فصل قبلی

د یوحنا رسول لومړی لیک

لومړی فصل

د ژوندون کلام

۱مونږ تاسو ته د هغه کلام په هکله لیکو چې ژوندون ورکوي یعنې هغه کلام چې له ازله موجود ؤ او مونږ هغه اورېدلی او په خپلو سترګو مو لیدلی دی. هو، مونږ ورته وکتل او زمونږ لاسونو هغه لمس کړي دي. ۲هغه ژوندون مونږ ته ښکاره شو او مونږ هغه ولیده. نو مونږ د هغه په هکله شاهدي ورکوو او د هغه تلپاتې ژوندون نه چې د پلار سره ؤ او مونږ ته ښکاره شو، تاسو خبروو. ۳څه چې مونږ لیدلي او اورېدلي دي تاسو ورباندې خبروو، ترڅو په هغه ملګرتیا کې چې مونږ یې د پلار او د هغه د زوی عیسی مسیح سره لرو، تاسو هم زمونږ سره شریک شئ. ۴دا مونږ د دې دپاره تاسو ته لیکو چې زمونږ او ستاسو خوشحالي پوره شي.

خدای رڼا ده

۵دا هغه پیغام دی چې مونږ د عیسی نه واورېد او تاسو ته یې اعلانوو: خدای رڼا ده او په هغه کې هېڅ تیاره نشته. ۶که چېرې مونږ وایو چې د خدای سره ملګرتیا لرو خو بیاهم په تیارو کې اوسېږو، نو مونږ دروغجن یو او د رښتینولۍ د لارې سره سم ژوند نه تېروو. ۷خو که چېرې مونږ په رڼا کې ژوند کوو لکه څنګه چې هغه په رڼا کې دی، نو بیا مونږ په خپلو کې یو د بله سره ملګرتیا لرو او د هغه د زوی عیسی وینه مونږ د خپلو ټولو ګناهونو څخه پاکوي. ۸که چېرې مونږ ووایو چې بې‌ګناه یو، نو مونږ خپل ځانونه غولوو او په مونږ کې حقیقت نشته. ۹خو که مونږ په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړو، نو هغه وفادار او عادل دی او هغه به زمونږ ګناهونه وبخښي او مونږ به د ټولو بدیو څخه پاک کړي. ۱۰که مونږ ووایو چې مونږ هېڅ ګناه نه ده کړې، نو خدای دروغجن ګڼو او د هغه کلام زمونږ په زړونو کې ځای نه لري.

فصل قبلی