د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول دوېم خط

درېم باب

په آخرى ورځو کښې د خلقو بې‌دينى

۱خو تاسو په دې پوهه شئ چې په آخرى ورځو کښې به سخت وختونه راځى. ۲ځکه چې خلق به خود غرضه، لالچيان، لافې کوونکى، مغروره، ګستاخه، د مور پلار نافرمانه، ناشُکره، بې‌دينه، ۳بې‌رحمه، سخت زړۀ لرونکى، غېبت کوونکى، نۀ زغمونکى، بد خويه، د نېکۍ دشمن، ۴دوکه باز، بې‌پرواه، کبرژن، او د خُدائ پاک په نسبت عېش زيات خوښوونکى وى. ۵هغوئ به په ظاهره د ديندارۍ نمائش کوى خو په زړۀ کښې به يې يقين نۀ وى. د داسې خلقو نه ځان ساته. ۶په دوئ کښې هغه خلق دى څوک چې کورونو ته په څۀ چل ورننوځى او هغه کم عقلې ښځې په خپل قابو کښې راولى کومې چې په خپلو ګناهونو کښې راګېرې وى او چې د رنګارنګ خواهشونو لاندې راګېرې وى. ۷داسې ښځې همېشه د زده کولو کوشش کوى خو حق پېژندلو ته نۀ رسيږى. ۸او څنګه چې ينيس او يمبريس د موسىٰ مخالفت کړے وو، نو دې بې‌عقلو او دروغژنو ايمان لرونکو سړو هم د حقيقت مخالفت وکړو. ۹خو هغوئ به ډېره ترقى ونۀ کړى ځکه چې د هغه دوو سړو په شان به د دوئ کم عقلتوب هم هر چا ته څرګند شى.

آخرى نصيحت

۱۰خو تۀ زما د تعليم، زما د چال چلن، زما د ژوند د مقصد، زما د ايمان، زما د زغم، زما د مينې او په ايمان کښې زما د مضبوطوالى نه خبر يې. ۱۱تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم. ۱۲په حقيقت کښې هر هغه څوک چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې په ديندارۍ ژوند تېرول غواړى، نو هغوئ به زورول کيږى. ۱۳خو خراب او دوکه باز خلق به نورو له په دوکه ورکولو او دوکه خوړلو کښې لا زياتيږى. ۱۴خو تۀ په هغه خبرو عمل کوه کومې چې تا ته درښودلے شوې دى او ستا يقين دے چې هغه رښتيا دى، او تۀ په دې پوهه يې چې چا تا ته درښودلى دى. ۱۵او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى. ۱۶هره يوه صحيفه د خُدائ پاک د خوا نه الهام شوې ده او دا د تعليم ورکولو، ملامتولو، د اصلاح او د صادقه تربيت دپاره فائده مندې هم دى، ۱۷د دې دپاره چې د خُدائ پاک خِدمتګاران د دې قابل شى او د هر نېک کار کولو دپاره تيار شى.