کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ هغه سړي زه بېرته د عبادتځای د بهرنۍ حوېلۍ ختیځې دروازې ته بوتلم، خو هغه تړل شوې وه. ۲ څښتن ماته وویل: «دا دروازه به تړلې پاتې وي او هېڅکله به نه خلاصیږي. هېڅوک نه شي کولای چې په هغې باندې ننوځي، ځکه چې زه د اسراییلو څښتن تعالی په هغې باندې ننوتی یم. په دې خاطر هغه باید تړلې پاتې شي. ۳ یوازې د اسراییلو د هېواد مشر کولای شي چې هلته دننه لاړ شي او زما په حضور کې سپېڅلي خواړه وخوري. هغه باید د دهلېز د دنننۍ دروازې له لارې ننوځي او په همدې لاره باید دباندې ووځي.»
۴ بیا هغه سړي زه د شمالي دروازې له لارې د څښتن کور مخې ته بوتلم. څنګه چې مې وکتل، نو ما ولیدل چې کور د څښتن د جلال نه ډک شوی ؤ. زه په ځمکه باندې پړمخې پرېوتم. ۵ څښتن ماته وویل: «ای فاني انسانه، څه چې وینې او اورې ورته پام کوه. زه تاته د څښتن د کور ټول قوانین وایم. دا په غور سره په یاد ساته چې کوم خلک اجازه لري د څښتن کور ته لاړ شي او راشي او کوم خلک اجازه نه لري. ۶ د اسراییلو سرکښو خلکو ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹تاسو دا ټول د کرکې وړ کارونه نور بس کړئ. ۷ تاسو زما د عبادتځای سپکاوی کوئ، ځکه کله چې ماته د قربانیو وازګه او وینه وړاندې کوئ، په دې وخت کې پردیو ناسنته او هغو خلکو ته چې زما نافرماني کوي، اجازه ورکوئ چې زما کور ته ننوځي. نو تاسو په دې کارونو سره چې د کرکې وړ دي، زما لوظ ماتوئ. ۸ تاسو د دې په ځای چې زما په عبادتځای کې سپېڅلي مراسم سرته ورسوئ، نورو پرديو خلکو ته مو دا مسوولیت ورسپارلی دی.›
۹ زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹هرڅوک چې د اسراییلو د خلکو په منځ کې زما د عبادت کولو وړ نه وي، یعنې پردي خلک، هغه سړي چې ناسنته وي او یا زما نافرماني کوي، نه شي کولای زما عبادتځای ته ننوځي. ۱۰ خو زه هغو لاویانو ته سزا ورکوم چې د اسراییلو د نورو خلکو سره یوځای یې زه پریښی یم او د بتانو عبادت یې کړی دی. ۱۱ هغوی کولای شي زما د عبادتځای د دروازو ساتنه وکړي او د هغه کارونه سرته ورسوي. هغوی دې هغه حیوانات چې خلک یې د سوځېدونکو نذرانو او قربانیو په توګه وړاندې کوي، حلال کړي او د خلکو په خدمت کې حاضر وي. ۱۲ خو په دې خاطر چې هغوی د اسراییلو خلک د بتانو عبادت کولو ته وهڅول او په دې ډول یې هغوی د ګناه خواته بوتلل، نو ما څښتن تعالی قسم خوړلی دی چې هغوی ته به خامخا سزا ورکړل شي. ۱۳ هغوی به نور د کاهنانو په توګه زما خدمت نه کوي او نه به هغو شیانو ته ورنژدې کیږي چې ماته سپېڅلي دي او نه به ډېر سپېڅلي ځای ته ورننوځي. هغوی به د کرکې وړ هغو کارونو له امله چې کړي یې دي، وشرمیږي. ۱۴ خو بیا به هم هغوی زما د کور د ساتلو او د بېلابېلو خدمتونو دپاره وټاکم.›»
۱۵ څښتن تعالی داسې وویل: «کله چې نورو اسراییلیانو زه پرېښودم او بېلارې شول، بیاهم د لاوي د قبیلې هغو کاهنانو چې د صادوق اولاده ده، په وفادارۍ سره زما په عبادتځای کې زما خدمت کاوه. نو هغوی هغه خلک دي چې زما خدمت به وکړي، زما حضور ته به راشي او ماته به د قربانیو وازګه او وینه وړاندې کړي. ۱۶ یوازې هغوی به زما عبادتځای ته ننوځي، زما د قربانۍ په ځای کې به خدمت کوي او په عبادتځای کې به مراسم سرته رسوي. ۱۷ کله چې هغوی د عبادتځای د دنننۍ حوېلۍ په لاره ننوځي، باید د کتان کالي واغوندي. کله چې هغوی د دنننۍ حوېلۍ په دروازو یا عبادتځای کې کار کوي، باید هغه کالي وانه غوندي چې د وړیو څخه جوړ شوي وي. ۱۸ د دې دپاره چې د هغوی بدن خولې نه شي، نو باید د کتان لونګۍ په سر کړي او نېکرونه واغوندي. ۱۹ مخکې له دې چې هغوی باندینۍ حوېلۍ ته چې خلک په کې دي لاړ شي، باید خپل هغه کالي چې په عبادتځای کې یې د کار په وخت کې اغوندي، وباسي او په سپېڅلو کوټو کې دې پرېږدي. هغوی باید نور کالي واغوندي، ترڅو د هغوی سپېڅلي کالي خلکو ته زیان ونه رسوي.
۲۰ کاهنان باید د خپلو سرونو ویښتان ونه خرایي او نه یې اوږده پرېږدي. هغوی باید خپل ویښتان په مناسبه اندازه وساتي. ۲۱ کاهنان باید دنننۍ حوېلۍ ته د ننوتلو نه مخکې شراب ونه څښي. ۲۲ هېڅ یو کاهن باید د کونډې یا د طلاقې شوې ښځې سره واده ونه کړي، هغه باید د اسراییلو د قوم نه د یوې پېغلې انجلۍ سره یا د بل کاهن د کونډې سره واده وکړي.
۲۳ کاهنان باید زما قوم ته د سپېڅلي او عادي شیانو تر منځ توپیر ورزده کړي او پاکو او ناپاکو شیانو ترمنځ فرق وروښایي. ۲۴ کله چې یوه حقوقي دعوه رامنځته کیږي، نو کاهنان باید د هغې دعوې په هکله زما د حکمونو له مخې پرېکړه وکړي. هغوی باید زما اخترونه زما د قوانینو او مقرراتو له مخې ونیسي او باید زما د سبت ورځ سپېڅلې وګڼي.
۲۵ کاهنان باید مړو ته ورنژدې نه شي او په دې باندې خپل ځانونه ناپاکه نه کړي، خو په هغه حالت کې چې هغه یې مور او پلار وي یا د هغه زوی او لور وي یا یې ورور وي یا یې ناواده شوې خور وي. ۲۶ کله چې هغه بېرته پاک شو، نو باید اووه ورځې صبر وکړي ۲۷ او بیا دې د عبادتځای دنننۍ حوېلۍ او سپېڅلي ځای ته لاړ شي چې د کاهن په توګه خدمت وکړي. خو د دې نه مخکې باید د خپل ځان دپاره د ګناه نذرانه وړاندې کړي. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.
۲۸ کاهنتوب هغه میراث دی چې ما کاهنانو ته د اسراییلو په قوم کې ورکړی دی چې د یو نسل نه بل نسل ته به ولېږدول شي. هغوی باید په اسراییلو کې خپل جایداد ونه لري، ځکه چې زه د هغوی ملکیت او شتمني یم. ۲۹ کاهنان به د غلو دانو نذرانې، د ګناه نذرانې او د تاوان نذرانې د خپل خوراک په توګه وکاروي او په اسراییلو کې چې هر څه ماته وقف کیږي، هغه به هغوی اخلي. ۳۰ د لومړني فصل ډېر ښه حاصلات او د لومړنۍ برخې هرڅه چې ماته وړاندې کیږي، هغه به د کاهنانو وي. تاسو باید د خپلو اوړو اولنۍ پېړه کاهنانو ته ورکړئ، نو د هغوی په کورونو باندې به زما برکتونه نازل شي. ۳۱ کاهنان باید هغه مرغۍ یا حیوان چې په خپل مرګ مړ شوی وي او یا کوم وحشي حیوان وژلی وي، ونه خوري.»