېر کړي دي څه هغه دي لکه د زهرو په شان
دا هغوی وژني د وژونکي مار د چیچلو په شان
۱۷ پاتې به نه شي ژوندي تر هغه وخته پورې
چې دوی وویني هغه سیندونه چې بهیږي په کې تېل د زیتون
او وویني هغه ویالې چې بهیږي په کې شیدې او شات
۱۸ هېڅ به ترلاسه نه شي د دوی له زیاره څخه
او نه به خوند اخلي د خپلې شتمنۍ څخه
۱۹ ځکه چې کړی یې زیاتی په غریبانو او پریښي یې هغوی
او ویې نیول هغه کورونه چې ودان کړي وو بل چا
۲۰ هغوی تل وو حریصان او هیڅکله نه شول ماړه
نه به شي پاتې ورته هېڅ چې ترې خوند واخلي
۲۱ نه دي پاتې هېڅ شی چې دوی یې وخوري
خو اوس به رسیږي پای ته نېکمرغي د هغوی
۲۲ کله چې ورسیږي اخري حد د کامیابۍ ته هغوی
بېچارهګي به راشي او تباه کیږي به دوی
۲۳ پرېږده چې وکړي خوراک څومره چې غواړي
خدای به ورکړي په خپل قهر او غضب سره سزا ورته
۲۴ کله چې وکړي هغوی هڅه چې وتښتي
د اوسپنې له تورې څخه
وبه لګیږي په برنجي غشي
۲۵ د بدنونو د هغوی چې راوباسي غشي
وینې څڅیږي به یې له ځلېدونکو څوکو
او پیدا کیږي د مرګ وېره د هغوی زړونو کې
۲۶ له منځه لاړ به شي هر څه چې سپمولي هغوی
یو داسې اور چې د انسان په لاس بل شوی نه وي
سوځوي به هغوی د خپلې ټولې پاتې کورنۍ سره
۲۷ ښکاره کوي اسمانونه ګناه د هغوی
ورکوي ځمکه شهادت په خلاف د هغوی
۲۸ د خدای د قهر له امله
له منځه لاړه به شي ټوله شتمني د هغوی
۲۹ د بدو خلکو سرنوشت دا دی
کوم سرنوشت چې ورته خدای ټاکلی