فصل بعدی

د پطروس رسول اول خط

پينځم باب

د خُدائ پاک د رمې شپونتوب

۱په تاسو کښې چې کوم مشران دى، زۀ هم د هغوئ په شان مشر او د مسيح د مصيبتونو ګواه او په ښکاره کېدونکى جلال کښې شريک يم، او تاسو ته دا خواست کوم، ۲چې د خُدائ پاک د هغه رمې شپونتوب کوئ چې خُدائ تاسو له درکړې ده. دا خدمت د مجبورۍ د مخه مۀ کوئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق په خوشحالۍ سره يې کوئ، او د ناجائزې ګټې دپاره نه، بلکې د زړۀ په شوق سره يې کوئ. ۳او کوم خلق چې ستاسو په حواله شوى دى، په هغوئ رُعب داب مۀ اچوئ بلکې د رمې دپاره نمونه شئ. ۴او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى. ۵اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“ ۶نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى. ۷او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى. ۸تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى. ۹تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى. ۱۰د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى. ۱۱د هغۀ قدرت دې تل تر تله وى، آمين.

آخرى سلامونه

۱۲ما د سيلوانوس په وسيله چې زۀ يې ايماندار ورور ګڼم دا ورکوټے خط وليکلو چې تاسو له تسلى درکړم او د دې خبرې ګواهى وکړم چې دا د خُدائ پاک حقيقى فضل دے او په دې قائم پاتې شئ. ۱۳هغه جماعت چې په بابل کښې دے او تاسو سره يو ځائ غوره شوے دے، هغه او زما زوئ مرقوس تاسو ته سلام وائى. ۱۴يو بل ته په پاکې مينې سره سلام کوئ. په تاسو ټولو دې سلامتى وى څوک چې په مسيح کښې يئ.

فصل بعدی