۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

څلورم باب

د حضرت موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک د تابعدارۍ نصيحت کول

۱ بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. ۲ زۀ چې تاسو له کوم حُکم درکړم په هغې کښې مۀ څۀ زياتوئ او مۀ څۀ کموئ. چې ما مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم حُکمونه درکړى دى په هغې عمل کوئ. ۳ تاسو په خپله وليدل چې د فعور په غرۀ کښې مالِک خُدائ څۀ وکړل. هغۀ هغوئ ټول تباه کړل چا چې د بعل عبادت کولو، ۴ خو ستاسو هغه کسان چې د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک وفادار وُو، هغوئ تر نن ورځې پورې ژوندى پاتې دى. ۵ ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ. ۶ په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومونو خلقو ته به پته ولګى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت او پوهه لرى. ۷ بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ داسې خُدائ وى چې په ضرورت کښې ورته دومره نزدې وى لکه څومره چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته نزدې دے. مونږ چې کله هم د مدد دپاره هغۀ ته سوال وکړُو نو هغه زمونږ سوال قبلوى. ۸ بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ سره داسې د صداقت قانون وى لکه چې نن ما تاسو ته ښودلے دے. ۹ پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ، ۱۰ چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته وفرمائيل چې، خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به زده کوى او خپلو بچو ته به ښائى چې هم دغسې کوى. ۱۱ چې تاسو څنګه د غرۀ لمنې ته لاړئ او هلته ودرېدئ په کوم چې اور لګېدلے وو او لمبې يې آسمان ته ختلې او وريځ او تکه توره تيارۀ شوه. ۱۲ هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ ستاسو سره څنګه د اور نه خبرې وکړې، تاسو څنګه د هغۀ خبرې واورېدلې خو د هغۀ صورت مو ونۀ ليدو. ۱۳ هغۀ تاسو ته وفرمائيل چې د هغه لوظ پوره کولو دپاره به څۀ کوئ، تاسو به په هغه لسو حُکمونو عمل کوئ، کوم چې هغۀ د کاڼو په هغه دوه تختو باندې ليکلى وُو. ۱۴ مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې تاسو ته هغه ټول قانون وښايم چې په هغې به تاسو په هغه مُلک کښې عمل کوئ چې په کوم باندې تاسو حمله کوئ او قبضه کوئ يې.

د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے

۱۵ کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره خبرې وکړې او تاسو د هغۀ صورت ونۀ ليدو، نو خپلې فائدې دپاره پام کوئ چې ۱۶ په هر شکل کښې بُت جوړولو په وجه خپل ځانونه ګناهګار نۀ کړئ، کۀ هغه شکل د نر وى، يا د ښځې، ۱۷ د ځناور يا د مارغۀ، ۱۸ د داسې يو ځناور چې په زمکه تلل کوى يا کۀ په اوبو کښې د کب وى. ۱۹ په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوځئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ او ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عبادت يې کوى. ۲۰ خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ. ۲۱ خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما ته غصه وو او دا قسم يې وخوړو چې تۀ به د اُردن سيند نه پورې نۀ وځې چې هغه آباد مُلک ته لاړ شى کوم چې هغه تاسو له درکوى. ۲۲ زۀ به په دې مُلک کښې مړ شم او هيڅکله به د سيند نه پورې نۀ وځم، خو هغه وخت نزدې دے چې تاسو به واوړئ او هغه آباده زمکه به قبضه کړئ. ۲۳ پام کوئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې تاسو سره کوم لوظ کړے دے هغه مۀ هېروئ. د هغۀ حُکم منئ چې يو قِسم بُت هم مۀ جوړَوئ ۲۴ ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، او غېرتى خُدائ پاک دے. ۲۵ تر دې پورې چې تاسو به په هغه مُلک کښې تر ډېره وخته پورې يئ او بچى او نمسى به مو پېدا شى، د يو څيز په شکل هم بُت جوړولو په وجه خپل ځانونه مۀ ګناهګاروئ. د مالِک خُدائ په نظر کښې دا يو بد عمل دے او د دې په وجه به هغه غصه شى. ۲۶ نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ. ۲۷ مالِک خُدائ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى، هلته به صِرف يو څو کسان ستاسو نه ژوندى پاتې شى. ۲۸ هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې انسان جوړ کړى وى، د لرګو او د کاڼو معبودان، هغه معبودان چې نۀ ليدل او نۀ اورېدل کولے شى، نۀ خوراک او نۀ بويول کولے شى. ۲۹ خو کۀ هلته تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ولټوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ لټون وکړئ نو تاسو به هغه ومومئ. ۳۰ کله چې تاسو په تکليف کښې يئ او په تاسو باندې دا هر څۀ تېر شوى وى، نو آخر به مالِک خُدائ ته راواپس شئ او د هغۀ تابعدارى به وکړئ. ۳۱ هغه رحم کوونکے خُدائ پاک دے. هغه به تاسو نۀ پرېږدى او نۀ به مو تباه کوى او هغه به هغه لوظ نۀ هېروى چې کوم هغۀ په خپله ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے. ۳۲ تاريخ ته وګورئ. ستاسو د پېدايښت نه مخکښې وخت، او وروستو وخت او زمانې ته وګورئ کله چې مالِک خُدائ بنى آدم په زمکه پېدا کړو. ټوله دُنيا ولټوئ. د دې په شان لوئ کار مخکښې کله هم شوے دے څۀ؟ ولې مخکښې چا د دې په شان څۀ اورېدلى دى؟ ۳۳ داسې څۀ خلق شته چې هغوئ د اور نه د يو خُدائ خبرې اورېدلې وى او ژوندى پاتې وى لکه ستاسو په شان؟ ۳۴ بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل. ۳۵ مالِک خُدائ تاسو ته دا وښودل چې دا ثابِته شى چې يواځې هغه خُدائ پاک دے او بې له هغۀ نه بل نشته. ۳۶ هغۀ په تاسو باندې د آسمان نه خپل آواز واورېدو چې هغه ستاسو تربيت وکړى، او هغۀ دلته په زمکه باندې په تاسو خپل مقدس اور وليدلو او د دې نه يې تاسو سره خبرې وکړې. ۳۷ ځکه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره مينه کوله، هغۀ تاسو غوره کړئ او د خپل لوئ طاقت سره هغۀ په خپله تاسو د مِصر نه راوويستلئ. ۳۸ کله چې تاسو مخ په وړاندې روان وئ، نو هغۀ هغه قومونه وشړل چې ستاسو نه لوئ او طاقتور وُو، چې هغه تاسو د هغوئ مُلک ته راولى او در يې کړى، کوم مُلک چې نن هم ستاسو دے. ۳۹ نو نن دا خبره ياده ساتئ او هيڅکله يې مۀ هېروئ. مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک دے چې په آسمان کښې او لاندې په زمکه کښې موجود دے. بل يو خُدائ هم نشته. ۴۰ د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“

د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د پناه دپاره ښارونه

۴۱ بيا موسىٰ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته درې ښارونه بېل کړل. ۴۲ کله چې څوک په غلطۍ سره داسې څوک ووژنى چې دشمنى يې ورسره نۀ وى نو قاتِل به د دې ښارونو نه يو ښار ته د پناه دپاره وتښتى او خپل ژوند به بچ کړى. ۴۳ د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.

د خُدائ پاک د قانون په حقله د حضرت موسىٰ پېغام ورکول

۴۴ موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک قانون او اصُول وښودل. ۴۵‏-۴۶ دا د هغې نه وروستو وُو چې هغوئ د مِصر نه راوتلى وُو او هغوئ د اُردن سيند په نمرخاتۀ طرف، بيت‌فعور ښار ته مخامخ په مېدان کښې وُو، چې هغوئ له يې دا قانون ورکړو. دا په هغه علاقه کښې وُو کومه چې د امورى بادشاه سيحون وه، هغۀ د حسبون په ښار کښې بادشاهى کوله. موسىٰ او اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راووتل نو هغۀ له يې شکست ورکړو. ۴۷ هغوئ د هغۀ او د بسن بادشاه عوج په مُلک قبضه وکړه، دا د اموريانو بل بادشاه وو چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدو. ۴۸ دا مُلک د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے. ۴۹ په دې کښې هغه ټوله علاقه هم شامله وه چې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د مالګې درياب پورې وه او د پِسګه د غرۀ تر لمنې پورې وه.