۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو اول کِتاب

دوېم باب

د حضرت داؤد حضرت سليمان ته وصيت

۱ کله چې داؤد د مرګ په حالت کښې وو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او وصيت يې ورته وکړو، ۲ ”زما وخت پوره دے، تکړه سړے شه او حوصله مضبوطه کړه. ۳ او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې. ۴ کۀ تۀ د هغۀ فرمانبردارى کوې نو مالِک خُدائ به هغه لوظ پوره کړى چې ما ته يې فرمائيلى وُو چې زما اولاد به تر هغې پورې په بنى اِسرائيلو بادشاهى کوى چې هغوئ په وفادارۍ سره د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه منى. ۵ د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د امن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بې‌ګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذمه وارى يې په خپل سر ده. ۶ د خپل عقل نه کار واخله، هغه مۀ پرېږده چې سپين‌ږيرے شى او په خپل مرګ مړ شى. ۷ خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابى‌سلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربانه وُو. ۸ په بنيامين کښې د بحوريم ښار د جيرا زوئ سِمعى هم دے. کله چې زۀ محنايم ته تلم نو هغۀ ما ته سختې ښېرې کولې، خو چې کله هغه د اُردن سيند سره ما سره مِلاو شو، نو ما د مالِک خُدائ په نوم د سِمعى سره پوخ لوظ وکړو چې زۀ به هغه نۀ وژنم. ۹ تر څو چې دې سزا نۀ وى ورکړې چې هغه پرې نۀ ږدې. ځکه چې تۀ د حِکمت خاوند يې او تا ته به پته ولګى چې څۀ کول په کار دى، او تۀ به دا خبره يقينى کوې چې هغه په سخت مرګ مړ شى.“

د حضرت داؤد مرګ

۱۰ نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو. ۱۱ څلوېښت کاله هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه وو، اووۀ کاله يې په حبرون کښې او درې دېرش کاله يې په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. ۱۲ سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه شو او د هغۀ بادشاهى مضبوطه قائمه شوه.

د ادونياه مرګ

۱۳ بيا ادونياه چې د هغۀ مور حجيت وه، بت‌‌سبع له لاړه چې هغه د سليمان مور وه. هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د خېر دپاره راغلې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو.“ ۱۴ هغۀ بيا دا هم ووئيل، ”زۀ تا ته يو عرض کوم.“ هغې ورته ووئيل، ”څۀ دى، ووايه؟“ ۱۵ هغۀ ورته ووئيل، ”تا ته پته ده چې بادشاهى زما حق وو او ټولو بنى اِسرائيلو غوښتل چې زۀ بادشاه جوړ شم. خو خبره بدله شوه او زما ورور بادشاه شو، ځکه چې دا د مالِک خُدائ مرضى وه. ۱۶ او اوس زۀ يو عرض کول غواړم، مِهربانى وکړه چې اِنکار ونۀ کړې.“ بت‌‌سبع ورته ووئيل، ”ووايه.“ ۱۷ هغۀ ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه چې سليمان بادشاه ته ووايه، ما ته پته ده چې هغه به تا ته اِنکار نۀ کوى، چې هغه ما پرېږدى چې شونيمى ښځه ابى‌شاګ وادۀ کړم.“ ۱۸ هغې ورته ووئيل، ”ټيک ده، زۀ به د بادشاه سره ستا دپاره خبره وکړم.“ ۱۹ نو بت‌‌سبع بادشاه له لاړه چې د هغۀ سره د ادونياه دپاره خبره وکړى. بادشاه پاڅېدو چې خپلې مور ته ستړى مشى وکړى او د هغې په مخکښې ټيټ شو. بيا هغه په خپل تخت کښېناستو او د هغې دپاره يې بل تخت راوړو چې د هغۀ ښى طرف ته هغه پرې کښېنى. ۲۰ هغې ورته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما سره يوه معمولى شان نېکى وکړې، مِهربانى وکړه چې ما ته اِنکار ونۀ کړې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما مورې، څۀ وئيل غواړې، زۀ به تا ته اِنکار نۀ کوم.“ ۲۱ هغې ورته ووئيل، ”خپل ورور ادونياه پرېږده چې د ابى‌شاګ سره وادۀ وکړى.“ ۲۲ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ما ته دا څنګه وائې چې ابى‌شاګ ادونياه له ورکړم؟ کېدے شى دا هم راته ووائې چې هغۀ له تخت هم ورکړه، ځکه چې هغه خو زما مشر ورور دے او ابياتار اِمام او يوآب د هغۀ په طرف دى.“ ۲۳ بيا سليمان د مالِک خُدائ په نوم يو پوخ لوظ وکړو، ”کۀ ما ادونياه ژوندے پرېښودو نو خُدائ پاک دې ما ووژنى. ۲۴ مالِک خُدائ زۀ د خپل پلار داؤد په تخت مقرر کړے او کښېنولے يم، هغۀ خپله وعده پوره کړې ده او ما او زما اولاد له يې بادشاهى راکړې ده. زۀ په مالِک خُدائ قسم کوم چې نن به ادونياه وژلے شى.“ ۲۵ نو سليمان بناياه له حُکم ورکړو، هغه لاړو او ادونياه يې ووژلو.

د ابياتار شړل او د يوآب مرګ

۲۶ بيا سليمان ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”تۀ په عنتوت کښې خپل مُلک ته لاړ شه. تۀ د مرګ حقدار يې، خو زۀ به تا اوس نۀ وژنم، ځکه چې تۀ کله زما د پلار داؤد سره وې نو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ذمه وار وې او تۀ د هغۀ سره په ټولو تکليفونو کښې شريک وې.“ ۲۷ بيا سليمان ابياتار د مالِک خُدائ د اِمامت د خِدمت نه لرې کړو، نو داسې چې مالِک خُدائ په سيلا کښې د عيلى اِمام او د هغۀ د اولاد په حقله څۀ فرمائيلى وُو هغه يې رښتيا کړل. ۲۸ يوآب په مخکښېنى بغاوت کښې د ابى‌سلوم ملګرتيا نۀ وه کړې، خو د ادونياه د بغاوت ملګرتيا يې کړې وه. کله چې يوآب د ادونياه د مرګ نه خبر شو، نو يوآب د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته وتښتېدو او د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول. ۲۹ کله چې سليمان خبر شو چې يوآب قربان‌ګاه ته تښتېدلے دے نو سليمان يو پېغام وړونکے ورولېږلو چې تپوس ترې نه وکړى چې قربان‌ګاه ته ولې تښتېدلے يې. يوآب ورته ووئيل چې زۀ مالِک خُدائ له ځکه راتښتېدلے يم چې زۀ د سليمان نه يرېدم. نو سليمان بادشاه بناياه ورولېږلو چې يوآب ووژنى. ۳۰ بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته لاړو او يوآب ته يې ووئيل، ”بادشاه تا ته حُکم کوى چې بهر راووځه.“ يوآب ورته ووئيل، ”نۀ، زۀ به دلته مرم.“ بناياه واپس بادشاه له لاړو او چې يوآب څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل. ۳۱ سليمان ورته ووئيل ”هم هغه شان وکړه چې څنګه هغه وائى. هغه ووژنه او ښخ يې کړه، نو داسې ما او زما د پلار کور د هغه ګناه نه پاک کړه چې کومه بې‌ګناه وينه يوآب توئ کړې وه ۳۲ او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بې‌ګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو. ۳۳ د هغوئ د قتل ټوله سزا به په يوآب او د هغۀ د اولاد په غاړه د تل دپاره وى. خو مالِک خُدائ به داؤد، د هغۀ اولاد، خاندان او د هغۀ بادشاهۍ له تل خېر ورکوى.“ ۳۴ نو بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې له لاړو او يوآب يې ووژلو او هغه په صحرا کښې د خپل کور سره ښخ کړے شو. ۳۵ نو بادشاه د يوآب په ځائ بناياه د فوج مشر جوړ کړو او صدوق اِمام يې د ابياتار په ځائ مشر جوړ کړو.

د سِمعى مرګ

۳۶ نو بادشاه سِمعى راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته په يروشلم کښې د ځان دپاره کور جوړ کړه. په هغې کښې اوسېږه او د دې ښار نه چرته هم مۀ ځه. ۳۷ کۀ تۀ کله هم لاړ شې او د قِدرون ولې نه واوړې نو دا پخه خبره ده چې تۀ به خامخا مړ شې او خُون به ستا په خپله غاړه وى.“ ۳۸ سِمعى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا ډېره ښۀ خبره وکړه، تۀ چې څۀ غواړې نو زۀ به هم هغه کوم.“ نو هغه تر ډېر وخت پورې په يروشلم کښې اوسېدو. ۳۹ درې کاله وروستو، د سِمعى دوه غلامان د جات بادشاه د معکه زوئ اکيس له وتښتېدل. نو چې سِمعى خبر شو چې هغوئ په جات کښې دى، ۴۰ نو هغۀ خپل خر کته کړو او په جات کښې اکيس بادشاه له لاړو، چې خپل غلامان ولټوى. هغوئ يې پېدا کړل او واپس يې خپل کور ته راوستل. ۴۱ کله چې سليمان خبر شو چې سِمعى څۀ کړى وُو، ۴۲ نو سِمعى يې راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا نه ما د مالِک خُدائ په نوم لوظ نۀ وو اخستے چې تۀ به د يروشلم نه نۀ وځې؟ او ما سخت خبردارے درکړو کۀ تا کله هم داسې وکړل نو خامخا به مړ شې. ولې تۀ په دې باندې ما سره راضى شوے نۀ وې څۀ چې زما حُکم به منې؟ ۴۳ نو بيا تا ولې د مالِک خُدائ سره خپله وعده ماته کړې ده او زما د حُکم نافرمانى دې کړې ده؟ ۴۴ تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړى دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى. ۴۵ خو هغه به ما له برکت راکړى او د داؤد بادشاهى به د همېشه دپاره په امن کښې کړى.“ ۴۶ بيا بادشاه بناياه له حُکم ورکړو او بناياه لاړو او سِمعى يې ووژلو. بادشاهى اوس په پوره توګه د سليمان په قابو کښې وه.