۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

پينځم باب

د حضرت آدم اولاد

۱ دا د آدم د اولاد نسب‌نامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو. ۲ هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، بختور يې کړل او ”بنى آدم“ نوم يې پرې کېښودو. ۳ کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو. ۴ د دې نه پس آدم اتۀ سوه کاله نور ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۵ او د نهۀ سوه دېرشو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۶ کله چې شيث د يو سل پينځو کالو وو، د هغۀ زوئ انوش پېدا شو، ۷ هغه نور اتۀ سوه اووۀ کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول، ۸ او د نهۀ سوه دولسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۹ کله چې انوش د لس کم سلو کالو وو، د هغۀ زوئ قېنان وشو، ۱۰ او انوش نور اتۀ سوه پينځلس کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۱۱ او د نهۀ سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۱۲ کله چې قېنان د اوياؤ کالو وو، د هغۀ يو زوئ محلل‌اېل پېدا شو، ۱۳ او قېنان نور اتۀ سوه څلوېښت کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۱۴ او د نهۀ سوه لسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۱۵ محلل‌اېل د پينځو شپېتو کالو وو، چې د هغۀ زوئ يارد پېدا شو، ۱۶ او هغه نور اتۀ سوه او دېرش کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۱۷ او د پينځۀ کم نهۀ سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۱۸ چې کله يارد د يو سل دوه شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ حنوک وشو، ۱۹ او بيا نور اتۀ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۲۰ او د نهۀ سوه دوه شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۲۱ کله چې حنوک د پينځو شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ مِتهوشله پېدا شو. ۲۲ د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۳ د هغۀ ټول عُمر درې سوه پينځۀ شپېتۀ کاله وو. ۲۴ حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو. ۲۵ کله چې مِتهوشله د يو سل اووۀ اتيا کالو وو، د هغۀ زوئ لمک پېدا شو، ۲۶ او هغه نور اووۀ سوه او دوه اتيا کاله ژوندے وو، د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۲۷ او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۲۸ کله چې لمک د يو سل دوه اتيا کالو وو، د هغۀ يو زوئ وشو، ۲۹ لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو. ۳۰ لمک نور پينځۀ کم شپږ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۳۱ او د اووۀ سوو اووۀ اوياؤ کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۳۲ د پينځو سوو کالو عُمر نه پس د نوح درې زامن وشول، شيم، حام او يافت د دوئ نومونه وُو.