کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ دا د نوي کال لسمه ورځ وه او زمونږ د جلاوطنۍ پنځه ویشتم کال او د اورشلیم د سقوط څوارلسم کال ؤ. په هماغه ورځ ما د څښتن قوي حضور احساس کړ او زه یې هلته بوتلم.
۲ خدای زه په رویا کې د اسراییلو وطن ته بوتلم او په یو لوړ غره باندې یې ودرولم. د جنوب خواته یو څو ودانۍ وې چې د ښار په شان ښکاره کېدلې. ۳ کله چې هغه هلته نژدې بوتلم، ما یو سړی ولیده چې د برنجو په شان ځلېده. هغه د یوې دروازې په خوله کې ولاړ ؤ چې د کتان فیته او د اندازه کولو یو لرګی ورسره ؤ.
۴ هغه ماته وویل: «ای فاني انسانه، وګوره. په غور سره غوږ ونیسه او څه چې درته ښایم، نو هغو ته ښه پام کوه، ځکه چې ته دلته د همدې دپاره راوستل شوی یې. هرڅه چې وینې، نو هغه د اسراییلو خلکو ته ووایه.»
۵ ما چې کوم شی ولیده هغه د عبادت ځای ؤ او ګردچاپېره ورڅخه دېوال راتاو شوی ؤ. د هغه سړي سره خپل د اندازه کولو لرګی ؤ چې درې متره یې اوږدوالی ؤ. هغه دېوال اندازه کړ، دېوال درې متره لوړ او درې متره پنډوالی یې درلود. ۶ بیا هغه د ختیځې دروازې خواته لاړ. هغه په زینه باندې پورته وخوت او د دروازې خوله یې اندازه کړه او هغه درې متره اوږده وه. ۷ د دروازې دننه، د دهلېز په دواړو خواوو کې درې درې وړې کوټې وې. هره کوټه یې درې متره مربع وه او د هغو ترمنځ د دېوال پنډوالی دوه نیم متره ؤ. د هغې د دروازې خوله چې باندینۍ حویلۍ ته داخلیږي، اوږدوالی یې درې متره ؤ. ۸-۹ بیا هغه دهلېز اندازه کړ او د هغه اوږدوالی څلور متره ؤ. هغه داسې جوړ شوی ؤ چې د دنننۍ دروازې اخرنی سر یې عبادتځای ته مخامخ ؤ او د دروازې چوکاټ یو متر پنډ او یو متر اوږد ؤ. ۱۰ دا وړې کوټې د ختیځې دروازې د دهلېز په دواړو خواوو کې یوه اندازه وې او د هغوی ترمنځ د دېوالونو پنډوالی هم یوشان ؤ.
۱۱ بیا هغه سړي د دروازې د چوکاټ تر منځ فاصله اندازه کړه. هغه پنځه متره پلن ؤ، سره له دې چې د دهلېز پراخوالی شپږنیم متره ؤ. ۱۲ د هرې وړې کوټې په مخکې یو ټیټ دېوال ؤ چې نیم متر لوړوالی یې درلود او نیم متر یې پنډوالی ؤ. هره کوټه درې درې متره مربع وه. ۱۳ بیا هغه د یوې کوټې د شا دېوال نه د بلې مخامخ کوټې د شا د دېوال پورې فاصله اندازه کړه او هغه دولس نیم متره وه. ۱۴ هغه د دواړو دروازو تر منځ دهلېز اندازه کړ چې تر حوېلۍ پورې رسېدلې ؤ او اوږدوالی یې دېرش متره ؤ. باندینۍ حوېلۍ د دهلېز په درېو خواوو کې وه. ۱۵ د باندینۍ دروازې نه د دنننۍ دروازې تر اخره پورې ټوله فاصله پنځه ویشت متره وه. ۱۶ د ټولو کوټو په باندینیو دېوالونو او همدارنګه د کوټو په منځ کې په دنننیو دېوالونو کې وړې وړې کړکۍګانې وې. دهلېز ته مخامخ په دننني دېوالونو کې هم کړکۍګانې وې. دننني دېوالونه او چوکاټونه د خرما د ونو په تصویرونو باندې ښکلي کړای شوي وو.
۱۷ هغه سړي زه د دروازې له لارې باندینۍ حوېلۍ ته بوتلم. په هغه ځای کې باندیني دېوال ته مخامخ دېرش کوټې جوړې شوې وې او هغو ته مخامخ یوه لاره وه چې په تیږو باندې فرش شوې وه. ۱۸ دا فرش شوې لاره د دهلېز په دواړو خواوو کې غزېدلې وه. څومره چې دهلېز اوږد ؤ، هغومره دا لاره پراخه وه. د دې لارې سطح د دنننۍ حوېلۍ د سطحې نه ټیټه وه.
۱۹ ختیځې دروازې ته مخامخ یوه بله پورتنۍ دروازه وه چې دنننۍ حوېلۍ ته خلاصېدله. کله چې هغه د دواړو دروازو تر منځ فاصله اندازه کړه، نو هغه پنځوس متره وه. هغه بیا د ختیځې خوا نه شمال خواته لاړ.
۲۰ یوه شمالي دروازه وه چې باندینۍ حویلۍ ته د ننوتلو لاره وه. هغه سړي د هغې دروازې اوږدوالی او پراخوالی اندازه کړ. ۲۱ درې وړې کوټې چې د دروازې د دهلېز په دواړو خواو کې وې، د هغو په منځ کې دېوالونه او د دنننۍ کوټې اندازه د ختیځې دروازې سره یوشان وه. د دروازې اوږدوالی پنځه ویشت متره او سور یې دولس نیم متره ؤ. ۲۲ د کړکۍګانو، دهلېز او د خرما د ونو د تصویرونو اندازه هماغه شان وه، لکه څنګه چې په ختیځې دروازې کې وه. په دې ځای کې شمالي دروازې ته یوه زینه ورختلې وه چې اووه پوړۍ یې درلودلې او دهلېز ته مخامخ وه. ۲۳ شمالي دروازې ته مخامخ د حوېلۍ دننه خواته یوه بله دروازه وه لکه څنګه چې ختیځې خواته وه. هغه سړي د دې دواړو دروازو ترمنځ فاصله اندازه کړه او هغه پنځوس متره وه.
۲۴ بیا هغه سړي زه د جنوب خواته بوتلم او هلته مې یوه بله دروازه ولیدله. هغه دننني دېوالونه او دهلېز اندازه کړ او هغه هم د نورو دروازو په اندازه وو. ۲۵ د دې دروازې او د دروازې دهلېز هماغه شان کړکۍګانې درلودلې لکه څنګه چې په نورو دروازو کې وې. د ننوتلو د دهلېز ټول اوږدوالی پنځه ویشت متره او سور یې دولس نیم متره ؤ. ۲۶ دې دروازې ته یوه زینه ورختلې وه چې اووه پوړۍ یې لرلې او دهلېز ته مخامخ وه. د هغه دننني دېوالونو دواړې خواوې چې د تېرېدلو لارې ته مخامخ وو، د خرما د ونو په تصویرونو باندې ښکلي کړای شوي وو. ۲۷ دلته هم باندینۍ حوېلۍ ته مخامخ د دنننۍ حوېلۍ جنوب خواته یوه دروازه وه. هغه سړي د دنننۍ دروازې نه جنوب خواته تر باندینۍ دروازې پورې فاصله اندازه کړه، هغه پنځوس متره وه.
۲۸ هغه سړي زه د جنوبي دروازې په لاره دنننۍ حوېلۍ ته بوتلم. هغه دروازه اندازه کړه او د هغې اندازه د باندینیو دروازو سره یوشان وه. ۲۹ د وړو کوټو، د هغه د دنننیو دېوالونو او د دهلېز اندازه د نورو دروازو سره یوشان وه. همدارنګه دې دروازې او دهلېز شاوخوا کړکۍګانې درلودلې. د هغو ټول اوږدوالی پنځه ویشت متره او سور یې دولس نیم متره ؤ. ۳۰ شاوخوا په دنننۍ حوېلۍ کې نور دهلېزونه هم وو چې اوږدوالی یې دولس نیم متره او سور یې دوه نیم متره ؤ. ۳۱ د جنوبي دروازې دهلېز باندینۍ حوېلۍ ته مخامخ ؤ او دېوال یې د خرما د ونو په تصویرونو باندې ښکلي کړای شوي وو. دروازې ته یوه زینه ورختلې وه چې اته پوړۍ یې لرلې.
۳۲ هغه سړي زه د ختیځې دروازې په لاره دنننۍ حوېلۍ ته بوتلم. هغه دروازه اندازه کړه او د هغې اندازه د نورو دروازو سره یوشان وه. ۳۳ د وړو کوټو، د هغه د دنننیو دېوالونو او د دهلېز اندازه د نورو دروازو سره یوشان وه. همدارنګه دې دروازې او دهلېز شاوخوا کړکۍګانې درلودلې. د هغو ټول اوږدوالی پنځه ویشت متره او سور یې دولس نیم متره ؤ. ۳۴ د ختیځې دروازې دهلېز باندینۍ حوېلۍ ته مخامخ ؤ. دېوال یې په دواړو خواوو د خرما د ونو په تصویرونو باندې ښکلي کړای شوي وو. دروازې ته یوه زینه ورختلې وه چې اته پوړۍ یې لرلې.
۳۵ بیا هغه سړي زه شمالي دروازې ته بوتلم. هغه یې اندازه کړه او د هغې اندازه د نورو دروازو سره یوشان وه. ۳۶ د وړو کوټو، د هغه د دنننیو دېوالونو او دهلېز اندازه د نورو دروازو سره یوشان وه. همدارنګه شاوخوا یې کړکۍګانې درلودلې. د هغو ټول اوږدوالی پنځه ویشت متره او سور یې دولس نیم متره ؤ. ۳۷ د شمالي دروازې دهلېز باندینۍ حوېلۍ ته مخامخ ؤ. دېوال یې په دواړو خواوو د خرما د ونو په تصویرونو باندې ښکلي کړای شوی ؤ. دروازې ته یوه زینه ورختلې وه چې اته پوړۍ یې لرلې.
۳۸ د هرې دنننۍ دروازې په څنګ کې یوه کوټه وه چې دروازه یې درلودله او په دې کوټو کې به هغوی د سوځېدونکو قربانیو غوښې وینځلې. ۳۹ د ننوتلو په کوټه کې څلور مېزونه وو چې د کوټې دواړو خواو ته دوه دوه مېزونه ایښودل شوي وو. په دې مېزونو باندې به هغوی حیوانات حلالول چې د سوځېدونکو نذرانو، د ګناه د نذرانو او د تاوان د نذرانو په توګه یې وړاندې کړي. ۴۰ کله چې خلک د شمال دنننۍ دروازې ته پورته کېدل، د دروازې د خولې څخه دباندې په دواړو خواوو کې دوه دوه مېزونه لیدل کېدل. ۴۱ ټول اته مېزونه وو چې د قربانۍ حیوانات به ورباندې حلالېدل چې څلور یې دننه په کوټه کې او څلور یې د کوټې نه دباندې په حوېلۍ کې وو. ۴۲ هلته څلور مېزونه نور هم وو چې د سوځېدونکو نذرانو د تیارولو دپاره ورڅخه کار اخیستل کېده او هغه د توږل شویو تیږو نه جوړ شوي وو. په دې مېزونو باندې به یې هغه سامان ایښوده چې د قربانۍ حیوانات به یې ورباندې حلالول. د دې مېزونو لوړوالی پنځوس سانتي متره او سرونه یې پنځه اویا سانتي متره مربع وو. ۴۳ د مېزونو نه ګردچاپېره چنګکونه تړل شوي وو چې پنځه اویا ملي متره اوږدوالی یې درلود. د نذرانې غوښه به په دې مېزونو باندې ایښودل کېدله.
۴۴ بیا هغه زه دنننۍ حوېلۍ ته بوتلم. په دنننۍ حوېلۍ کې دوه کوټې وې، یوه یې جنوب خواته مخامخ وه چې د شمالي دروازې په څنګ کې وه او بله یې شمال خواته مخامخ وه چې د جنوبي دروازې په څنګ کې وه. ۴۵ هغه سړي ماته وویل چې جنوب خواته مخامخ کوټه د هغو کاهنانو دپاره ده چې د عبادت په ځای کې مسوولان دي، ۴۶ او شمال خواته مخامخ کوټه د هغو کاهنانو دپاره ده چې د قربانۍ د ځای مسوولان دي. ټول کاهنان د صادوق اولاده ده، هغوی د لاوي د قبیلې یوازېني خلک دي چې ورته اجازه شته چې د څښتن حضور ته ورشي او د هغه خدمت وکړي.
۴۷ هغه سړي دنننۍ حوېلۍ اندازه کړه او هغه پنځوس متر مربع وه. د هغې مخامخ د قربانۍ ځای ؤ. ۴۸ بیا هغه زه د عبادتځای دهلېز ته بوتلم او د دروازې چوکاټ یې اندازه کړ. هغه دوه نیم متره مربع ؤ، د دروازې سور اووه متره ؤ او د دېوالونو د دواړو خواو پنډوالی یونیم متر ؤ. ۴۹ دهلېز ته لس پوړېزه زینه ورختلې وه. د دې کوټې اوږدوالی لس متره او سور یې شپږ متره ؤ. د ننوتلو د دروازې دواړو خواو ته یوه یوه ستنه وه.