د اِستَر کِتاب

دوېم باب

د اِستَر مَلِکه جوړېدل

۱وروستو، کله چې د بادشاه غصه سړه شوې وه، نو هغۀ بيا هم د وشتى د عمل او د هغې خِلاف د فرمان په حقله سوچ کولو. ۲نو د بادشاه خادِمانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”مونږ به ستا دپاره يو څو ښائسته ناوادۀ شوې پېغلې ولټوُو. ۳تۀ د بادشاهۍ په هره يوه صُوبه کښې آفسران مقرر کړه او هغوئ له حُکم ورکړه چې هغوئ ټولې ښائسته پېغلې په مرکزى ښار سوسه کښې ستا د زناناؤ ځائ ته راولى. هيجا څوک چې د بادشاه د زناناؤ مشر دے او خصى دے هغه به د هغوئ خيال ساتى او د هغوئ د سنګار بندوبست به کوى. ۴نو چې کومه پېغله ستا ډېره خوښه شى نو هغه بوځه او د وشتى په ځائ يې خپله مَلِکه جوړه کړه.“ نو بادشاه ووئيل چې دا يوه ښۀ مشوره ده، نو هغۀ په دې خبره باندې عمل وکړو. ۵په هغه وخت کښې هلته په سوسه کښې يو يهودى اوسېدو چې نوم يې مردکى وو او هغه د يائير زوئ وو، هغه د بنيامين د قبيلې وو او د قيس او سِمعى د اولاد نه وو. ۶کله چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوداه بادشاه يهوياکين د يروشلم نه بابل مُلک ته بوتلو، د قېديانو يوه ډله هم ورسره وه، او مردکى هم په هغوئ کښې وو. ۷د هغۀ يوه د ترۀ لور اِستَر وه، چې د هغې عبرانے نوم هدسا وو، هغه يوه ښائسته پېغله وه او ښۀ کړۀ‌وړۀ يې وُو. د هغې د مور او پلار د مرګ نه پس، مردکى هغه اخستې وه او د خپلې لور په توګه يې راوستې وه. ۸کله چې بادشاه خپل نوے فرمان جارى کړو او ډيرې پېغلې سوسه ته راوستلے شوې، نو اِستَر هم په هغوئ کښې وه. هغه هم په شاهى محل کښې هيجا ته حواله شوه، کوم چې د بادشاه د زناناؤ د ځائ مشر وو. ۹د هيجا اِستَر خوښه شوه او هغه پرې مِهربانه شو. هغۀ سمدستى د هغې د سنګار او د خاص خوراک بندوبست وکړو. هغۀ ورله د بادشاه د زناناؤ په ځائ کښې د ټولو نه ښۀ ځائ ورکړو او د هغې د خِدمت دپاره يې اووۀ پېغلې مقررې کړې چې د شاهى محل نه په خصوصى توګه خوښې کړې شوې وې. ۱۰نو د مردکى د نصيحت په وجه، اِستَر خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو. ۱۱مردکى به هره ورځ د بادشاه د ښځو د ځائ نه بهر د دې دپاره ګرځېدو راګرځېدو چې د دې پته ولګوى چې اِستَر څنګه ده او په هغې باندې څۀ کيږى. ۱۲د ښځو سنګار يو کال جارى وو، د خوشبودار چيړ د تېلو مالش شپږ مياشتې او د خاص خوشبو او تېلو مالش نورې شپږ مياشتې جارى وو. د هغې نه پس، هره يوه پېغله به وار په وار اخسويرس بادشاه له بوتلے شوه. ۱۳کله چې هغه به د بادشاه د ښځو ځائ نه محل ته تله، نو چې هغې به څنګه جامې غوښتلې نو هغه به يې اغوستې. ۱۴داسې به وشو چې کله به هغه هلته د ماښام تلله او په ورپسې سحر به هغه د بادشاه د ښځو يو بل ځائ ته بوتلے شوه او شعشجز خصى د هغې خيال ساتلو، چې کوم د بادشاه د وينځو مشر وو. هغه به تر هغې پورې بيا بادشاه له نۀ ورتله ترڅو چې بادشاه به يې ښۀ خوشحاله کړے نۀ وو او بادشاه به هغه په نوم رابللې نۀ وه. ۱۵نو هغه وخت راغلو چې اِستَر بادشاه له لاړه شى. اِستَر د ابى‌خېل لور او د مردکى د ترۀ لور وه، چې مردکى هغه د خپلې لور په توګه اخستې وه. کله چې د هغې وار راغلو، نو هغې هم هغه جامې اغوستې وې د کومو مشوره چې د بادشاه د ښځو د کور مشر هيجا نومې خصى له ورکړې وه، اِستَر چې چا هم ليدله نو د هغۀ به خوښېدله. ۱۶نو د اخسويرس د بادشاهۍ په اوؤم کال، په لسمه مياشت يعنې د طيبت په مياشت کښې، اِستَر شاهى محل ته اخسويرس بادشاه ته راوستلے شوه. ۱۷اِستَر د بادشاه د نورو ټولو پېغلو نه زياته خوښه شوه، نو ځکه يې هغې له زړۀ او مينه ورکړه. هغۀ شاهى تاج ور په سر کړو او د وشتى په ځائ يې مَلِکه جوړه کړه. ۱۸بيا بادشاه د اِستَر د درناوى دپاره يوه لويه مېلمستيا وکړه او خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يې دعوت ورکړو. هغۀ د ټولې بادشاهۍ دپاره په هغه ورځ د چُهټۍ اِعلان وکړو او هر چا له يې قيمتى تُحفې ورکړې.

مردکى د بادشاه ژوند بچ کوى

۱۹په دې دوران کښې بادشاه مردکى د محل آفسر مقرر کړے وو. ۲۰اِستَر تر اوسه پورې خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو، لکه څنګه چې مردکى ورته وئيلى وُو. او څنګه چې هغې په ماشوموالى کښې د مردکى خبره منله اوس يې هم منله. ۲۱په هغه وخت کښې چې مردکى په محل کښې دفتر ونيولو، بِګتان او ترش، د محل دوه هغه خصيانو کومو چې د اخسويرس بادشاه کوټو ته د ننوتلو د ځائ څوکيدارى کوله، هغوئ د بادشاه خِلاف شول او د هغۀ د وژلو منصوبه يې جوړه کړه. ۲۲خو مردکى د دې منصوبې نه خبر شو او دا خبر يې مَلِکه اِستَر ته ورسولو. بيا هغې بادشاه ته ووئيل چې مردکى زۀ د دې نه خبر کړې يم. ۲۳کله چې د منصوبې تفتيش وشو او پته ولګېده چې هغه خبر رښتيا وو، نو هغوئ په دار باندې ځوړند کړے شول. بادشاه حُکم وکړو چې دا واقعه دې د شاهى تاريخ په کِتاب کښې وليکلے شى.