۰:۰۰ / ۰:۰۰

د څېړونکي کتاب

پنځم فصل

له خدای څخه وېره

۱ کله چې د خدای کور ته ځې نو په خپلو قدمونو پام کوه. هلته د اورېدلو دپاره تلل، له هغه قربانۍ څخه ښه ده چې د کم‌عقلانو له خوا وړاندې کیږي. ځکه هغوی په دې نه پوهیږي چې کوم کار تر‌سره کوي، هغه بد دی. ۲ په خپلو خبرو کې بیړه مه کوه او د خپل زړه خبرې پرته له غور څخه خدای ته مه بیانوه، ځکه خدای اسمان کې دی او ته په ځمکه باندې یې. نو له همدې امله پرېږده چې ستا خبرې لنډې وي.

۳ نو څومره چې ډېر پرېشانه خیالونه ولرې

هغومره خراب خوبونه ګورې

او څومره چې ډېرې خبرې کوې

هغومره خپل کم‌عقلتوب ښکاره کوې

۴ کله چې خدای ته یو نذر ومنې نو هغه بې له ځنډه ورکړه. خدای له کم‌عقلانو نه خوشحاله نه دی. کوم نذر دې چې منلی دی هغه ورکړه. ۵ دا ښه ده چې یو نذر ونه منې، له هغې نه چې ویې منې خو ور یې نه کړې. ۶ مه پرېږده چې ستا د خولې خبرې تا د ګناه په لور یوسي او د کاهن په وړاندې مه وایه چې تا نه غلطي شوې ده، هسې نه چې خدای ستا په خبرو باندې په غوسه شي او په خپلو لاسونو تر‌سره شوي کارونه دې تباه کړي.

۷ په رښتیا چې کله خوبونه او خیالونه ډېر شي

نو د لوګي او پوکي په شان خبرې هم ډېرې شي

خو ته له خدای څخه وېره کوه.

۸ که چېرې ته په کوم ولایت کې ګورې چې په غریبانو باندې ظلم کیږي او انصاف او صداقت تر پښو لاندې کیږي، نو په دې خبره مه حیرانېږه. ځکه هر مامور د لوړ‌پوړي چارواکي له خوا څارل کیږي او حتی د هغه په سر هم لوړ‌پوړی چارواکی شته. ۹ نو د یو هېواد ګټه په دې کې ده چې پاچا په ټولو باندې واکمن وي او ټولې ځمکې وڅاري.

تش لاس راتلل او تش لاس بېرته تلل

۱۰ څوک چې له پیسو سره مینه لري

هغه به هېڅکله هم په پیسو موړ نه شي

او څوک چې په مال او دولت مین وي

هغه به په خپلو حاصلاتو موړ نه شي

نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.

۱۱ څومره چې نعمتونه زیاتیږي

هغومره د هغه خوړونکي هم زیاتیږي

نو پرته له تشو کتلو، د هغه د خاوند ګټه څه ده؟

۱۲ د یو مزدور خوب خوږ وي، که هغه ډېره خوري یا لږه

خو د شتمن سړي مړه ګېډه هغه خوب ته نه پرېږدي

۱۳ ما د اسمان لاندې بله لویه بدبختي هم ولیدله. هغه دا وه چې یو سړي د ځان دپاره شتمني ټولوله چې د هغه د تاوان سبب ګرځېده، ۱۴ او وروسته بیا هغه دغه ټوله شتمني د بدې پېښې له امله له لاسه ورکړه. که څه هم هغه یو زوی درلود خو هغه یې تش لاس پرېښود. ۱۵ نو دا سړی لکه څنګه چې د خپلې مور له ګېډې څخه لوڅ او تش لاس نړۍ ته راغلی ؤ هماغسې به له دې نړۍ څخه لوڅ او تش لاس بېرته ځي، او څه چې یې د خپل زیار او زحمت له امله ټول کړي دي، هغه به له ځان سره نه وړي. ۱۶ دا هم لویه بدبختي ده لکه څنګه چې نړۍ ته راغلی دی هماغسې له نړۍ نه به بېرته ځي، او هغه ګټه چې په زیار او زحمت یې تر‌لاسه کوي، هغه په باد پسې منډې وهل دي. ۱۷ بله دا چې هغه د خپل ژوند ټولې ورځې په تیارې او ناروغۍ او په غوسه او غضب کې تېروي او خپل ځان خوري.

۱۸ نو وګوره، ماته معلومه شوه چې څومره سمه او مناسبه ده چې انسان د خپل ژوند په لنډه موده کې چې خدای ورته ورکړې ده، وخوري، وڅښي او د خپل زیار او زحمت نه چې د اسمان لاندې یې وباسي، خوند واخلي ځکه چې دا د هغه برخه ده. ۱۹ همدا شان، کله چې خدای هرچا ته مال او دولت ورکړي، او ورسره دا قدرت هم ورکړي چې له هغه نه وخوري او خپله برخه تر‌لاسه کړي او د خپل زیار او زحمت نه خوشحاله اوسي، نو دا د خدای له خوا یو انعام دی. ۲۰ په حقیقت کې، هغه د خپل ژوند په ورځو باندې فکر نه کوي ځکه خدای هغه په خوشحالیو کې دومره بوخت ساتي چې د اندېښنو دپاره وخت نه لري.