۰:۰۰ / ۰:۰۰

د رسولانو عملونه

څلورم فصل

پطروس او یوحنا د شورا په مخکې

۱ پطروس او یوحنا لا د خلکو سره خبرې کولې چې په دې وخت کې ځینې کاهنان، د خدای د کور د ساتونکو قوماندان او ځینې صدوقیان راورسېدل. ۲ هغوی ډېر په قهر وو، ځکه چې رسولانو خلکو ته تعلیم ورکاوه او اعلان یې کاوه چې عیسی د مړو څخه بیا راژوندی شوی دی او دا ثابتوي چې مړي به راژوندي کیږي. ۳ هغوی پطروس او یوحنا ونیول، خو له دې امله چې ماښام ؤ، نو هغوی یې تر سبا ورځې پورې په زندان کې وساتل. ۴ خو ډېرو خلکو چې دا پیغام واورېد، نو ایمان یې راوړ. د هغوی شمېر نژدې پنځو زرو کسانو ته ورسېده.

۵ بله ورځ د یهودیانو حاکمان، مشران او د شریعت عالمان په اورشلیم کې سره راټول شول. ۶ لوی کاهن حناس او قیافا، یوحنا، سکندر او د لوی کاهن د کورنۍ نور غړي هم هلته وو. ۷ هغوی پطروس او یوحنا راوستل او د شورا په مخکې یې ودرول او پوښتنه یې ترې وکړه: «تاسو په کوم قدرت او د چا په نوم دا کار کړی دی؟» ۸ پطروس چې د روح القدس څخه ډک شو، هغوی ته ځواب ورکړ: «ای د قوم حاکمانو او مشرانو: ۹ که چېرې تاسو نن زمونږ څخه د هغه نېک کار په هکله چې د هغه شل سړي سره مو کړی دی پوښتنه کوئ او غواړئ په دې پوه شئ چې هغه څنګه روغ شو، ۱۰ نو تاسو ټول او د اسراییلو ټول قوم دې په دې پوه شي چې دا سړی چې ستاسو په مخکې ولاړ دی، هغه د ناصري عیسی مسیح د نوم په قدرت سره چې تاسو په صلیب ځوړند کړ او خدای بېرته د مړو څخه راژوندی کړ، روغ شوی دی. ۱۱ عیسی هغه څوک دی چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

کومه تیږه چې رد کړې ګلکارانو وه

هغه اوس شوه اصلي تیږه د تهداب

۱۲ خلاصون یوازې د عیسی په وسیله تر‌لاسه کېدای شي. ځکه چې په ټوله نړۍ کې بل داسې څوک نشته چې د هغه په وسیله مونږ خلاصون ومومو.»

۱۳ کله چې هغوی د پطروس او یوحنا زړورتیا ولیدله او پوه شول چې هغوی عادي او بې‌تعلیمه خلک دي، نو حیران شول او ویې وپېژندل چې د عیسی ملګري دي. ۱۴ خو څرنګه چې هغوی هغه سړی ولیده چې روغ رمټ د هغوی په منځ کې ولاړ دی، نو هېڅ یې ونه شو ویلی. ۱۵ نو هغوی پطروس او یوحنا ته امر وکړ چې د شورا څخه ووځي او بیا یې په خپل منځ کې بحث پیل کړ. ۱۶ هغوی وویل: «دې خلکو سره څه وکړو؟ ځکه چې د اورشلیم ټول خلک پوهیږي چې دا حیرانوونکې معجزه د هغوی له خوا وشوه او مونږ له هغې څخه منکرېدلی نه شو. ۱۷ خو د دې دپاره چې دا خبره نوره هم د خلکو په منځ کې خپره نه شي، نو هغوی ته باید خبرداری ورکړو چې نور د عیسی په هکله د هېچا سره خبرې ونه کړي.»

۱۸ نو هغوی پطروس او یوحنا بیا راوغوښتل او حکم یې ورته وکړ چې نور به هېڅکله د عیسی په نوم چاته څه نه وایي او نه به تعلیم ورکوي. ۱۹ خو پطروس او یوحنا ځواب ورکړ: «تاسو په خپله قضاوت وکړئ چې د خدای په نظر کې کومه خبره سمه ده، ایا د خدای څخه اطاعت وکړو او که ستاسو څخه؟ ۲۰ مونږ چې څه لیدلي او اورېدلي دي د هغې په هکله غلي نه شو پاتې کېدلی.» ۲۱ شورا پطروس او یوحنا ته یوځل بیا سخت خبرداری ورکړ او بیا یې پرېښودل چې لاړ شي. هغوی داسې کوم دلیل پیدا نه کړ چې دوی ته سزا ورکړي، ځکه څه چې شوي وو د هغې په خاطر ټولو خلکو د خدای ثنا ویله. ۲۲ کوم سړي چې په دې معجزې شفا موندلې وه د هغه عمر د څلوېښتو کلونو څخه زیات ؤ.

د ایماندارانو د زړورتیا دپاره دعا

۲۳ کله چې پطروس او یوحنا رخصت شول، نو هغوی خپلو ملګرو ته لاړل او څه چې مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو ورته ویلي وو، هغوی ته یې وویل. ۲۴ کله چې ایماندارانو دا واورېدل، نو په ګډه یې خدای ته دعا وکړه او ویې ویل: «ای څښتن تعالی، ای د اسمان، ځمکې، بحیرو او هرڅه چې په هغو کې دي، د هغو ټولو خالقه! ۲۵ تا د روح القدس په وسیله د خپل خدمتګار او زمونږ د نیکه داود په خوله وویل:

‹ولې دومره شول په قهر نور قومونه؟

ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟

۲۶ تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهان

او یوځای کیږي یو د بله سره حکمرانان

د څښتن او د هغه د مسیح په وړاندې›

۲۷ په حقیقت کې دلته په همدې ښار کې هیرودیس او پانتیاس پیلاتوس د غیریهودیانو او د اسراییلو د خلکو سره ستا د سپېڅلي خدمتګار عیسی په وړاندې چې تا مسح کړی دی، سره یوځای شوي دي. ۲۸ دوی هغه کارونه وکړل چې تا په خپل قدرت او خپلې ارادې سره مخکې پرېکړه کړې وه چې باید وشي. ۲۹ اوس ای څښتنه، د هغوی خبرداریو ته وګوره او خپلو خدمتګارانو ته دې دا توان ورکړه چې په پوره زړورتیا سره ستا پیغام بیان کړي. ۳۰ خپل لاس دې را‌اوږد کړه چې خلک شفا ومومي او ستا د سپېڅلي خدمتګار عیسی په نوم معجزې وښایي او حیرانوونکي کارونه وکړي.» ۳۱ کله چې د هغوی دعا پای ته ورسېدله، نو په کوم ځای کې چې هغوی راټول شوي وو، هغه ځای ولړزېده او هغوی ټول د روح القدس څخه ډک شول او د خدای پیغام یې په زړورتیا سره بیان کړ.

ایمانداران په مال او جایداد کې شریک دي

۳۲ ټول ایمانداران په یو زړه او یو فکر وو. د هغوی څخه یو هم دا دعوه نه کوله چې دا د هغه مال او جایداد دی، بلکې هرڅه چې یې لرل هغوی ټول په کې شریک وو. ۳۳ رسولانو په پوره قدرت سره د څښتن عیسی د بیا راژوندي کېدلو په هکله شهادت ورکاوه او په هغوی ټولو باندې د خدای ډېر فضل ؤ. ۳۴ په هغوی کې هېڅوک هم محتاج نه ؤ، ځکه هرچا چې ځمکه یا کورونه لرل هغه به یې خرڅول او پیسې به یې راوړلې ۳۵ او د رسولانو په اختیار کې به یې ورکولې او د محتاجانو ترمنځ به وېشل کېدلې. ۳۶ د مثال په ډول یو سړی ؤ چې یوسف نومېده او رسولانو به ورته برناباس ویلو چې معنی یې ده تشویق کوونکی دی. هغه یو لاوي ؤ او د قبرس څخه ؤ. ۳۷ هغه خپله ځمکه خرڅه کړله او پیسې یې راوړلې او رسولانو ته یې ورکړې.