فصل قبلی

اَعمال دَ رسُولانو

اول باب

دَ خُدائے وعده کړے رُوحُ القُدس

۱اَئے تيوفيلوسه! زما دَ کتاب په اوله برخه کښے ما ټول هغه څۀ وليکل چه عيسىٰ دَ هغے په کولو اَؤ ښولو شروع وکړه، ۲تر هغه وخته چه عيسىٰ دَ رُوحُ القُدس په وسيله خپلو رسُولانو ته چه هغۀ غوره کړى وُو، هدايات ورکړل اَؤ هغه آسمان ته پورته کړے شو. ۳هغۀ دَ خپل مرګ نه پس په هغو ځان څرګند کړو اَؤ دَ دے پُوره ثبوت ئے ورکړو چه هغه ژوندے دے اَؤ پُوره څلويښت ورځے هغه په هغوئ پيښيدو اَؤ هغوئ ته ئے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله تعليم ورکاوو. ۴تر څو چه هغه دَ هغوئ سره ملګرے وو نو هغوئ ته ئے حُکم ورکړو چه دَ بيتُ المُقدس نه مه وزئ اَؤ دا ئے ووئيل چه تاسو خامخا اِنتظار وکړئ دَ دے دَ پاره چه هغه وعده چه زما پلار کړے ده اَؤ ما ئے تاسو ته ذکر کړے دے، پُوره شى. ۵اَؤ لکه چه تاسو ته معلُومه ده چه يحيىٰ به په اوبو بپتسمه ورکوله خو تاسو ته به په رُوحُ القُدس بپتسمه درکړے شى اَؤ دا به لږے ورځے پس وى.

دَ عيسىٰ مسيح آسمان ته ختل

۶نو کله چه هغوئ ټول په يو ځائے جمع وُو هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”مالِکه! آيا دا هغه وخت دے چه تۀ به بيا دَ بنى اِسرائيلو بادشاهى قائمه کړے؟“

۷عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دا ستاسو کار نۀ دے چه دَ هغه وختُونو اَؤ تاريخُونو په حقله معلُومات حاصل کړئ کُوم چه زما پلار په خپل اِختيار کښے ساتلى دى. ۸خو تاسو ته به دَ رُوحُ القُدس په نازليدو طاقت درکړے شى اَؤ تاسو به په بيتُ المُقدس کښے اَؤ په ټوله يهُوديه اَؤ سامريه کښے اَؤ دَ دے نه اخوا دَ دُنيا تر بله سره زما شاهدان يئ.“ ۹کله چه هغۀ دا ووئيل اَؤ هغوئ لا ورته کتل چه هغه پورته کړے شو اَؤ يوه وريځ راغله اَؤ هغه ئے دَ هغوئ دَ سترګو نه پناه کړو.

۱۰اَؤ څنګه چه هغه روان وو اَؤ هغوئ آسمان پلو ځير ځير کتل نو سمدستى دوه سړى په سپينو جامو کښے دَ هغوئ په خوا کښے ودريدل. ۱۱اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے ګليليانو! تاسو دلته څۀ له آسمان پلو ځير ځير ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چه ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هم په دغه لار به بيا راځى په کُومه چه تاسو دَ تلو په وخت وليدلو.“

دَ يهُوداه جانشين

۱۲بيا هغوئ دَ ښونانو دَ غرۀ نه بيتُ المُقدس ته واپس شول چه بيتُ المُقدس ته نزدے دے اَؤ دَ بيتُ المُقدس نه تقريباً يو کيلو ميټر لرے وو. ۱۳ښار ته چه هغوئ ورننوتل نو هغه بالا خانے له لاړل په کُومه کښے چه هغوئ ديره وُو، يعنے پطروس اَؤ يوحنا اَؤ يعقُوب اَؤ اندرياس، فيليپوس اَؤ توما، برتلمائ اَؤ متى، يعقُوب دَ حلفئ زوئے، شمعُون ننګيالے اَؤ يهُوداه دَ يعقُوب زوئے. ۱۴هغوئ ټول په يوه مخه په دُعا سر وُو اَؤ دَ هغوئ سره دَ ښځو يوه ډله هم وه چه په کښے مريم دَ عيسىٰ مور هم وه اَؤ دَ هغۀ ورُوڼه هم شامل وُو.

۱۵يو څو ورځے پس پطروس دَ ورُوڼو دَ غونډے په مينځ کښے ودريدو چه دوئ تقريباً ټول په شمار کښے شپږ شلے وُو، ۱۶اَؤ وئے وئيل، ”زما ملګرو! په صحيفو کښے هغه پيشن ګوئى به خامخا تر سره کيده کُومه چه دَ داؤد په خُلۀ رُوحُ القُدس دَ يهُوداه په حقله کړے وه چه هغه به دَ عيسىٰ دَ ګرفتارولو دَ پاره مُخبرى کوى. ۱۷ځکه چه په مُونږ کښے حساب وو اَؤ په دے کار کښے زمُونږ ملګرے وو.“

۱۸دغه يهُوداه دَ خپلے مُخبرئ دَ قيمت په عوض يو پټے واخستو اَؤ هلته سر دَ لاندے راپريوتو، خيټه ئے وشليده اَؤ کُلمے ئے راووتے. ۱۹دا خبره په بيتُ المُقدس کښے هر چا ته معلُومه شوه اَؤ دَ هغه پټى نُوم هغوئ په خپله ژبه کښے حقلدما کيښودو چه معنىٰ ئے دَ وينے پټے دے.

۲۰”په زبُور کښے دا ځکه ليکلى دى چه : 

”دَ هغۀ کور دِ وران شى

اَؤ داسے څوک دِ پاتے نۀ شى چه په هغے کښے اوسى.“

اَؤ بيا دا چه : 

”دَ هغۀ کار دِ بل څوک واخلى.“

۲۱ځکه يو سړے مُونږ سره دَ عيسىٰ دَ بيا ژوندى کيدلو شاهد شى. په کار دى چه هغه دِ دَ دوئ نه يو وى چه زمُونږ ملګرى وُو چه مالِک عيسىٰ مُونږ سره وو اَؤ تلو راتلو، ۲۲يعنے دَ کله نه چه يحيىٰ بپتسمه ورکوله تر هغه ورځے پورے چه هغه له مُونږ نه پورته کړے شو.“

۲۳دوه نُومونه تجويز کړے شول، يُوسف چه په برسبا مشهور وو اَؤ يُوستوس هم ورته وئيلے شو اَؤ دويم متياه وو. ۲۴بيا هغوئ دُعا وکړه اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے مالِکه! تۀ چه دَ ټولو بنى آدمو دَ زړونو په حال خبر يئے، مُونږ ته دا وښايه چه په دے دوؤ کښے تا کُوم يو غوره کړے دے ۲۵چه دَ دے رسالت حقدار شى کُوم چه يهُوداه پريښے دے اَؤ په مخه تللے دے.“ ۲۶بيا دَ هغوئ خسڼے دَ متياه په نُوم راووتو. دَ هغے نه پس هغه په رسُولانو کښے شمار شو.

فصل قبلی