۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو اول کِتاب

درېم باب

د حضرت سليمان د حِکمت دپاره دُعا غوښتل

۱سليمان د مِصر بادشاه فِرعون سره اِتحاد وکړو او د هغۀ لور يې وادۀ کړه. هغه يې د داؤد ښار ته راوستله او تر هغې پورې هلته اوسېدله چې ترڅو پورې هغۀ خپل محل، د مالِک خُدائ کور او د يروشلم ګېرچاپېره دېوال جوړول ختم کړى نۀ وُو. ۲د مالِک خُدائ کور تر اوسه پورې نۀ وو جوړ شوے، نو ځکه خلقو په علاقائى عبادتخانو کښې قربانۍ پېش کولې. ۳سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې. ۴يوه ورځ هغه د قربانۍ پېش کولو دپاره جبعون ته لاړو چرته چې د قربانۍ مرکزى ځائ وو. هغۀ هلته يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې. ۵په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته په خوب کښې څرګند شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې درکړم؟“ ۶سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار خپل خِدمت کوونکى داؤد ته همېشه ډېره مينه ښودلې ده او هغه په خپل تعلق کښې تا سره نېک، وفادار او صادق وو. تۀ هغۀ ته خپله لويه او نۀ بدلېدونکې مينه تر اوسه پورې ښائې چې هغۀ له دې يو زوئ ورکړو کوم چې د هغۀ په ځائ نن په تخت ناست دے. ۷مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه، تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم. ۸زۀ دلته د هغه خلقو په مينځ کښې يم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړى دى. هغه قوم دومره لوئ دے چې د شمېر نه بهر دے. ۹نو ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو باندې په اِنصاف سره بادشاهى وکړم او د ښۀ او بد په مينځ کښې فرق وپېژنم. ګنې زۀ به څنګه د دې جوګه شم چې ستا په لوئ قوم باندې بادشاهى وکړم؟“ ۱۰مالِک خُدائ د سليمان په دې غوښتنه باندې خوشحاله شو، ۱۱نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا حِکمت غوښتلے دے چې په اِنصاف سره بادشاهى وکړې او خپل اوږد عُمر، مالدارى او د خپل دشمن مرګ دې نۀ دے غوښتے، ۱۲نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى. ۱۳زۀ به تا له هغه څۀ هم درکړم چې تا نۀ دى غوښتى، ترڅو پورې چې تۀ ژوندے يې نو تۀ به دولتمند او عزتمند يې، نو داسې تۀ به د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يې. ۱۴او کۀ تۀ د خپل پلار داؤد په شان زما تابعدارى کوې او زما قانون او حُکمونه پوره کوې، نو زۀ به تا له يو اوږد عُمر درکړم.“ ۱۵سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.

د حضرت سليمان د يوې مشکلې لانجې فېصله کول

۱۶يوه ورځ دوه کنجرې ښځې راغلې او سليمان بادشاه په مخکښې يې خپل ځانونه پېش کړل. ۱۷هغې يوې په کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا ښځه او زۀ په يو کور کښې اوسيږو او چې دا کله هلته وه نو زما يو ماشوم پېدا شو. ۱۸زما د زوئ د پېدا کېدو په درېمه ورځ د هغې هم يو ماشوم پېدا شو. په هغه کور کښې صِرف زۀ او هغه وُو او بل هيڅ څوک هم موجود نۀ وُو. ۱۹نو يوه شپه هغه په غلطۍ سره هغې خپل ماشوم د اړخ لاندې کړو او د هغۀ ساه يې بنده کړه. ۲۰هغه د شپې پاڅېده، چې کله زۀ اوده وم نو هغې زما نه ماشوم واخستلو او په خپل څنګ کښې يې واچولو، بيا هغې هغه مړ ماشوم زما په کټ کښې کېښودو. ۲۱په ورپسې سحر کله چې زۀ پاڅېدم او خپل ماشوم له مې تے ورکولو، نو ومې ليدل چې دا خو مړ دے. ما په رڼا کښې ښۀ په غور سره ورته وکتل او پته راته ولګېده چې دا خو زما ماشوم نۀ دے.“ ۲۲خو هغه بلې ښځې ووئيل، ”نه، ژوندے ماشوم زما دے او دا مړ ماشوم ستا دے.“ نو هغه وړومبۍ ښځې جواب ورکړو، ”نه، مړ ماشوم ستا دے او ژوندے ماشوم زما دے.“ نو داسې هغوئ د بادشاه په وړاندې بحث شروع کړو. ۲۳نو سليمان بادشاه وفرمائيل، ”تاسو دواړه دا دعوىٰ کوئ چې ژوندے ماشوم زما دے او مړ ماشوم زما نۀ دے.“ ۲۴نو هغۀ وفرمائيل چې تُوره راوړه او چې کله تُوره راوړے شوه، ۲۵نو هغۀ وفرمائيل، ”دا ژوندے ماشوم دوه ټوټې کړه او هرې يوې له نيم نيم ورکړه.“ ۲۶د کومې مور چې زوئ ژوندے وو او زړۀ يې د زوئ د مينې نه ډک وو، نو هغې بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا ماشوم مۀ وژنه او هغې له يې ورکړه.“ خو هغې بلې ښځې ووئيل، ”دا ماشوم مونږ يوې له هم مۀ راکوه او دوه ټوټې يې کړه.“ ۲۷سليمان وفرمائيل، ”ماشوم مۀ وژنه. او هغه ښځې له يې ورکړه چې کومه وائى چې مۀ يې وژنه. هغه يې اصلى مور ده.“ ۲۸کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.