د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

يوولسم باب

د بابل برج

۱په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله او د يو بل په خبرو پوهېدل. ۲چې څنګه دوئ د نمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په مُلک کښې يو هوار مېدان ته راغلل او هلته دېره شول. ۳دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې خَښتې جوړې کړُو او په اور يې پخې کړُو.“ نو داسې د دوئ سره د آبادۍ دپاره خَښتې او د دې د انښلولو دپاره تارکول وُو. ۴نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“ ۵بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو، ۶نو هغۀ وفرمائيل، ”وګورئ، دا ټول يو خلق دى او دوئ هم يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى، ۷راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“ ۸نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل او دوئ ښار جوړول پرېښودل. ۹نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.

د شيم اولاد

۱۰دا د شيم اولاد دے. د سېلاب نه دوه کاله پس، چې کله شيم د سلو کالو وو، د هغۀ زوئ ارفکسد پېدا شو. ۱۱د دې نه پس، شيم پينځۀ سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۱۲چې کله ارفکسد د پينځو دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سِلح پېدا شو، ۱۳د دې نه پس، ارفکسد څلور سوه او درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۱۴چې کله سِلح د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ عِبر پېدا شو، ۱۵د دې نه پس، سِلح څلور سوه درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۱۶چې کله عِبر د څلور دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ فلج پېدا شو، ۱۷د دې نه پس عِبر څلور سوه دېرش کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۱۸چې کله فلج د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ رعو پېدا شو، ۱۹د دې نه پس، فلج دوه سوه نهۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۰چې کله رعو د دوه دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سروګ پېدا شو، ۲۱د دې نه پس، رعو دوه سوه اووۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۲چې کله سروګ د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ نحور پېدا شو، ۲۳د دې نه پس، سروګ دوه سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۴چې کله نحور د يو کم دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ تارح پېدا شو، ۲۵د دې نه پس، نحور يو سل او نولس کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۶چې تارح د اويا کالو وو د هغې نه پس، د هغۀ زامن ابرام، نحور او حاران پېدا شول.

د تارح اولاد

۲۷دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو، ۲۸او حاران په خپل مُلک اُور کښې چې په بابل کښې دے، په حق ورسېدو، خو د هغۀ پلار لا ژوندے وو. ۲۹ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو او نحور د مِلکاه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو. ۳۰د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه. ۳۱تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول. ۳۲تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.