د حضرت عاموس نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

۱مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د موآب خلقو بار بار ګناه کړې ده، او زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د ادوم د بادشاه هډُوکى وسوزول او ايرې يې کړل. ۲نو زۀ به په موآب اور نازل کړم، دا به د قريوت قلعه ګانې وسوزوى. څنګه چې د جنګ لويه اله ګوله شى او بيګل وغږيږى نو موآب به د جنګ په تاو کښې هلاک شى. ۳زۀ به د موآب بادشاه سره د هغۀ د آفسرانو تباه کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ۴مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د يهوداه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ شريعت رد کړو او د هغۀ په حُکمونو يې عمل ونۀ کړو. ځکه چې هغوئ د دروغو خُدايانو بې‌لارې کړل، هغه خُدايانو چې د دوئ پلار نيکونو يې پيروى کوله. ۵نو زۀ به په يهوداه اور نازل کړم او دا به د يروشلم قلعه ګانې وسوزوى.“

د بنى اِسرائيلو عدالت

۶مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى. ۷هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بې‌حرمتى کوى. ۸هغوئ د هرې قربان‌ګاه په خوا کښې په هغه کپړو کښې چې په ضمانت کښې اخستے شوې وى څملى. د خپل خُدائ په کور کښې هغوئ په هغه پېسو مے څښى چې د بې‌اِنصافۍ د جرمانې په طور اخستلے شوې دى. ۹خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل. ۱۰هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ. ۱۱هم ما ستاسو ځينې زامن پېغمبران جوړ کړل او څۀ ځوانان مې د خِدمت دپاره د نذير په حيثيت وقف کړل. ولې دا رښتيا نۀ دى زما خلقو بنى اِسرائيلو؟“ مالِک خُدائ داسې فرمائى. ۱۲”خو تاسو د نذير په حيثيت په وقف شوو خِدمت کوونکو مے وڅښل او د هغوئ قَسم مو مات کړو او پېغمبرانو ته مو حکم وکړو چې، پېشګويانې مۀ کوئ. ۱۳نو بيا، زۀ به تاسو داسې دباؤ کړم لکه څنګه چې د غلې نه ډکه ګاډۍ دباؤ وى. ۱۴نۀ به تېزه منډه وهونکى وتښتېدے شى، او نۀ به طاقتور کښې طاقت پاتې شى، او نۀ به جنګيالى خپل ژوند بچ کړے شى. ۱۵نۀ به غشى ويشتونکى، نۀ به تېزه منډه وهونکى او نۀ به په آس سوارۀ خپل ژوند بچ کړے شى. ۱۶په هغه ورځ به تکړه فوجيان هم بربنډ وتښتى،“ مالِک خُدائ فرمائى.