کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن وویل: «ای فاني انسانه، یوه تېره توره راواخله او د هغې نه د دلاکۍ د چاړې په ځای کار واخله او خپل سر او ږیره ورباندې وخرایه. بیا هغه ویښتان په ترازو کې وتله او په درېو برخو یې ووېشه. ۲ کله چې د هغې کلابندۍ وخت چې ته یې وړاندې کوې پای ته ورسېدله، نو د هغو ویښتانو یوه برخه په ښار کې وسوځوه. بله برخه یې راواخله او په خپله توره يې ټوټې ټوټې کړه او د ښار ګردچاپېره يې وشینده. درېمه برخه یې د باد مخې ته وشینده او زه به هغه په خپلې تورې سره تعقیب کړم. ۳ بیا لږ ویښتان راواخله او د خپلو کالیو په لمنه کې یې پټ کړه. ۴ له هغو ویښتانو نه بیا لږ څه واخله، په اور کې یې واچوه او ویې سوځوه. دا اور به د اسراییلو ټول قوم ته خپور شي.»
۵ «زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹دا اورشلیم دی. ما هغه د قومونو په منځ کې ځای په ځای کړی او نور هېوادونه ورڅخه ګردچاپېره پراته دي. ۶ خو د اورشلیم خلکو زما د حکمونو نه سرکښي وکړه او دا یې وښودله چې هغوی د نورو قومونو نه ډېر بدکاره دي او د خپل شاوخوا هېوادونو نه ډېر نافرمانه دي. هغوی زما حکمونه رد کړي دي او زما د قوانینو څخه یې اطاعت نه دی کړی.› ۷ نو له دې امله څښتن تعالی داسې وایي: ‹تاسو خلکو د نورو قومونو څخه زیاته سرکښي کړې ده او زما د حکمونو او قوانینو څخه مو انکار کړی دی. تاسو حتی د خپل شاوخوا هېوادونو د معیارونو سره سم ژوند نه دی کړی.› ۸ نو ځکه زه څښتن تعالی تاته داسې وایم چې ګوره ای اورشلیمه، زه په خپله ستا دښمن یم. زه به د ټولو قومونو په حضور کې تاته سزا درکړم. ۹ نو د هغو بدو کارونو له امله چې ستا خلکو کړي دي او زه ورڅخه کرکه کوم، زه به تا ته داسې سزا درکړم چې له دې نه مخکې مې چاته نه ده ورکړې او نه به یې له دې وروسته ورکړم. ۱۰ نو نتیجه به یې دا شي چې په اورشلیم کې به میندې او پلرونه خپل اولادونه او اولادونه به خپل میندې او پلرونه وخوري. زه به ستا خلکو ته سزا ورکړم او څوک چې ژوندي پاتې شي هغوی به هرې خواته خواره واره کړم.
۱۱ نو له دې امله زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹زه په خپل ذات باندې قسم خورم، څرنګه چې تاسو په خپلو د کرکې وړ بتانو او کارونو سره زما د عبادت ځای ناپاک کړی دی، نو زه به هم تاسو په بېرحمۍ سره له منځه یوسم. ۱۲ ستا د خلکو یوه برخه به په ښار کې د وبا او قحطۍ له لاسه مړه شي، بله برخه به دې د ښار څخه دباندې په تورو باندې ووژل شي او درېمه برخه به دې هرې خواته خواره واره کړم او زه به هغه په خپلې تورې سره تعقیب کړم.
۱۳ داسې به زما د غضب اور مړ شي او ستا د خلکو په وړاندې به زما قهر سوړ شي. کله چې دا پېښې رامنځته شي، نو ستا خلک به پوه شي چې ما څښتن د هغوی سره خبرې کړې وې او زه د خپل غیرت له امله په قهر شوم. ۱۴ پرته له دې به تا د شاوخوا قومونو په منځ کې او د هرچا په سترګو کې چې له دې ځای څخه تېریږي، وران او رسوا کړم.
۱۵ کله چې زه په قهر او غضب کې تاته سزا درکړم، نو له دې امله به ستا شاوخوا ټول قومونه ووېریږي او هغوی ته به عبرت وي. هغوی به تاته په سپکه سترګه ګوري او ملنډې به درباندې وهي.› دا ما څښتن ویلي دي. ۱۶ زه به په تاسو باندې د قحطۍ وژونکي تیرونه درګوزار کړم چې تاسو تباه کړي. قحطي به دومره سخته شي چې ستا خلک به د خوړو د نشتوالي سره مخ شي. ۱۷ زه به ستا په خلکو باندې قحطي نازله کړم او وحشي حیوانات به درولېږم، ترڅو تا او ستا اولادونه له منځه یوسي. وبا او وینه تویول به په تا باندې راشي او خلک به د دښمن په توره ووژل شي. دا زما یعنې د څښتن وینا ده.»