کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ اِسحاق يعقوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل او هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې. ۲ سمدستى مسوپتاميه ته، د خپل نيکۀ بتواېل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابن د لوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه. ۳ قادر خُدائ دې ستا وادۀ بختور کړى او ډېر اولاد دې درکړى، نو تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې. ۴ هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“ ۵ نو ځکه اِسحاق يعقوب په مسوپتاميه کښې، لابن له ولېږلو، چې هغه د بتواېل آرامى زوئ وو او د رِبقې ورور وو، کومه چې د يعقوب او عِيسو مور وه.
۶ عِيسو ته دا پته ولګېده چې اِسحاق يعقوب له برکت ورکړے وو او د ښځې لټولو دپاره يې هغه مسوپتاميه ته لېږلے دے. هغۀ ته دا هم پته وه چې کله اِسحاق هغۀ له برکت ورکړو نو يعقوب له يې حُکم ورکړو چې، ”د يوې کنعانۍ ښځې سره به وادۀ نۀ کوې.“ ۷ هغۀ ته پته ولګېده چې يعقوب د خپل پلار او مور خبره منلې ده او مسوپتاميه ته تلے دے. ۸ نو عِيسو پوهه شو چې د هغۀ د پلار اِسحاق کنعانۍ ښځې خوښې نۀ دى. ۹ نو هغه د اِبراهيم زوئ اِسمٰعيل له لاړو او د هغۀ لور محلت سره يې وادۀ وکړو، چې هغه د نبايوت خور وه.
۱۰ يعقوب د بيرسبع نه لاړو او د حاران په طرف روان شو. ۱۱ نمر په پرېوتو وو چې هغه يو خاص ځائ ته راغلو او په هغه شپه هلته پاتې شو. هغه د خوب دپاره څملاستو او خپل سر يې په يو کاڼے کېښودو. ۱۲ هغۀ په خوب کښې وليدل چې يوه پوړۍ د زمکې نه آسمان پورې ختلې ده او دا يې هم وليدل چې د خُدائ پاک فرښتې په دې باندې بره ښکته، ختلې او راکوزېدلې. ۱۳ او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې. ۱۴ هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم. ۱۵ ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“ ۱۶ يعقوب د خوب نه پاڅېدو او وې فرمائيل، ”بېشکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“ ۱۷ هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“ ۱۸ کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى. ۱۹ هغۀ په هغه ځائ بيتايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو. ۲۰ بيا يعقوب د خُدائ پاک سره وعده وکړه، ”کۀ تۀ زما مل يې او په دې سفر کښې زما حِفاظت کوې او ما له خوړلو له روټۍ راکوې او اغوستلو له جامې راکوې، ۲۱ او کۀ زۀ په حِفاظت سره بيا د خپل پلار کور ته راشم، نو تۀ به زما خُدائ پاک يې. ۲۲ دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“