کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن وایي:
«ای د لېرې هېوادونو خلکو
اوسئ غلي او ماته غوږ ونیسئ!
زړور اوسئ او محکمې ته خپله دعوه وړاندې کړئ
تاسو ته دربه کړل شي وخت چې خبرې وکړئ
راځئ دا پرېکړه وکړو یو ځای چې په حقه دی څوک
۲ چا هڅولی یو فاتح دی له ختیځه
او خپل خدمت ته یې راوبللو؟
ورکوي څوک بری هغه ته په قومونو باندې
چې کړي پاچاهان هغه تر پښو لاندې؟
دوړه کوي په خپله توره هغوی لکه د خاورو په شان
او خواره واره کوي یې په خپلو غشو لکه د بوسو په شان
۳ تعقیبوي هغوی او مخکې ځي بې له خطره څخه
په داسې لارو چې یې مخکې لګېدلې نه وي پښې هلته
۴ هغه څوک ؤ چې سبب د دې کارو شو؟
هغه څوک دی چې له پیله په نسلونو کې
خلک ټاکي خپل مقصد دپاره؟
زه څښتن وم موجود له پیل نه
او په پای کې هم به یم موجود زه څښتن
۵ خلک د لېرې هېوادو وېریږي
ځکه ليدلي دي هغوی زما کارونه
لړزیږي ټوله نړۍ له وېرې
هغوی راغلل او ټول راغونډ شول سره
۶ هغوی د یو بل سره مرسته کوي
او وایي یو بل ته: ‹قوي اوسئ!›
۷ نجار زرګر ته وایي: ‹شاباش!›
څوک چې هواروي بت په ټکولو باندې
څوک هڅوي هغه چې کار کوي له سندان سره
وایي هغوی چې لیم کاري یې ښه ده
او په مېخونو ټینګوي دغه بت چې راونه لویږي
۸ خو ته ای د اسراییلو قومه، خدمتګاره زما
ای یعقوبه چې غوره کړی یې ما
ای زما د ملګري ابراهیم اولادې
۹ د نړۍ له بله سره مې ته راوستلې
د نړۍ د لېرې کنجونو مې راوغوښتلې
او درته مې وویل: ‹ته خدمتګار یې زما
ته مې رد کړی نه یې بلکې غوره کړی مې یې›
۱۰ مه وېرېږه، ځکه یمه زه له تا سره
مه ډارېږه، زه ستا خدای یم
زه به تاته قوت درکړم، وبه کړم درسره مرسته
زه به درکړم بری خپل عدالت کې او تا به ژغورم
۱۱ ګوره، څوک چې په تا باندې په قهر دي ډېر
ټول به وشرمیږي او رسوا به شي
څوک چې کوي جګړه له تا سره
په نشت حساب به شي هغوی او له منځه لاړ به شي
۱۲ هغه کسان چې کړي له تا سره جنګ
لټوئ به هغوی تاسو
خو پیدا به یې نه کړئ
نور به نه وي هغوی
۱۳ ځکه زه یمه ستا څښتن خدای
او تا نیسم له ښي لاسه او درته وایم:
‹مه وېرېږه، زه کوم تا سره مرسته›»
۱۴ څښتن وایي: «ای یعقوبه، ای اسراییله
که څه هم ته یې کمزوری او کوچنی
لکه چینجي په شان یې
خو مه وېرېږه، زه یمه ستا مرستندوی
د اسراییلو سپېڅلی خدای دی ستا ژغورونکی
۱۵ ګوره، زه به جوړ کړمه له تا نه
د درمند ټکولو څپر
چې ولري نوي او تېره غاښونه
ترڅو میده میده او هوار کړې غرونه
او ذرې ذرې کړې غونډۍ ګانې
لکه د بوسو په شان
۱۶ ته به هوا ته کړې ګوزار هغوی
باد به یې لېرې یوسي
او خواره واره به یې کړي توفان
بیا به له ما څښتن خوشحاله شې
او کوې به فخر په ما
چې سپېڅلی خدای یمه د اسراییلو
۱۷ چې کله اوبه لټوي بې وزلي او مجبور خلک
او نه پیدا کیږي هغه
له ډېرې تندې یې وچیږي ستوني
بیا زه څښتن به کړم قبوله د هغوی دعا
هغوی به هېڅکله پرېنږدمه یوازې، زه د اسراییلو خدای
۱۸ زه به سیندونه کړم جاري د وچو غرونو منځ کې
او په درو کې به جاري کړم چینې
زه به بدله کړمه دښته په ډنډونو د اوبو
او کړم به بدله وچه ځمکه په جاري چینو
۱۹ زه به راشنې کړمه په دښته کې د سبر
او د اکاسۍ، اس او د زیتونو ونې
کړم به صحرا کې راشنه د سروې او
چنار او د نښتر ونې
۲۰ ترڅو خلک وویني دا
وبه کړي فکر په دې اړه او ټول به پوه شي په دې
چې ما څښتن کړی دا کار په خپل قدرت باندې
او سپېڅلي خدای د اسراییلو پیدا کړي دا ټول»
۲۱ څښتن، د یعقوب پاچا وایي:
«ای بتانو د قومونو، خپله دعوه وړاندې کړئ
او ووایئ خپل قوي دلایل
۲۲ هغوی دې وړاندې دلیلونه کړي
او مونږ ته ووایي چې څه به پېښ شي
او ودې وایي هغه پېښې
چې پېشګویي یې کړې وه د پېښېدو نه مخکې
راځئ چې وکړو فکر د هغو په هکله
چې دا پېښ شوي په رښتیا دي که نه
یا دې مونږ ته کړي بیان راتلونکی
۲۳ مونږ ته ووایئ چې څه به کیږي په راتلونکې کې
بیا به مونږ پوه شو چې په رښتیا تاسو خدایان یئ
یا کوم کار وکړئ د خیر یا کوم مصیبت راولئ
چې مونږ یې ووینو او ووېرېږو
۲۴ خو تاسو هېڅ شی نه یئ او نه شئ کولای کوم کار
چې غوره کوي تاسو څوک، د کرکې وړ دي هغوی
۲۵ ما هڅولی یو سړی چې حمله وکړي له شماله
هغه ما دی غوره کړی له ختیځه
هغه کوي زما د نوم درناوی
او پاچاهان به کړي تر پښو لاندې
لکه په خټو باندې خېژي چې کلال
۲۶ کړې وه چا دا پېشګویي چې به داسې کیږي
ترڅو وکړو مونږ باور چې هغه وایي رښتیا؟
هېچا نه دي څه ویلي په دې اړه
او نه یې کړی دی اعلان د دې
ستاسو خبرې اورېدلې نه دي هیچا
۲۷ زه څښتن وم لومړنی ذات
چې مې صهیون ته ورکړ زېری
ما استازی ولېږلو اورشلیم ته چې هلته ووایي:
‹وګورئ، راروان دي ستاسو خلک›
۲۸ خو ما پیدا نه کړلو څوک د هغو خدایانو منځ کې
چې راکړي ماته مشوره
او په هغو کې یو هم رانه کړ ځواب زما د پوښتنې
۲۹ ګورئ، دا ټول دي دروغجن خدایان
هغوی هېڅ شی هم کولای نه شي
دا دي بې وسه او کمزوري بتان»