فصل قبلی

د ګلتيانو په نوم د پولوس رسول خط

اول باب

سلام

۱د پولوس رسول د طرف نه، چې نۀ هغه انسانانو مقرر کړو، او نۀ يې د بل چا نه رسالت حاصل کړو، بلکې عيسىٰ مسيح او خُدائ پلار په خپله مقرر کړو، چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړو. ۲زۀ او ما سره موجود ايمانداران وروڼه د ګلتيانو ټولو جماعتونو ته سلام وايو، ۳زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرفه دې په تاسو فضل او سلامتى وى. ۴هغه عيسىٰ چا چې زمونږ د ګناهونو دپاره خپل ځان قربان کړو، د دې دپاره چې زمونږ د خُدائ پلار د رضا په مطابق د دې موجوده بدکارې زمانې نه مونږ بچ کړى. ۵د خُدائ پاک جلال دې د تل دپاره وى. آمين.

هم يو زيرے دے بل نشته

۶زۀ په دې خبره حېران يم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چې تاسو د مسيح په فضل رابللى يئ، او اوس د بل زېرى پسې ګرځئ، ۷اګر چې بل زيرے نشته. خو داسې خلق شته چې هغوئ دا غواړى چې تاسو بې‌لارې کړى او د مسيح د زيرى مقصد درته بدل کړى. ۸خو کۀ مونږ په خپله يا د آسمان يوه فرښته د هغه زېرى نه علاوه چې مونږ تاسو ته اورولے وو، بل کوم زيرے اوروى، نو هغه دې لعنتى وى. ۹زۀ اوس هغه څۀ تاسو ته بيا بيانوم څۀ چې ما درته اول بيان کړى دى، کۀ چرې څوک تاسو ته د در رسېدلى زېرى نه بل زيرے اوروى نو هغه دې لعنتى وى. ۱۰ولې زۀ اوس د بنى آدم د راضى کولو کوشش کوم يا د خُدائ پاک؟ يا ولې زۀ د خلقو د خوشحالولو پسې ګرځم؟ کۀ چرې ما تر اوسه پورې خلق خوشحالول نو بيا به زۀ د مسيح غلام نۀ وم.

د پولوس رسول خپل رسالت ته اِشاره کول

۱۱زما وروڼو او خوېندو، زۀ دا غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې کوم زيرے چې ما درته اورَولے دے هغه انسانى نۀ دے. ۱۲ځکه چې هغه ما ته د چا انسان په وسيله نۀ دے رارسېدلے او نۀ چا ما ته ښودلے دے، بلکې دا ما ته د عيسىٰ مسيح د خوا نه اظهار شوے دے. ۱۳نو بې‌شکه تاسو زما د مخکښې ژوند په حقله کله چې يهودى وم دا اورېدلى دى چې ما به د خُدائ پاک جماعت زورولو او د هغې د تباه کولو کوشش کولو. ۱۴زۀ د يهوديانو په عقيده کښې د خپل قوم د اکثرو همزولو نه ډېر سرګرم وم ځکه چې زۀ د خپلو مشرانو د رواياتو ډېر زيات پابند وم. ۱۵خو خُدائ پاک زۀ د پېدايښت نه مخکښې د مور په ګېډه کښې خوښ کړم او په خپل فضل يې راوبللم، نو هغه خوشحاله وو ۱۶چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېر‌يهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته ۱۷او نۀ زۀ په يروشلم کښې هغوئ ته ورغلم څوک چې زما نه مخکښې رسولان وُو، بلکې سمدستى عربستان ته لاړم او د هغه ځائ نه وروستو دمشق ته راواپس شوم. ۱۸بيا درې کاله پس د پطروس سره د ملاقات دپاره زۀ يروشلم ته لاړم او پينځلس ورځې مې هغۀ سره تېرې کړې. ۱۹خو ما د مالِک د ورور يعقوب نه بغېر نورو رسولانو سره ملاقات ونۀ کړو. ۲۰کومې خبرې چې زۀ تاسو ته ليکم، خُدائ پاک حاضر ناظر دے چې زۀ هيڅ دروغ نۀ وايم. ۲۱د دې نه پس زۀ د شام او د کلکيه علاقو ته لاړم. ۲۲او په يهوديه کښې چې د مسيح جماعتونه دى هغوئ زۀ تر اوسه نۀ پېژندلم. ۲۳خو هغوئ صرف د هغۀ په حقله دا اورېدلى وُو، ”چا به چې مونږ وړاندې زورولو، هغه اوس د هغه ايمان زيرے په خپله ورکوى د کوم په تباهۍ پسې چې دے ګرځېدو.“ ۲۴او هغوئ زما په وجه د خُدائ پاک ثنا ووئيله.

فصل قبلی