فصل قبلی

د تواريخ اول کِتاب

اول باب

د حضرت آدم نه تر حضرت اِبراهيم پورې اولاد

۱آدم د شيث پلار وو، شيث د انوش پلار وو، انوش د قېنان پلار وو، ۲قېنان د محلل‌اېل پلار وو، محلل‌اېل د يارد پلار وو. ۳يارد د حنوک پلار وو او حنوک د مِتهوشله پلار وو، مِتهوشله د لمک پلار وو، ۴او لمک د نوح پلار وو. د نوح درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. ۵دا د يافت اولاد دے: جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس. ۶د جُمر اولاد: اشکناز، ريفت او تُجرمه. ۷د ياوان اولاد: اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس. ۸دا د حام اولاد دے: کوش، مِصر، ليبيا او کنعان. ۹د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق وُو. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق وُو. ۱۰کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو. ۱۱د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى، ۱۲فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى. ۱۳د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو: حت، ۱۴يبوسى، امورى، جرجاسى، ۱۵حِوى، عرقى، سينى، ۱۶اروادى، صمارى او حماتى. ۱۷دا د شيم اولاد دے: عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مسک وُو. ۱۸ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو. ۱۹د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو. ۲۰د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ، ۲۱هدورام، اُوزال، دِقله، ۲۲عوبال، ابى‌مائيل، شيبا، ۲۳اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو. ۲۴د شيم نه تر ابرام پورې نسب‌نامه داسې ده: شيم، ارفکسد، سِلح، ۲۵عِبر، فلج، رعو، ۲۶سروګ، نحور، تارح، ۲۷او ابرام چې د اِبراهيم په نوم مشهور وو.

د حضرت اِسمٰعيل اولاد

۲۸د اِبراهيم دوه زامن وُو، اِسحاق او اِسمٰعيل. ۲۹د اِسمٰعيل زامن د دولسو قبيلو مشران شول: نبايوت چې مشر وو، قيدار، ادبئيل، مِبسام، ۳۰مِشماع، دومه، مسا، حدد، تيما، ۳۱يطور، نفيس او قِدمه. ۳۲د اِبراهيم يوه وينځه وه چې نوم يې قطوره وو، چې د هغې نه يې شپږ زامن پېدا شول: زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ. د يُقسان دوه زامن وُو: شيبا او ددان. ۳۳د ميديان پينځۀ زامن وُو: عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا. دا ټول د قطوره اولاد وو.

د عِيسو اولاد

۳۴د اِبراهيم د زوئ اِسحاق زامن عِيسو او يعقوب وُو. ۳۵د عِيسو زامن اليفز، رعواېل، يعوس، يعلام او قورح وُو. ۳۶د اليفز اولاد دا وو: تيمان، اومر، صفو، جعتام، قنز او عماليق. د عماليق مور تمنع وه. ۳۷د رعواېل اولاد نحت، زارح، سمه او مِزه وو.

د ادوم اولنى اوسېدونکى

۳۸‏-۴۲د ادوم اولنى اوسېدونکى د سعير د دې زامنو اولاد وو: لوطان د حورى او هومام قبيلو پلار نيکۀ وو. د لوطان يوه خور وه چې نوم يې تمنع وو. سوبل د علوان، مانحت، عيبال، سفو او اونام ډلو پلار نيکۀ وو. د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. عنه د ديسون پلار وو او ديسون د حمران، اشبان، يتران او کِران ډلو پلار نيکۀ وو. ايصر د بِلهان، زعوان او يعقان ډلو پلار نيکۀ وو. ديسان د عُوض او اران ډلو پلار نيکۀ وو.

د ادوم بادشاهان

۴۳‏-۵۰دې بادشاهانو په يو بل پسې د ادوم په مُلک حکومت وکړو، په هغه وخت کښې چې د هغې نه مخکښې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې بادشاهان نۀ وُو: د دِنهابا د ښار نه بالع چې د بعور زوئ وو، د بُصره نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې حشيم، د عويت د بدد زوئ حدد، چې هغۀ د موآب په مُلک کښې ميديانيانو له په يو جنګ کښې شکست ورکړو. د مسرقه د ښار نه شمله، د سيند د غاړې ښار رحوبوت نه ساؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ د ښار نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطب‌اېل وه چې د ميضاهاب نمسۍ او د مطرِد لور وه. ۵۱د ادوم خلق په دې ډلو کښې تقسيم وُو: تمنع، علوه، يتيت، ۵۲اُهليبامه، ايله، فينون، ۵۳قنز، تيمان، مِبصار، ۵۴مجدِ‌اېل او عِرام.

فصل قبلی