۰:۰۰ / ۰:۰۰

غلاتیانو ته د پولوس رسول لیک

څلورم فصل

۱خو زه تاسو ته وایم چې ترڅو پورې چې میراث خور صغیر وي، نو د یو غلام سره فرق نه لري، که څه هم هغه د ټول جایداد خاوند وي. ۲پلار یې چې کوم وخت د هغه دپاره ټاکلی دی تر هغې پورې به د سرپرستانو او ساتونکو تر څارنې لاندې وي. ۳په همدې ډول کله چې مونږ هم په روحاني توګه ماشومان وو، نو د دنیاوي بدو روحاني قوتونو غلامان وو. ۴خو کله چې هغه ټاکل شوی وخت راورسېد، نو خدای خپل زوی راولېږه چې د یوې ښځې نه پیدا شو او د شریعت تابع ؤ، ۵ترڅو د هغو خلکو ازادي بېرته په بیه واخلي چې د شریعت تابع وو، په دې ډول هغه مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي یو. ۶د دې دپاره چې خدای دا وښایي چې د هغه اولادونه یو، نو د خپل زوی روح یې زمونږ زړونو ته راولېږه، هغه روح چې چیغې وهي: «ابا، یعنې ای پلاره.» ۷نو نور ته غلام نه یې، بلکې د هغه اولاد یې. او څرنګه چې د هغه اولاد یې، نو خدای ته د خپل هرڅه وارث کړی هم یې.

د غلاتیانو دپاره د پولوس اندېښنه

۸پخوا چې تاسو خدای نه پېژانده، نو د هغو خدایانو بندګي مو کوله چې په اصل کې خدایان نه وو. ۹خو اوس چې تاسو خدای پېژنئ او یا باید ووایم چې خدای تاسو پېژني، نو بیا څنګه کولای شئ چې بېرته هغو کمزورو او بې‌ګټې دنیاوي اصولو ته وروګرځئ؟ ولې غواړئ چې یوځل بیا د هغو شیانو غلامان شئ؟ ۱۰تاسو په ډېر غور ځانګړې ورځې، میاشتې، فصلونه او کلونه هم په مذهبي توګه لمانځئ. ۱۱زه وېرېږم چې کوم زحمتونه چې ما ستاسو دپاره ویستلي دي، هغه بېځایه تللي وي.

۱۲ای خویندو او ورونو! تاسو ته زاري کوم چې خپل ځانونه زما په شان د دې شیانو څخه ازاد کړئ، ځکه چې زه هم ستاسو په شان شوی یم. تاسو مخکې زما سره هېڅ بد چلند نه دی کړی. ۱۳تاسو ته په یاد دي کله چې ما د اول ځل دپاره زېری ووراوه، په هغه وخت کې زه ناروغ وم. ۱۴سره له دې چې زما ناروغي ستاسو دپاره یو ازمېښت ؤ، خو بیاهم تاسو زما څخه کرکه ونه کړه او مخ مو راڅخه وانه ړاوه، بلکې داسې هرکلی مو راته وویل چې ګوندې زه د خدای فرښته یا خپله عیسی مسیح وم. ۱۵زه دا ویلی شم چې تاسو زما سره دومره خوشحاله وئ که چېرې کېدلی شو، نو خپلې سترګې به مو راویستلې وای او ماته به مو راکړې وای. خو اوس ستاسو هغه خوشحالي څه شوه؟ ۱۶خو اوس چې زه تاسو ته حقیقت وایم، نو ستاسو دښمن شوم؟ ۱۷هغه خلک چې ستاسو سره ملګرتیا کوي د هغوی نیتونه ښه نه دي، بلکې هغوی غواړې چې تاسو زما څخه بېل کړي، ترڅو د هغوی طرفدار شئ او خپل پام د هغوی خواته واړوئ. ۱۸که چېرې څوک غواړي چې په رښتیني توګه ستاسو سره ملګرتیا وکړي، نو دا ښه خبره ده، خو دا دې هر وخت کوي، نه یوازې هغه وخت چې زه ستاسو سره یم. ۱۹زما ګرانو بچیانو! زه یوځل بیا ستاسو دپاره د هماغه درد احساس کوم چې یوه مور یې د لنګون په وخت کې لري، ترڅو ستاسو طبیعت د مسیح په شان شي. ۲۰کاشکې زه اوس ستاسو سره وای چې په بل ډول مې درسره خبرې کولای، ځکه چې ستاسو په هکله ډېر اندېښمن یم.

د ساره او هاجرې مثال

۲۱تاسو چې غواړئ د شریعت د حکمونو لاندې ژوند وکړئ، ماته ووایئ څه چې تورات وایي ایا په هغو باندې نه پوهېږئ؟ ۲۲ځکه چې په تورات کې لیکل شوي دي چې ابراهیم دوه زامن درلودل، یو یې د وینځې څخه او بل یې د ازادې ښځې څخه ؤ. ۲۳د وینځې زوی په عادي ډول پیدا شو، خو د ازادې ښځې زوی د خدای د وعدې له مخې نړۍ ته راغی. ۲۴دا شیان کولای شو چې د یو مثال په توګه بیان کړو: دا دوه ښځې د خدای د دوه لوظونو ښودونکي دي. یوه یې هاجره ده چې د سینا د غره په مثال ده او اولادونه به یې غلامان وي. ۲۵هاجره په عربستان کې د سینا د غره په مثال ده چې د اوسني اورشلیم په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کې ژوند کوي. ۲۶خو هغه بله ښځه ساره ده چې د اسماني اورشلیم په مثال ده. هغه ازاده ښځه ده او زمونږ مور ده. ۲۷ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

خوشحالي وکړه ای شنډې ښځې!

که څه هم تا هېڅکله ماشوم نه دی زېږولی

او دردونه د لنګون دې نه دي لیدلي

چیغې ووهه د خوشحالۍ نه

ځکه چې شړل شوې ښځه به

راوړي زیات اولادونه

د مېړه لرونکې ښځې نه

۲۸نو اوس ای خویندو او ورونو! تاسو د اسحاق په شان د خدای د وعدې اولادونه یئ. ۲۹په هغه وخت کې به هغه زوی چې په عادي ډول پیدا شوی ؤ، هغه زوی ځوراوه چې د روح القدس په قدرت سره پیدا شوی ؤ، نن هم همداسې کیږي. ۳۰خو د خدای کلام څه وایي؟ «وینځه او د هغې زوی وشړه، ځکه چې د وینځې زوی به د ازادې ښځې د زوی سره په میراث کې شریک نه شي.» ۳۱نو ای خویندو او ورونو! مونږ د وینځې اولادونه نه یو، بلکې د ازادې ښځې اولادونه یو.