تیموتاوس ته د پولوس رسول دوهم لیک

دوهم فصل

د عیسی مسیح وفادار عسکر

۱نو ای زما زویه، په هغه فضل سره چې په عیسی مسیح کې دی، قوي اوسه. ۲کومې خبرې چې تا د ډېرو شاهدانو په مخکې زما څخه اورېدلي دي، هغه داسې وفادارو کسانو ته وسپاره چې نورو ته د تعلیم ورکولو وړ وي. ۳لکه د عیسی مسیح د یو ښه عسکر په شان زما سره په کړاوونو کې شریک شه. ۴هېڅ عسکر خپل ځان په ورځني شخصي کارونو کې نه راګېروي، ځکه چې د هغه مقصد د خپل قوماندان خوشحاله ساتل دي. ۵همدارنګه هېڅ لوبغاړی نه شي کولای چې د لوبو په سیالۍ کې جایزه تر‌لاسه کړي، ترڅو د هغې لوبې قوانین مراعت نه کړي. ۶کوم بزګر چې زحمت یې ویستلی وي، هغه باید لومړنی کس وي چې د خپلو حاصلاتو برخه واخلي. ۷څه چې زه درته وایم د هغو په هکله فکر وکړه، نو بیا به څښتن درته پوهه درکړي چې په ټولو شیانو باندې پوه شې.

۸یاد ساته عیسی مسیح چې د داود د نسل څخه دی او د مرګ نه بېرته راژوندی شوی دی. دا هغه زېری دی چې زه یې رسوم ۹او د همدې زېري له امله دی چې زه کړاوونه وینم، تر دې چې د یو مجرم په شان په زنځیرونو تړل شوی یم. خو د خدای کلام په زنځیر تړل کېدای نه شي. ۱۰نو زه دا هرڅه د خدای د غوره شویو په خاطر زغمم، ترڅو هغوی هم هغه خلاصون او تلپاتې جلال چې په عیسی مسیح کې دی، تر‌لاسه کړي. ۱۱دا خبرې رښتیا دي:

که مونږ مړه شوي یو د هغه سره

نو د هغه سره به ژوند هم کوو

۱۲که چېرې مونږ ولرو صبر او زغم

نو د هغه سره به کړو پاچاهي هم

که د هغه نه مونږه وکړو انکار

نو هغه به هم زمونږ نه وکړي انکار

۱۳که چېرې مونږ شو بې‌وفا

نو هغه به وفادار پاتې شي

ځکه نه شي کولای هغه

چې انکار وکړي له خپله ځانه څخه

د خدای د خوښې خدمتګار

۱۴دا شیان خلکو ته ور په یاد کړه او د خدای په حضور کې ورته حکم وکړه چې د لغتونو په سر شخړه ونه کړي، ځکه چې دا هېڅ ګټه نه لري، بلکې اورېدونکو ته زیات زیان رسوي. ۱۵ډېر کوښښ وکړه ترڅو خپل ځان د خدای په نظر کې داسې وښایې چې هغه دې خوښ کړي، لکه د یو مزدور په شان چې په خپل کار نه شرمیږي او په سمه توګه د حقیقت د پیغام تعلیم ورکوي. ۱۶خو د بې‌دینه او بېځایه خبرو نه ځان وساته، ځکه چې دا خلک نور هم د خدای نه لېرې ساتي. ۱۷نو د هغوی خبرې لکه د ناسور زخم په شان دي چې ټول بدن ته خپریږي چې په دې ډله کې هیمناوس او فیلیتس شامل دي چې داسې خبرې کوي. ۱۸دغو کسانو چې د حقیقت لاره پریښې ده، وایي چې د بیا راژوندي کېدلو ورځ لا پخوا رارسېدلې ده او په دې ډول هغوی ځینې خلک د خپل ایمان څخه اړوي. ۱۹خو خدای چې کوم بنیاد ایښی دی، هغه ټینګ دی او په هغه باندې داسې لیکل شوي دي: «څښتن خپل خلک پېژني» او «څوک چې د هغه نوم په خوله یادوي، باید د بدۍ نه لاس واخلي.»

۲۰په یو لوی کور کې یوازې د سرو زرو او سپینو زرو لوښي نه وي بلکې د لرګیو او خاورین لوښي هم وي. د هغو څخه ځینې یې د ځانګړو کارونو دپاره او ځینې یې د عادي کارونو دپاره وي. ۲۱نو له دې امله که چېرې څوک خپل ځان د بدیو نه پاک کړي، نو هغه به داسې لوښی شي چې د ځانګړو کارونو دپاره به ورڅخه کار اخیستل کیږي، ځکه چې هغه وقف شوی دی او د خپل بادار دپاره ګټور دی او هر ډول نېک کار ته تیار دی.

۲۲نو د ځوانۍ د وخت د نفساني غوښتنو څخه ځان وساته او د هغو کسانو سره چې په پاک زړه څښتن ته دعا کوي، د عدالت، ایمان، مینې او سلامتۍ دپاره هلې ځلې کوه. ۲۳خو د کم‌عقلتوب او جهالت بحثونو نه ځان لېرې ساته، ځکه چې ته پوهېږې چې د هغو پای شخړه ده. ۲۴د څښتن خدمتګار باید جګړه‌مار نه وي بلکې په ټولو باندې مهربانه وي، ښه ښوونکی وي او زیات صبر او زغم ولري. ۲۵په نرمۍ سره دې خپل مخالفین اصلاح کړي. کېدای شي چې خدای هغوی ته موقعه ورکړي چې توبه وباسي، ترڅو حقیقت وپېژني. ۲۶بیا کېدای شي چې د هغوی سره عقل پیدا شي او د شیطان د دام نه چې په کې راګېر شوي دي او مجبوره کړي یې دي چې د هغه اراده پوره کړي، خلاص شي.