کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ زمونږ د جلاوطنۍ په یوولسم کال، د میاشتې په لومړۍ ورځ، څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د صور د ښار خلک وایي: ‹واه، واه، اورشلیم سقوط کړی دی! هغه مخکې د سوداګرۍ یو پیاوړی مرکز ؤ، خو اوس هغه وران شوی دی. نو مونږ کولای شو دا ځای د سوداګرۍ دپاره واخلو او شتمن شو.›
۳ نو زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ای د صور ښاره، زه ستا په ضد یم. زه به ډېر قومونه درولېږم او هغوی به د بحیرې د څپو په شان راشي او په تا باندې به حمله وکړي. ۴ هغوی به ستا د ښار دېوالونه وران کړي او ستا برجونه به راوغورځوي. خاوره به دې لرې کړم چې یوازې لوڅ ګټ پاتې شي.› ۵ هغه به د بحیرې په منځ کې په یو داسې ځای بدل شي چې ماهيګیران به په کې جالونه غوړوي. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي. قومونه به د صور ښار لوټ کړي، ۶ او هغوی به هغه خلک چې د صور د جزیرې په نژدې ښارونو کې اوسیږي، په خپلو تورو باندې ووژني. نو بیا به صور پوه شي چې زه څښتن یم.
۷ څښتن تعالی داسې وایي: ‹زه به د بابل پاچا نبوکدنصر چې د پاچاهانو پاچا دی، د خپل لوی لښکر سره چې په هغه کې اسونه، جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر دي، راولم او په صور باندې به حمله وکړي. ۸ کوم خلک چې د صور د جزیرې په نژدې ښارونو کې اوسیږي، هغوی به په جنګ کې ووژل شي. دښمنان به ستا په وړاندې د کلابندۍ دېوال جوړ کړي، د خاورو ډېرۍ به جوړې کړي او د ځانونو د ساتنې دپاره به د سپرونو دېوال جوړ کړي. ۹ نبوکدنصر به خپلو څو لښکرو ته امر وکړي چې د درنو پایو نه کار واخلي او ستا دېوالونه به ورباندې ووهي او ستا برجونه به په جبلونو باندې راوغورځوي. ۱۰ د هغوی سره به دومره زیات اسونه وي چې په دوړو باندې به یې تا پټ کړي. کله چې اس سواران، بګۍ او جنګي ګاډۍ ښار ته ورننوځي چې دروازې یې ماتې شوې وي، نو د هغوی شورماشور به ستا دېوالونه ولړزوي. ۱۱ د بابلیانو د اسونو سومونه به ستا ټولې کوڅې تر پښو لاندې کړي او هغه به په خپلو تورو باندې خلک ووژني. ستا قوي قوي ستنې به په ځمکه باندې راوغورځوي. ۱۲ هغوی به ستا شتمني او د سوداګرۍ مال لوټ کړي. ستا دېوالونه به راوغورځوي او ستا ښکلي کورونه به وران کړي. هغوی به ستا تیږې، لرګي او خاورې بحیرې ته ورګوزار کړي. ۱۳ زه به ستا د ټولو سندرو ساز او اواز خاموش کړم او نور به ستا د رباب ساز نه اورېدل کیږي. ۱۴ زه به ستا څخه یو لوڅ ګټ جوړ کړم چې ماهيګیران به درباندې جالونه وغوړوي. ته به بیا هېڅکله اباد نه شې. زه چې څښتن تعالی یم داسې مې ویلي دي.›
۱۵ څښتن تعالی د صور ښار ته داسې وایي: ‹کله چې تاته سقوط درکول کیږي، نو کوم خلک چې د بحیرې په غاړه او جزیرو کې اوسیږي، هغوی به د هغو خلکو د چیغو په اورېدلو چې وژل کیږي، له وېرې ولړزېږي. ۱۶ نو د بحیرې د غاړې د قومونو ټول پاچاهان به د خپلو تختونو نه راښکته شي. هغوی به خپلې شاهانه چپنې او ګلدوزي شوي کالي وباسي، په ځمکه باندې به کښېني او له وېرې به ولړزیږي. هغوی به ستا د قسمت په خاطر دومره ووېریږي چې لړزېدل به یې نه خلاصیږي. ۱۷ هغوی به تاته د ویر دا سندره ووایي:
”څنګه شو وران هغه مشهور ښار چې ؤ جوړ شوی
د بحیرې د غاړې هېوادونو له خلکو څخه
د دې ښار خلک چې یو وخت یې واکمني کوله
په بحیرې باندې
ټول خلک به وېرول د هغه
او د هغې د اوسېدونکو هیبت
۱۸ په کومه ورځ چې تا سقوط وکړلو
نو لړزیږي جزیرې او د بحیرې غاړه
او سخت وېریږي خلک ستا په ورانۍ باندې“›
۱۹ څښتن تعالی داسې وایي: ‹زه به تا د هغو ښارونو په شان وران او ویجاړ کړم چې په کنډوالو باندې بدل شوي دي او هېڅوک په کې نه اوسیږي. زه به تا د ژورو بحرونو په اوبو کې پټ کړم. ۲۰ زه به تا د مړو دنیا ته ورولېږم چې د پخوانیو زمانو د خلکو سره یوځای شې. زه به تا مجبور کړم چې د ځمکې لاندې په تلپاتې کنډوالو کې د مړو سره واوسېږې. په تا کې به بیا هېڅکله څوک نه اوسیږي او نه به د ژوندیو په دنیا کې ځای ولرې. ۲۱ زه به تا په یو وېروونکي تباهۍ باندې اخته کړم او دا به ستا دپاره وروستنۍ نېټه وي. خلک به تا لټوي، خو ته به هېڅکله پیدا نه شې.› څښتن تعالی داسې ویلي دي.»