د اول سموییل کتاب

درېم فصل

څښتن سموییل سره خبرې کوي

۱ په هغو ورځو کې چې سموییل د عیلي تر لارښودنې لاندې د څښتن خدمت کاوه، د څښتن له خوا پیغامونه او رویاګانې ډېرې لږې وې. ۲ یوه شپه عیلي چې سترګې یې ډېرې کمزورې شوې وې او په سختۍ سره یې لیدلی شول په خپل ځای کې ویده ؤ. ۳ څراغ لا مړ شوی نه ؤ، خو سموییل د خدای په کور کې ویده ؤ او هلته د خدای د لوظ سپېڅلی صندوق ایښودل شوی ؤ. ۴ په دغه وخت کې څښتن غږ وکړ: «سموییله! سموییله!»

سموییل ځواب ورکړ: «زه دلته یم.» ۵ هغه عیلي ته ورمنډه کړه او ویې ویل: «تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.»

خو عیلي ځواب ورکړ: «ما غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.» نو هغه لاړ او څملاست.

۶ څښتن بیا ورباندې غږ وکړ: «ای سموییله!» او سموییل راپاڅېده، عیلي ته ورغی او ویې ویل: «تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.»

عیلي وویل: «ای زما زویه، ما تاته غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.» ۷ سموییل لا تر دې وخته پورې څښتن نه پېژنده یعنې د څښتن پیغام ورته نه ؤ رسېدلی.

۸ څښتن د درېم ځل دپاره په سموییل باندې غږ وکړ. سموییل پاڅېد، عیلي ته ورغی او ویې ویل: «تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.»

نو بیا عیلي پوه شو چې څښتن په هلک باندې غږ کوي. ۹ نو بیا عیلي سموییل ته وویل: «لاړ شه، څمله او که چېرې هغه غږ وکړ ووایه: خبره وکړه ای څښتنه، ځکه ستا غلام یې اوري.» نو سموییل لاړ او په خپل ځای کې څملاست.

۱۰ څښتن راغی، ودرېده او د مخکې په شان یې غږ وکړ: «ای سموییله! ای سموییله!»

سموییل وویل: «خبره وکړه، ځکه چې ستا غلام یې اوري.»

۱۱ څښتن هغه ته وویل: «زه به اوس د اسراییلو په قوم باندې داسې کار وکړم چې هغه به ډېر هیبتناکه وي او هرڅوک یې چې واوري هغه به هک حیران شي. ۱۲ زه به هغه ټولې خبرې چې د عیلي د کورنۍ په ضد مې کړې دي د اول نه تر اخره پورې سرته ورسوم. ۱۳ ما پخوا هغه ته ویلي وو چې زه به تر ابده پورې د هغه کورنۍ ته سزا ورکوم، په دې خاطر چې زامنو یې زما په ضد کفر ویلی دی. عیلي پوهېده چې هغوی دا کار کوي خو د هغوی مخنیوی یې نه کاوه. ۱۴ له دې کبله د عیلي د کورنۍ دپاره مې قسم خوړلی چې د هغه د کورنۍ ګناه به هېڅکله د قربانۍ او یا نذرانو په ورکولو سره لېرې نه شي.»

۱۵ سموییل تر سبا پورې پروت ؤ او بیا هغه پاڅېده او د څښتن د کور دروازې یې خلاصې کړې. هغه ووېرېده چې عیلي ته د خپلې رویا په اړه ووایي. ۱۶ خو عیلي په هغه باندې غږ وکړ او ویې ویل: «ای سموییله! زما زویه!»

سموییل ځواب ورکړ: «زه دلته یم.»

۱۷ عیلي پوښتنه وکړه: «څښتن تاته څه وویل؟ زما څخه یې مه پټوه، که چېرې هغه څه چې خدای تاته ویلي دي ماته ونه وایې، نو خدای دې تاته سخته سزا درکړي.» ۱۸ نو سموییل هغه ته هرڅه وویل، د هغه څخه یې هېڅ شی پټ نه کړ. عیلي وویل: «هغه څښتن دی. هرڅه چې د هغه په نظر کې ښه ښکاري هغه دې وکړي.»

۱۹ سموییل لویېده او څښتن د هغه سره ؤ. د هرڅه پېشګویي به یې چې کوله هغه رښتیا کېدله. ۲۰ ټول اسراییلیان د دان څخه په شمال کې او تر بیرشبع په جنوب کې په دې پوه شول چې سموییل په رښتیا سره د څښتن نبي شو. ۲۱ څښتن به په شیلوه کې سموییل ته ځان ښکاره کاوه او خپل پیغام به یې ورته رساوه.