۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متلونو کِتاب

درېم باب

د عقل او حِکمت فائدې

۱ زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته. ۲ زما تعليم به ستا عمر سېوا کړى او خوشحالى به درکړى. ۳ هيڅکله مينه او وفادارى د خپل ځان نه مۀ لرې کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه او د خپل زړۀ په تخته باندې يې وليکه. ۴ نو بيا به تۀ د انسانانو او د خُدائ پاک په نظر کښې محبوبيت او نېک نامى حاصله کړې. ۵ په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. ۶ چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى. ۷ په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه، د مالِک خُدائ نه يرېږه او بدعملى پرېږده. ۸ نو په دې به ستا بدن رغيږى او ستا هډُوکى به پرې تازه شى. ۹ په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره. ۱۰ نو بيا به ستا ګودامونه ډک شى او د سر نه به اوړى، او ستا د چاټۍ د خولې نه به نوى مے اوړى. ۱۱ زما زويه، د مالِک خُدائ اصلاح مۀ رد کوه او کله چې هغه تا تنبيه کوى په هغې باندې مۀ خفه کېږه. ۱۲ ځکه چې مالِک خُدائ چې چا سره مينه کوى نو هم هغه تنبيه کوى لکه څنګه چې يو پلار هم هغه زوئ تنبيه کوى کوم چې هغۀ ته ګران وى. ۱۳ بختور ‎دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، او هغه څوک چې پوهه حاصله کړى. ۱۴ ځکه چې دا د سپينو زرو نه ډېر قيمتى دے او د دې ګټه د سرو زرو نه هم ډېره ښۀ ده. ۱۵ دا د قيمتى کاڼو نه هم ګران دے او ستا د خوښې يو څيز هم د دې برابر نۀ دے. ۱۶ د عقل په ښى لاس کښې اوږد ژوندون دے، او د هغۀ په ګس لاس کښې عزت او دولت دے. ۱۷ د هغۀ لارې برکتى دى، او د هغۀ ټولې لارې پُراَمنه دى. ۱۸ حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوى، بختور دى هغوئ څوک چې هغه راټينګوى. ۱۹ مالِک خُدائ د خپل حِکمت په ذريعه د زمکې بنياد کېښودلو، او د خپلې هوښيارتيا په ذريعه يې آسمانونه پېدا کړل. ۲۰ د هغۀ د حِکمت په وسيله د زمکې د لاندې نه چينې روانې شولې، او د وريځو نه پرخه په زمکه راوورېدله. ۲۱ زما زويه، عدل او تميز په خپل ځان کښې پېدا کړه، او هغه د خپل نظر نه مۀ لرې کوه. ۲۲ دوئ به ستا روح تازه ساتى، او دا به ستا په غاړه د فضل هار وى. ۲۳ نو بيا به تۀ په حِفاظت سره په خپله لار روان يې او ستا پښه به تيندک ونۀ خورى. ۲۴ کله چې تۀ څملې، تۀ به نۀ يرېږې، او تۀ به په خوږ خوب اودۀ کېږې. ۲۵ نو د ناګهانى افت نه به نۀ يرېږې او نۀ به د هغه تباهۍ نه يرېږې کومه چې په بدعملو باندې راځى. ۲۶ نو مالِک خُدائ به ستا ډاډ وى، او هغه به ستا پښې په دام کښې د ګېرولو نه وساتى. ۲۷ څوک چې حاجتمند وى د هغوئ سره ښېګړه مۀ پرېږده، کۀ چرې دا کار ستا وس کښې وى، ۲۸ کۀ چرې تۀ اوس د خپل ګاونډى سره مدد کولے شې، نو ورته مۀ وايه چې، ”سبا راشه چې مدد دې وکړم.“ ۲۹ د خپل ګاونډى خلاف هغۀ ته د نقصان ورکولو منصوبه مۀ جوړوه، څوک چې ستا په خوا کښې اوسيږى او په تا باور کوى. ۳۰ په يو کس باندې هيڅ بې‌هيڅه اِلزام مۀ لګوه ترڅو چې هغۀ تا ته نقصان نۀ وى درسولے. ۳۱ د ظالم سره سيالى مۀ کوه او مۀ د هغۀ په نقش قدم عمل کوه، ۳۲ ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې بدکاره وى، خو هغه د نېکانو سره دوستانه تعلق ساتى. ۳۳ د بدعمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوى، خو هغه د صادق په کور باندې برکت ورَوى. ۳۴ هغه د مغروره مسخره کوونکو پورې مسخرې کوى، خو په عاجز خويه باندې خپل فضل کوى. ۳۵ هوښيار عزت په ميراث کښې ګټى، خو کم عقل خپل شرم زياتوى.