د متلونو کِتاب

اول باب

د حضرت سليمان متلونه

۱د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو. ۲د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت او تربيت په حقله تعليم ورکړى او چې هغوئ په عقلمندو خبرو پوهه شى. ۳دا به تاسو ته تعليم درکړى چې څنګه به خپل ژوند په صداقت، عدل او اِنصاف سره تېروئ. ۴دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى. ۵دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى، ۶نو هغوئ به په متلونو او مِثالونو او د هوښيارانو په خبرو او د هغوئ په معماګانو دواړو به پوهه شى.

د ځوانانو دپاره نصيحت

۷د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى. ۸زما زويه، د خپل پلار لارښودنو ته غوږ شه او د خپلې مور تعليم دې مۀ هېروه. ۹د هغوئ نصيحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره او ستا د غاړې دپاره د عزت هار وى. ۱۰زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بې‌لارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته. ۱۱کۀ چرې هغوئ ووائى، ”راځه، چې يو ځائ شُو او د پټ ځائ نه ګزار وکړُو او قتل وکړُو. راځه چې په يو بې‌ګناه کس باندې هسې د خوند دپاره غلې حمله وکړُو. ۱۲راځه چې د قبر په شان هغوئ ژوندى تېر کړُو، د هغوئ په شان لکه څوک چې د مرګ کندې ته کوزيږى. ۱۳مونږ به هر قِسمه قيمتى څيزونه حاصل کړُو او د لوټ د مال نه به خپل کورونه ډک کړُو. ۱۴راځه مونږ سره ملګرے شه او مونږ چې څۀ لوټ کړُو نو په هغې کښې به تا له هم برخه درکړُو.“ ۱۵زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه. ۱۶ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى. ۱۷د يو مارغۀ د سترګو د وړاندې جال خورول څومره بې‌فائدې دى. ۱۸خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروى، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى. ۱۹هم دغه به وى اَنجام د هغه کسانو څوک چې د ناجائزه ‎پېسو ګټلو لالچى وى نو په دې وجه به د خپل ژوند نه لاس ووينځى.

د حِکمت آواز

۲۰حِکمت په لارو کوڅو کښې په تېزه چغې وهى، او په چوکونو کښې په اوچت آواز نعرې وهى. ۲۱د بازار په ګڼه کښې هغه چغې وهى، او د ښار په دروازو کښې چرته چې خلق راغونډيږى هلته تقرير کوى، ۲۲”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بې‌وقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟ ۲۳راشئ او زما سختې خبرې واورئ. زۀ به خپل زړۀ نه تاسو خبر کړم او تاسو به هوښيار کړم. ۲۴ما تاسو ته څو ځله آوازونه وکړل خو تاسو رانۀ غلئ. زۀ تاسو له درغلم خو تاسو ما ته توجو رانۀ کړه، ۲۵تاسو زما ټول نصيحتونه نظر انداز کړل او زما اصلاح کول مو رد کړل، ۲۶خو چې کله تاسو په تکليف کښې پرېوځئ نو زۀ به په تاسو پورې ملنډې کوم، او زۀ به تاسو پورې خندا کوم کله چې تاسو بدبختى راګېر کړى، ۲۷کله چې بدبختى لکه د طوفان درباندې راشى، او چې مصيبت لکه د سيلۍ په شان درباندې راشى او چې مصيبت او سختى په تاسو باندې غالبه شى، ۲۸نو بيا چې کله دوئ ما ته چغې وهى، خو زۀ به دوئ له جواب نۀ ورکوم. دوئ به ما هر چرته د زړۀ نه ولټوى، خو دوئ به ما پېدا نۀ کړى. ۲۹ځکه چې دوئ د پوهې نه نفرت کولو او دوئ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدل خوښ کړل، ۳۰دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ما ته هيڅ توجو رانۀ کړه. ۳۱نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى. ۳۲د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى. ۳۳خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“