کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د هجرت کتاب
څوارلسم فصل
له سرې بحیرې څخه تېرېدل
۱ بیا څښتن موسی ته وویل: ۲ «اسراییلیانو ته ووایه چې بېرته راوګرځي او فمالحیروت ته مخامخ چې د مجدل او د سرې بحیرې ترمنځ او بعلصفون ته نژدې دی خېمې ودروي. ۳ فرعون به فکر وکړي چې اسراییلیان به په وطن کې سرګردانه ګرځي او د وارخطایۍ په حالت کې په دښته کې بند پاتې دي. ۴ زه به د فرعون زړه سخت کړم او هغه به دوی تعقیب کړي. خو د فرعون او د هغه په لښکرو باندې به زما بریالیتوب زما د جلال سبب شي. بیا به مصریان پوه شي چې زه څښتن یم.» لکه څنګه چې هغوی ته ویل شوي وو، اسراییلیانو هماغسې وکړل.
۵ کله چې فرعون خبر شو چې د اسراییلو قوم تښتېدلی دی، هغه او د هغه درباریانو د هغوی په هکله خپله پرېکړه بدله کړه او ویې ویل: «مونږ څه وکړل؟ مونږ اسراییلیان پرېښودل چې وتښتي او هغوی چې زمونږ غلامان وو له لاسه مو ورکړل!» ۶ فرعون خپلې جنګي ګاډۍګانې او لښکرې تیارې کړې. ۷ هغه د ځان سره شپږ سوه ښې ښې جنګي ګاډۍګانې د مصر د نورو ټولو جنګي ګاډیو سره چې د هر یو سره خپل خپل قوماندان ؤ، یووړلې. ۸ څښتن د فرعون زړه سخت کړ، نو هغه د اسراییلیانو پسې چې په زوړورتیا سره د مصر څخه ووتل، روان شو. ۹ د مصریانو لښکرې، د فرعون ټول اسونه، جنګي ګاډۍګانې، اس سواران او لښکرې د اسراییلیانو پسې روان شول او د هغوی څخه مخکې شول، چېرته چې هغوی د بحیرې سره چې فمالحیروت او بعلصفون ته نژدې ؤ، خېمې ودرولې وې.
۱۰ څنګه چې فرعون نژدې شو، اسراییلیانو سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې مصریان هغوی پسې راروان دي. هغوی ډېر ووېرېدل او څښتن ته یې فریاد وکړ. ۱۱ هغوی موسی ته وویل: «ایا په مصر کې قبرونه نه وو چې تا دلته دښتې ته راوستلو چې مړه شو؟ ګوره تا زمونږ سره څه وکړل چې د مصر څخه دې راوویستلو؟ ۱۲ ایا تا ته مونږ په مصر کې ونه ویل چې مونږ پرېږده چې د مصریانو غلامان اوسو؟ مونږ ته په دښته کې د مړه کېدلو څخه د مصریانو غلامي ښه ده.» ۱۳ موسی په ځواب کې وویل: «مه وېرېږئ! په خپل ځای کې ودرېږئ. تاسو به ووینئ چې څښتن نن تاسو ته څنګه خلاصون درکوي. کوم مصریان چې نن یې وینئ، هغه به بیا هېڅکله ونه وینئ. ۱۴ تاسو غلي اوسئ، څښتن به ستاسو دپاره جګړه وکړي.»
۱۵ څښتن موسی ته وویل: «ته ولې ما ته د مرستې په خاطر فریاد کوې؟ خلکو ته ووایه چې وړاندې لاړ شي. ۱۶ خپله امسا پورته کړه او د بحیرې خواته یې ونیسه. اوبه به بېلې شي او اسراییلیان به وکولای شي چې په بحیره کې په وچه ځمکه باندې تېر شي. ۱۷ زه به د مصریانو زړونه سخت کړم چې هغوی تاسو پسې درشي او زه به په فرعون، د هغه په لښکرو او جنګي ګاډیو او د هغو په چلوونکو باندې د بریالیتوب په سبب جلال ومومم. ۱۸ کله چې زه د فرعون، د هغه جنګي ګاډیو او اس سوارانو ته ماتې ورکړم او خپل جلال ښکاره کړم، مصریان به پوه شي چې زه څښتن یم.»
۱۹ د خدای فرښته چې د اسراییلو د لښکرو په مخکې روانه وه، شاته لاړه. هغه د ستنې په شان ورېځ هم د هغوی شاته حرکت وکړ ۲۰ او هغه د مصریانو او د اسراییلیانو په منځ کې شوه. د شپې په دوران کې ورېځې په مصریانو باندې تیاره راوستله، خو د اسراییلو په قوم یې رڼا راوستله. نو لښکرې په ټوله شپه کې یو بل ته نژدې نه شوې ورتللی.
۲۱ موسی د بحیرې دپاسه خپل لاس ونیوه او څښتن په قوي ختیځ باد باندې د بحیرې اوبه شاته یووړلې. دا باد ټوله شپه ولګېده او بحیره یې په وچه ځمکه بدله کړه. اوبه بېلې شوې ۲۲ او اسراییلیان په بحیره کې په وچه ځمکه باندې تېر شول او دواړو خواو ته د اوبو دېوالونه وو. ۲۳ مصریان د خپلو ټولو اسونو، جنګي ګاډیو او د اس سوارانو سره هغوی تعقیب کړل او په بحیره کې ورپسې روان شول. ۲۴ د سهار د رڼا نه مخکې، څښتن د اور او ورېځې له منځ څخه د مصریانو لښکرو ته وکتل او هغوی یې وارخطا کړل. ۲۵ څښتن د هغوی د ګاډیو ارابې له کاره وغورځولې، نو هغه په سختۍ سره چلېدلې. او مصریانو وویل: «راځئ چې له دې ځای څخه وتښتو، ځکه چې څښتن زمونږ په خلاف د اسراییلیانو دپاره جنګیږي!»
۲۶ بیا څښتن موسی ته وویل: «خپل لاس دې د بحیرې ته اوږد کړه. نو اوبه به بېرته په مصریانو، د هغوی په جنګي ګاډیو او اس سوارانو باندې راشي.» ۲۷ نو موسی خپل لاس د بحیرې خواته اوږد کړ او د سهار وختي اوبه خپل لومړني حالت ته راوګرځېدلې. مصریانو هڅه وکړه چې وتښتي، خو څښتن بحیرې ته وروغورځول. ۲۸ اوبه راوګرځېدلې او جنګي ګاډۍګانې، اس سواران او ټولې مصري لښکرې یې چې په بحیره کې د اسراییلیانو پسې وې، ډوب کړل او یو هم ژوندی پاتې نه شو. ۲۹ خو اسراییلیان په بحیره کې په وچه ځمکه باندې چې اوبه د هغې دواړو خواو ته لکه د دېوالونو په شان ولاړې وې، تېر شول.
۳۰ په هغه ورځ څښتن اسراییلیان د مصریانو څخه وژغورل او اسراییلیانو هغوی ولیدل چې د بحیرې په غاړه مړه پراته وو. ۳۱ کله چې اسراییلیانو د څښتن لوی قدرت چې هغه مصریانو ته وښوده ولیده، نو هغوی د څښتن څخه ووېرېدل او په هغه او د هغه په خدمتګار موسی باندې یې ایمان راوړ.