فصل قبلی

دَ پطروس رسُول دويم خط

اول باب

سلام

۱دَ شمعُون پطروس له طرفه چه دَ عيسىٰ مسيح غُلام اَؤ رسُول دے، دَ هغه خلقو په نُوم چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښے ئے زمُونږ په شان قيمتى ايمان مُوندلے دے.

۲زمُونږ دَ خُدائے اَؤ مالِک عيسىٰ دَ پيژندګلو په سبب دِ په تاسو فضل اَؤ سلامتى زياتيږى.

دَ ايماندار بلنه اَؤ غوره کيدل

۳دَ هغه اِلٰهى قُدرت هغه ټول څيزُونه کُوم چه دَ ژوندُون اَؤ ديندارئ سره لازم دى، مُونږ ته دَ هغۀ په پيژندګلو راکړل چه مُونږ ئے دَ خپل خاص جلال اَؤ نيکئ په وسيله راوبللُو، ۴چه دَ هغے په وسيله هغۀ مُونږ سره قيمتى اَؤ ډيرے لوئے وعدے وکړلے، چه دَ هغو په وسيله تاسو دَ هغه نفسانى خرابئ نه چه په دُنيا کښے دى، بچ شئ اَؤ دَ خُدائے په شان صفتُونه ولرئ. ۵اَؤ په دے وجه تاسو له خپله انده پُوره کوشِش وکړئ چه په خپل ايمان کښے نيکى، اَؤ په نيکئ کښے علِم، ۶اَؤ په عِلم کښے پرهيزګارى، اَؤ په پرهيزګارئ کښے صبر، اَؤ په صبر کښے ديندارى، ۷اَؤ په ديندارئ کښے ورورولئ عزيزئ، اَؤ په ورورولئ عزيزئ کښے مينه زياته کړئ. ۸ځکه چه که دا خبرے په تاسو کښے وى اَؤ زياتيږى نو تاسو به زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په پيژندګلو کښے بے کاره اَؤ بے ميوے کيږئ نه. ۹اَؤ چه په چا کښے دا خبرے نۀ وى، هغه ړُوند دے اَؤ نظر ئے کم دے اَؤ دَ خپلو وړُومبو ګُناهُونو نه پاک کيدل ئے هير کړى دى.

۱۰نو اَئے ورُوڼو! دَ خپلے بلنے اَؤ غوره والى دَ ثابتولو زيات کوشِش کوئ، ځکه چه که داسے کوئ نو هيڅ کله به تيندک ونۀ خورئ. ۱۱بلکه دَ دے سره به تاسو زمُونږ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په آبدى بادشاهئ کښے ډير په عزت سره داخل کړے شئ.

۱۲دَ دے دَ پاره به زَۀ تاسو ته دَ دے خبرے دَ دريادولو دَ پاره تل بيدار اوسم، سره دَ دے چه تاسو دَ هغو نه خبر اَؤ په هغه حق خبره قائم يئ چه تاسو ته حاصله ده. ۱۳اَؤ تر څو چه زَۀ ژوندے يم، تاسو ته په دريادولو اَؤ پارولو دا خبره په ځان واجبه ګڼم. ۱۴ځکه چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ وينا په مُطابق ما ته معلُومه ده چه زما دَ رُوح دَ کالبُوت نه دَ جُدا کيدو وخت نزدے راغلے دے. ۱۵خو بيا به هم زَۀ دا کوشِش کوم چه زما دَ مرګ نه پس به تاسو دا خبرے هميشه يادے وساتئ.

دَ مسيح جلال اَؤ دَ نبوت کلام

۱۶هر کله چه مُونږ تاسو دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ قُدرت اَؤ دَ راتلو نه خبر کړى وئ نو مُونږ په ټګئ دَ ځانه په جوړو کړو قِصو باور نۀ وو کړے بلکه په خپله مو دَ هغۀ لوئى ليدلے وه، ۱۷چه هغۀ دَ خُدائے پلار نه هغه وخت عزت اَؤ جلال ومُوندو کله چه هغۀ ته دَ هغه غوره جلال نه آواز راغے چه ”دا زما محبُوب زوئے دے چه زَۀ ترے راضى يم.“ ۱۸اَؤ کله چه مُونږ دَ هغۀ سره په مُقدس غرۀ باندے وُو نو دَ آسمان نه مو دا آواز واؤريدو.

۱۹اَؤ زمُونږ سره دَ نبُوت هغه کلام دے کُوم چه ډير معتبر دے، اَؤ تاسو ښۀ کوئ چه په دے وجه په هغے غور کوئ چه دا يوه ډيوه ده کُومه چه دَ تيارے په ځائے کښے رڼا ورکوى، تر څو چه سحر نۀ شى اَؤ دَ صبا ستورے ستاسو په زړُونو کښے ونۀ ځليږى. ۲۰خو وړُومبے په دے پوهه شئ چه دَ کتابِ مُقدس دَ نبيانو کلام دَ څۀ خبرے تاويل دَ چا په خپل اِختيار نۀ کيږى. ۲۱ځکه چه دَ نبيانو دَ کلام هيڅ خبره هم دَ بنى آدمو دَ خواهش په مُطابق کله هم نۀ ده شوے، بلکه بنى آدمو دَ رُوحُ القُدس دَ اثر په وجه دَ خُدائے دَ طرفه خبرے کولے.

فصل قبلی