کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د سموییل دوهم کتاب
دوه ویشتم فصل
د داود د بریالیتوب سندره
(زبور ۱۸)
۱ کله چې څښتن داود د شاوول او د هغه د نورو دښمنانو څخه خلاص کړ، داود څښتن ته دا سندره وویله.
۲ هغه وویل:
څښتن زما دپاره دی لکه قوي ګټ په شان
دی زما قوي کلا
۳ زما ژغورونکی زما خدای دی
زما امن دی هغه کې
کوي ساتنه زما لکه د سپر په شان
دی زما قوي ژغورونکی
د امن پناه ځای دی زما
ساتي مې د ظلم او ستم څخه
۴ مرسته غواړم له څښتنه
چې لایق دی د صفت
خلاصوي مې هغه
ما له خپلو دښمنانو څخه
۵ د مرګ څپې رانه راتاوې شولې
د بربادۍ سېلابو واخیستمه
۶ زه راګېر یمه د ګور په رسۍګانو کې
مرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ
۷ په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړ
کومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړ
زما اواز یې په خپل کور کې واورېد
زما فریاد یې د کومک واورېد
۸ بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېدله هغه
په خوځېدو شوې د اسمانونو ستنې
ځکه په قهر ؤ خدای
۹ شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګی
بلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې
۱۰ هغه کړې خلاصې دروازې د اسمانونو
او شو راښکته
تورې ورېځې وې د هغه ترپښو لاندې
۱۱ په اسماني مخلوق شو سپور والوته
په وزرو د باد سپور شو او زر راغی
۱۲ ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نه
د اوبو ډکې تورې ورېځې وې چاپېره د ده
۱۳ د جلال نه د هغه د حضور
وکړې لمبې سکروټو
۱۴ لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانه
اواز شو د څښتن تعالی په اورېدو
۱۵ وویشتل هغه خپل غشي
دښمنان یې تار په تار کړل
د برېښنا په پړکېدو یې وارخطا کړل
۱۶ دښمنان چې کله ورټل څښتن خپل
د هغه د تنفس په انفجار
راښکاره شولو تل هم د بحیرې
لوڅ پراته وو د ځمکې بنیادونه
۱۷ له اسمانه څښتن لاس خپل کړ رااوږد
ویې نیولم
له ژورو اوبو ده راوویستلم
۱۸ زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاص
او له هغو نه چې نفرت یې کړ له ما نه
دوی وو ډېر قوي له ما نه
۱۹ هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کې
دوی حمله وکړه په ما
خو څښتن راڅخه وکړ ملاتړ
۲۰ زه یې راوستلم د امن ځای ته
ځکه یې بچ کړم چې ؤ راضي له ما
۲۱ څښتن اجر راکوي ځکه کړم کارونه نېک
یم بېګناه ځکه انعام راکوي ما ته
۲۲ ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دی
نه مې مخ دی اړولی له خپل خدای نه
د بدۍ په خاطر
۲۳ ما عمل کړی د هغه ټولو حکمونو باندې
نافرماني مې کړې نه ده د هغه له قوانینو څخه
۲۴ هغه پوهیږي زه بېعیبه یمه
بدو کارو نه مې ساتلی دی ځان
۲۵ نو اجر راکړی څښتن ځکه کړم کارونه نېک
هغه پوهیږي بېګناه یمه زه
۲۶ ای څښتنه، وفادار یې هغه چا ته چې وي تا ته وفادار
تل نېکي کړې د هغو سره چې وي بېعیبه
۲۷ پاک ته ښکاري خپل ځان پاک
ټګمار ته ځان پېچلی
۲۸ ته عاجزانو ته نجات ورکوې
خو کبرجن ټیټوې
۲۹ ته څراغ یې زما ای څښتنه
چې بدلوې زما تیارې په رڼا
۳۰ راکوې راته قوت چې کړم حمله په دښمن
راکوې راته قدرت په دېوالونو د ختلو
۳۱ ګوره زما خدای څومره کامل یې عملونه دي
څومره د باور یې ټول لوظونه دي
هغه دی سپر هغوی ټولو ته
چې پناه راوړي هغه ته
۳۲ ځکه څوک دی خدای بې له څښتنه؟
څوک کړي دفاع زمونږه بې له هغه نه؟
۳۳ هغه خدای دی چې دی زما ځواکمن پناه ځای
هغه خدای دی چې خوندي مې ساتي لاره
۳۴ کړم یې زه ثابت قدم لکه هوسۍ په شان
او په غرونو کې مې ساتي خوندي
۳۵ هغه ما تیاروي د جنګ دپاره
ترڅو زه کړمه راکش لینده د برنجو
۳۶ سپر راکوې د خپل خلاصون ما ته
زه قوي کړی ستا کومک یمه
۳۷ پراخوې ته زما د پښو لاره
ځکه پښې زما هېڅکله نه ښوییږي
۳۸ دښمنان تعقیبوم او ورکومه ورته ماتې
نه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم
۳۹ زه یې وهم داسې چې پاڅېدلی نه شي
نسکور پراته دي زما د پښو لاندې
۴۰ راکوې ما له ته قوت د جګړې
غورځوې ما ته په پښو کې دښمنان
۴۱ مجبوروې زما دښمنان تېښتې ته
تباه کوم هغه چې کرکه کړي له ما نه
۴۲ هغوی فریاد کړي د کومک دپاره
نشته څوک چې کړي دوی خلاص
وهي چیغې دوی څښتن ته
هغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه
۴۳ لکه د دوړې میده کومه یې زه
داسې ترپښو لاندې کومه یې زه
لکه د خټو د کوڅو په شان
۴۴ تا زه خلاص کړمه د خپلو سرکښانو
او په قومونو دې د سردار په توګه وساتلم زه
اوس هغه خلک مې خدمتونه کوي
څوک چې پخوا نه پېژندل ما کله
۴۵ هم بېګانه خلک زما په مخکې ټیټوي سرونه
چې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي
۴۶ دوی بایلي خپل همتونه
په لړزه باندې راوځي دوی له خپلو کلاګانو
۴۷ څښتن ژوندی دی
وي دې ثنا زما ساتونکي ته
د هغه ځواکمن خدای لویي کړئ اعلان
چې مې ژغوري چې مې ژغوري
۴۸ راکوي ما ته توفیق چې بدل واخلم له دښمنه
راولي زما د قدرت لاندې قومونه
۴۹ او خلاصوي ما له خپلو دښمنانو
راکوې راته بریا په دښمنانو ای څښتنه
او ما ساتې له ظالمو انسانانو څخه
۵۰ نو ځکه ای څښتنه، کوم ستاینه ستا
د قومونو منځ کې
ثنا او صفت ستا د نامه کومه
۵۱ خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پاچا ته
کوي تلپاتې مینه د خپل غوره کړای شوي سره
تل ترتله د داود او د هغه د اولادې سره