د يعقوب رسول خط

درېم باب

په ژبه قابو ساتل

۱اے زما وروڼو او خوېندو، په تاسو کښې دې اُستاذان زيات نۀ شى ځکه چې تاسو ته پته ده چې مونږ څوک چې اُستاذان يُو، راسره به لا نور ډېر سخت حساب کِتاب کيږى. ۲ځکه چې مونږ ټول اکثر غلطيانې کوُو، او څوک چې په خپلو خبرو کښې غلطى نۀ کوى نو هغه کامِل دے او ټول بدن په قابو کښې ساتلے شى. ۳مونږ د آسونو په خولو کښې د دې دپاره واګې اچوو چې زمونږ په مرضۍ تلل کوى نو دغه شان بيا مونږ د هغوئ پوره بدن هر خوا ته بوتلے شُو. ۴دغه شان تاسو سمندرى جهازُونو ته وګورئ اګر چې هغه ډېر لوئ وى او په تېزو هواګانو چليږى خو دا د يو ورکوټى پارو په ذريعه د ماڼکى د مرضۍ په مطابق چليږى. ۵دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اندام دے خو ډيرې غټې خبرې کوى څنګه چې يو ورکوټے بڅرکے يو لوئ ځنګل ته اور لګوى. ۶او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى. ۷نو چې هر قِسم ځنګلى ځناور، مارغان، چينجى او کبان د انسان په قابو کښې راتلے شى او راغلى هم دى، ۸خو څوک هم ژبه په قابو کښې نۀ شى راوستلے. دا يوه نا آرامه بلا ده او د وژونکى زهر نه ډکه ده. ۹هم په دې ژبه مونږ د مالِک او پلار ثنا وايو، او هم په دې مونږ هغوئ ته چې د خُدائ پاک په صُورت پېدا شوى دى، ښېرې کوُو. ۱۰هم د دې يوې خولې نه برکت او هم ښېرې راوځى. اے زما وروڼو او خوېندو، په کار نۀ دى چې داسې وشى. ۱۱ولې د چينې د يوې خولې نه خوږې او ترخې اوبۀ راوځى څۀ؟ ۱۲اے زما وروڼو او خوېندو، ولې د اينځر په ونه کښې زيتون، يا په انګور کښې اينځر پېدا کېدے شى څۀ؟ هم دغه شان د ترخې چينې نه خوږې اوبۀ نۀ شى راوتلے.

آسمانى حِکمت

۱۳په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى. ۱۴خو کۀ ستاسو په خپلو زړُونو کښې سخته کينه او خود غرضى وى، نو فخر پرې مۀ کوئ او مۀ د حق خلاف دروغ وايئ. ۱۵دا هغه حکمت نۀ دے کوم چې د آسمان نه راځى بلکې دُنياوى، نفسانى او شېطانى دے. ۱۶ځکه چې چرته چې کينه او خود غرضى وى، هلته به فساد او هر قِسم شرارت هم کيږى. ۱۷خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى. ۱۸او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.