دَ تِسالونيکانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

دويم باب

په تِسالونيکيه کښے دَ پولوس خدمت

۱اَئے وروڼو! تاسو په خپله پوهه يئ چه تاسو ته زمُونږ راتلل بے فائدے نۀ شول. ۲بلکه تاسو ته معلومه ده چه سره دَ دے چه اول مو په فيليپى کښے تکليفُونه تير کړل اَؤ بے عزته کړے شوى وُو، خو بيا هم مُونږ ته په خپل خُدائے کښے دا زړه ورتيا حاصله شوه چه دَ خُدائے زيرے په ډير اِخلاص تاسو ته واؤروُو. ۳ځکه چه زمونږ نصيحت نۀ په ګمراهئ دے، نۀ په ناپاکئ اَؤ نۀ په فريب، ۴بلکه څۀ رنګ چه خُدائے مُونږ قبُول کړُو اَؤ زيرے ئے مُونږ ته وسپارلو، دغسے ئے مُونږ بيانوُو هم، نۀ چه دَ بنى آدم دَ خوشحالولو دَ پاره بلکه دَ خُدائے، چه زمُونږ دَ زړُونو آزميښت کوى. ۵ځکه چه تاسو ته په خپله معلومه ده اَؤ خُدائے هم ګواه دے چه نۀ خو مُونږ په کلام کښے چرے خوشامنده کړے ده اَؤ نۀ مو دَ حرص پړده پرے اچولے ده. ۶اَؤ نه خو مُونږ دَ خلقو نه دَ عزت طمع لرله، نه ستاسو نه، اَؤ نه دَ بل چا نه. ۷اګر چه دَ مسيح دَ رسُولانو په طور په تاسو بوج اچولے شُو، خو څۀ رنګ چه مور خپل بچى ساتى، دغه شان مُونږ هم په تاسو کښے ډير په نرمئ اوسيدلى يُو. ۸اَؤ هغه رنګ مُونږ ستاسو دومره مُشتاق شوُو چه نۀ يواځے دَ خُدائے زيرے بلکه خپل ځان مو هم ستاسو دَ خاطره ورکولو، دَ دے دَ پاره چه تاسو په مُونږ ډير ګران وئ. ۹اَئے ورُوڼو! تاسو ته به زمُونږ خوارى اَؤ کړان ياد وى چه مُونږ په تاسو دَ نۀ بوج کيدو په خاطره شپه اَؤ ورځ محنت کاوو چه تاسو ته مو دَ خُدائے زيرے آؤروو.

۱۰تاسو ګواه يئ اَؤ خُدائے دِ هم ګواه وى چه تاسو سره چه ايمان راؤړو مُونږ څنګه په پاکوالئ، راستئ اَؤ دَ بے عيبئ سلوک کړے وو. ۱۱نو تاسو ته معلُومه ده چه لکه څنګه چه پلار خپلو بچو ته نصيحت کوى، دغه شان به مُونږ هم په تاسو کښے هر يو ته نصيحت کاوو، ۱۲تسلى به مو درکوله اَؤ پوهولئ به مو، دَ دے دَ پاره چه ستاسو چلن خُدائے خوشحالوى څوک چه تاسو خپلے بادشاهئ اَؤ جلال ته رابلى.

۱۳دَ دے دَ پاره مُونږ هم هر وخت دَ خُدائے شکر کوُو چه هر کله دَ خُدائے پيغام زمُونږ په معرفت تاسو ته درورسيدو نو تاسو هغه دَ بنى آدمو دَ کلام په شان نه، بلکه څنګه چه په حقيقت کښے دے، دَ خُدائے کلام مو وګڼلو اَؤ قبُول مو کړو، اَؤ په تاسو کښے چا چه ايمان راؤړو، په هغوئ کښے ئے تاثير هم وکړلو. ۱۴اَئے وروڼو! تاسو دَ خُدائے دَ هغه جماعتُونو په شان شوئ کُوم چه په يهُوديه کښے دَ عيسىٰ مسيح دى، ځکه چه تاسو هم دَ خپل قام دَ خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کُوم چه هغوئ ته دَ يهُوديانو نه رسيدلى وُو، ۱۵چا چه مالِک عيسىٰ اَؤ نبيان ئے هم ووژل اَؤ مُونږ ئے ربړولى يُو. هغوئ دَ خُدائے خوښ نۀ دى اَؤ دَ ټولو خلقو مُخالف دى. ۱۶ځکه چه هغوئ مُونږ غير يهُوديانو ته دَ خلاصُون پيغام دَ آؤرولو نه منع کوى دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ دَ ګُناهُونو اوږے هميشه ډک وى، لا دا چه آخر غضب پرے نازل شو.

دَ پولوس دَ جماعت بيا مُلاقات کولو خواهش

۱۷اَئے زما ورُوڼو! کله چه مُونږ دَ لږے مُودے دَ پاره په جسمانى طور له ستاسو نه بيل شُو اَؤ نۀ په زړۀ، نو مُونږ ډير په تلوسه ستاسو دَ بيا ليدلو نور هم کوشِش وکړو. ۱۸دَ دے دَ پاره مُونږ، يعنے ما پولوس بيا بيا تاسو ته راتلل غوښتل خو شيطان زما لار ونيوله. ۱۹زمُونږ اُميد اَؤ خوشحالى اَؤ دَ فخر تاج څۀ دے؟ آيا هغه زمُونږ دَ مالِک مسيح په وړاندے دَ هغه دَ راتلو په وخت به تاسو نۀ يئ څۀ؟ ۲۰زمُونږ جلال اَؤ زمُونږ خوشحالى خو هم تاسو يئ.