۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت عاموس نبى کِتاب - ماخذ انبياء

پينځم باب

د بنى اِسرائيلو سندرې وئيل

۱اے بنى اِسرائيلو، زۀ چې د غم کومه سندره ستاسو په حقله وايم، هغې ته غوږ ونيسئ، ۲”پېغله بنى اِسرائيل راغورزېدله ده، بيا به هيڅکله دوباره نۀ راپاڅى. هغه په خپله زمکه يواځې راغورزېدلې ده چې هيڅوک به يې دوباره ونۀ دروى.“ ۳مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيلو د يو ښار نه چې زر فوجيان د جنګ دپاره ولېږلے شى، نو صرف سل به په کښې پاتې شى، او چې د يو بل ښار نه يې سل فوجيان ولېږلے شى، نو صرف لس به په کښې واپس راشى.“ ۴مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قوم ته داسې فرمائى، ”ما ولټوئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. ۵مۀ بيت‌ايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيت‌ايل به نيست و نابود کړے شى.“ ۶د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيت‌ايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى. ۷تاسو هغه څوک يئ چې اِنصاف په ګنډير بدلوئ او صداقت په زمکه راغورزوئ. ۸هغه چا چې ستورى پېدا کړى دى، چا چې د ستورو غومپک پېدا کړے دے. او څوک چې تيارۀ د سحر په رڼا بدلوى، او د ورځې رڼا په شپه بدلوى. څوک چې د سمندر اوبۀ راوغواړى او د زمکې په مخ يې وراړوى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے. ۹هغه په زورَورو خلقو سمدستى تباهى راولى او د هغوئ مضبوطې قلعه ګانې تباه کوى. ۱۰تاسو د هغوئ نه نفرت کوئ څوک چې په عدالت کښې اِنصاف کوى، او هغوئ سپکوئ څوک چې حقيقت وائى. ۱۱تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ. ۱۲ما ته پته ده چې ستاسو جرمونه څومره ډېر دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئې دى. تاسو په صادقانو ظلم کوئ او رشوتونه اخلئ او د غريبانانو سره په عدالت کښې اِنصاف نۀ کوئ. ۱۳نو په دې وجه هوښيار انسان په داسې وخت کښې خاموشه وى، ځکه چې زمانه ډېره خرابه ده. ۱۴د ښو لټون کوئ او بدو پسې مۀ ګرځئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا به مالِک خُدائ، ربُ الافواج ستاسو مل وى، لکه څنګه چې تاسو دعوىٰ کوئ چې هغه ستاسو مل دے. ۱۵د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى. ۱۶نو ځکه مالِک خُدائ، ربُ الافواج قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په ټولو کوڅو کښې به ژړاګانې وى او په هر چوک کښې به د مړو وير وى. زمينداران د ماتم کولو دپاره راوغوښتلے شى او کسبى ماتم کوونکى به د ژړا دپاره راوغوښتلے شى. ۱۷د انګورو په ټولو باغونو کښې به ژړاګانې وى، ځکه چې زۀ به ستاسو د سزا دپاره ستاسو په مينځ کښې تېر شم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

د مالِک خُدائ ورځ

۱۸په تاسو دې افسوس وى څوک چې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ. تاسو ولې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ؟ دا به ستاسو دپاره د رڼا نه بلکې د تيارې ورځ وى. ۱۹دا به داسې وى لکه چې څوک د ازمرى نه تښتى او مېلو ته مخامخ شى، او يا خپل کور ته لاړ شى او لاس په دېوال باندې کېږدى او مار يې وچيچى. ۲۰آو، د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به تيارۀ او د نااُميدۍ سبب وى. دې کښې به د خوشحالۍ يا د اُميد رڼا نۀ وى. ۲۱”زۀ ستاسو اخترونو نه سخت نفرت کوم او ستاسو مذهبى محفلونه ما ته هيڅ خوشحالى نۀ راکوى. ۲۲اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم. ۲۳د خپلو سندرو شور زما نه اخوا کړئ، زۀ ستاسو د رباب ساز اورېدل نۀ غواړم. ۲۴د دې په ځائ دې اِنصاف لکه د اوبو د چپو په شان وبهيږى، او صداقت د هغه سيند په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى. ۲۵اے بنى اِسرائيلو، کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړې دى څۀ؟ ۲۶خو اوس چې تاسو د سکوت بُت عبادت وکړو کوم چې تاسو خپل بادشاه منئ، او کيوان چې ستاسو په ستورو کښې معبود دے، نو تاسو به دا بُتان په خپلو اوږو ګرځوئ. ۲۷نو په دې وجه به زۀ تاسو د دمشق نه هم اخوا جلاوطن کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى، د چا نوم چې قادر مطلق خُدائ دے.