د پطروس رسول اول خط

درېم باب

ښځې او خاوندان

۱اے ښځو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ، نو کۀ چرې په هغوئ کښې ځينې د خُدائ پاک کلام نۀ منى نو چې بيا هم هغوئ ستاسو چال چلن ته وګورى نو ستاسو د خبرو نه بغېر به خُدائ پاک ته راواوړى ۲کله چې هغوئ وګورى چې تاسو څومره په پاکوالى سره د خُدائ پاک په يره کښې ژوند تېروئ. ۳ستاسو ډول او سنګار دې ظاهرى نۀ وى، يعنې سر کمڅۍ کول او د سرو زرو کالى او قِسما قِسم جامې اغوستل، ۴بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے. ۵او په پخوا زمانه کښې هم په خُدائ پاک اُميد ساتونکو پاکو ښځو به خپل ځانونه داسې سنګارول چې د خپلو خاوندانو تابعدارې وې، ۶لکه څنګه چې ساره د اِبراهيم تابعداره وه او هغۀ ته يې خپل مالِک وئيل. نو تاسو به هم د هغې لوڼه يئ، خو کۀ چرې تاسو نېک کارونه کوئ او د يو څيز نه هم مۀ يرېږئ کوم چې خلق يروى. ۷اے خاوندانو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو ښځو سره په احترام سره ژوند کوئ او د ښځو لکه د نازکو لوښو په شان عزت کوئ ځکه چې هغوئ تاسو سره د ژوند په نعمت کښې وارثانې دى، نو هسې نه چې ستاسو دُعاګانې د قبلېدو نه ايسارې شى.

د نېکو کارونو دپاره تکليفونه تېرول

۸غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ. ۹د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ. ۱۰ځکه چې، ”کۀ تاسو د ژوند سره مينه کوئ او ښې ورځې ليدل غواړئ، نو په خپلې ژبې بد مۀ وايئ او په خپلو شونډو دروغ مۀ وايئ. ۱۱ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ. ۱۲ځکه چې د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى. خو مالِک خُدائ د هغوئ په خلاف وى څوک چې بد کارونه کوى.“ ۱۳نو بيا تاسو له څوک نقصان درکولے شى کۀ چرې تاسو د نېک کارونو خواهشمند يئ؟ ۱۴خو کۀ چرې تاسو د صداقت دپاره مصيبتونه هم وزغمئ، تاسو له به برکت درکړے شى نو ځکه د هغوئ په يرولو مۀ يرېږئ او زړونه مۀ بائيلئ. ۱۵بلکې په خپلو زړونو کښې مسيح مقدس مالِک وګڼئ، او هغوئ ته د جواب ورکولو دپاره همېشه تيار اوسئ څوک چې ستاسو نه ستاسو د اُميد د وجې تپوس وکړى. ۱۶خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى. ۱۷نو دا بهتره ده چې مونږ د ښو کارونو دپاره تکليف وزغمو، چې د خُدائ پاک د مرضۍ دپاره وى، نه چې د شرارت دپاره وى. ۱۸ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو. ۱۹هم دغه شان هغه لاړو او قېد روحونو ته يې پېغام ورکړو. ۲۰دا هغه روحونه وُو چې په پخوا زمانه کښې نافرمانه وُو کله چې خُدائ پاک د نوح په زمانه کښې صبر او انتظار کولو چې کله هغۀ لا کشتۍ جوړوله نو چې په کښې اتۀ کسان د سېلاب نه بچ پاتې شول. ۲۱او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى، ۲۲څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.