کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د سموییل لومړی کتاب
څلورویشتم فصل
داود نه غواړي شاوول ووژني
۱ کله چې شاوول د فلسطینیانو سره د جنګ څخه وروسته راستون شو، هغه خبر شو چې داود د عینجدي په دښته کې دی. ۲ شاوول په اسراییلو کې د ډېرو ښو عسکرو څخه درې زره کسان واخیستل او لاړ چې د غرنۍ وزو ګټونو ته نژدې داود او د هغه سړي ولټوي. ۳ هغه په لاره کې د پسونو د پنډېدلو ځای ته نژدې یوې سمڅې ته ورغی او لاړ چې خپل حاجت رفع کړي. دا هماغه سمڅه وه چې داود او د هغه سړي په کې په اخرنۍ څنډه کې پټ شوي وو. ۴ د داود سړیو هغه ته وویل: «دا ستا دپاره یوه موقع ده! څښتن تا ته ویلي وو چې هغه به ستا دښمن ستا په لاس تسلیم کړي او هر څه چې غواړې د هغه سره یې وکړې.» داود غلی لاړ او بې له دې چې شاوول پوه شي د هغه د چپنې څخه یې یوه ټوټه غوڅه کړه. ۵ له هغې وروسته د داود وجدان ناارامه شو، ځکه چې د هغه د چپنې ټوټه یې غوڅه کړې وه. ۶ هغه خپلو کسانو ته وویل: «څښتن دې ما له دې څخه وساتي چې خپل بادار ته چې څښتن هغه د پاچا په توګه غوره کړی دی، زیان ورسوم! زه باید هغه ته ډېر لږ زیان هم ونه رسوم، ځکه چې هغه د څښتن له خوا غوره شوی پاچا دی.» ۷ په دې خبرو داود خپل سړي ورټل او هغوی یې پرېنښودل چې په شاوول باندې حمله وکړي. شاوول سمڅه پرېښودله او په خپله لاره لاړ.
۸ داود هم د سمڅې څخه راووت او شاوول ته یې غږ وکړ: «اعلیحضرته! زما باداره!» کله چې شاوول شاته وکتل، داود د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۹ هغه شاوول ته وویل: «ولې د خلکو خبرې اورئ چې وایي: ‹پام کوه، داود غواړي چې تا ته زیان ورسوي؟› ۱۰ تاسو په خپله ولیدل چې همدااوس په دې سمڅه کې څښتن ما ته په لاس راکړئ. زما ځینو کسانو زه وهڅولم چې تاسو ووژنم، خو ما درباندې رحم وکړ. هغوی ته مې وویل: ‹زه به هېڅکله خپل بادار ته زیان ونه رسوم، ځکه چې څښتن هغه غوره کړی دی چې پاچا شي.› ۱۱ وګوره، ای زما پلاره، زما په لاس کې څه شی دی! لیدلی شې چې دا ستا د چپنې یوه ټوټه ده. ما کولای شول چې تا ووژنم، خو د هغې په ځای مې یوازې ستا چپنه غوڅه کړه. یقین وکړه چې زه ستا په ضد د یاغيتوب یا تا ته د زیان رسولو په فکر کې نه یم. ما ستا سره غلطي نه ده کړې، خو ته زما د وژلو په لټه کې یې. ۱۲ څښتن دې قضاوت وکړي چې زمونږ څخه کوم یو ملامت دی! څښتن دې ستا څخه د هغو بدو کارونو بدله واخلي چې زما سره دې کړي دي، خو سره له دې به زه ډېر لږ زیان هم تا ته در ونه رسوم. ۱۳ لکه چې پخوانی متل دی: ‹بد کارونه یوازې د بدو خلکو په وسیله ترسره کیږي، نو زه به تا ته زیان ونه رسوم.› ۱۴ د اسراییلو پاچا د چا په ضد وتلی دی؟ تاسو څوک تعقیبوئ؟ مړ سپی؟ یا ورږه؟ ۱۵ څښتن به قضاوت کوي او هغه به دا پرېکړه کوي چې زمونږ څخه کوم یو ملامت دی. هغه دې دا موضوع وڅېړي، زما دفاع دې وکړي او ستا د لاس څخه دې ما وژغوري.»
۱۶ کله چې داود خپلې خبرې خلاصې کړې، شاوول پوښتنه وکړه: «ای داوده زما زویه! ایا دا په رښتیا ته يې؟» او په لوړ اواز یې په ژړا پیل وکړ. ۱۷ شاوول زیاته کړه: «ته زما څخه ډېر نېک یې. تا زما سره ښه چلند، خو ما ستا سره بد چلند کړی دی. ۱۸ تا نن وښودله چې زما سره دې ښېګڼه وکړه، ځکه سره له دې چې څښتن زه تا ته تسلیم کړم، خو تا ونه وژلم. ۱۹ کله چې یو کس خپل دښمن پیدا کړي ایا هغه به بې له زیان رسولو پرېږدي؟ د هغه چلند په سبب چې نن دې زما سره وکړ، څښتن دې تا ته اجر درکړي. ۲۰ اوس زه په دې باندې یقین لرم چې ته به پاچا شې او ستا پاچاهي به په اسراییلو باندې ټینګه شي. ۲۱ خو د څښتن په نوم قسم وخوره چې زما اولاده به نه وژنې او زما نوم به زما د پلار د کورنۍ څخه له منځه نه وړې.» ۲۲ نو داود د شاوول دپاره قسم وخوړ. وروسته له هغه شاوول خپل کور ته ستون شو، خو داود او د هغه سړي خپل خوندي ځای ته لاړل.