دَ فيليمون په نُوم دَ پولوس رسُول خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس له طرفه چه دَ مسيح عيسىٰ له خاطره په قيد کښے دے اَؤ دَ ورور تيموتيوس له طرفه، خپل ګران اَؤ ملګرى فيليمون ته، ۲اَؤ خور افيه اَؤ خپل ملګرى اَؤ دَ مسيح سپاهى ارخيپوس اَؤ دَ فيليمون دَ کور دَ جماعت په نُوم،

۳زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح دَ طرفه دِ فضل اَؤ سلامتى تاسو ته حاصله وى.

دَ فيليمون مينه اَؤ ايمان

۴زَۀ هميشه دَ خپل خُدائے شکر کوم اَؤ تا په خپلو دُعاګانو کښے يادوم، ۵ځکه چه ما ستا دَ هغه مينے اَؤ ايمان په حال آؤريدو چه تۀ ئے دَ ټولو پاکانو اَؤ عيسىٰ مسيح سره لرے، ۶دَ دے دَ پاره چه ستا دَ ايمان شراکت زمُونږ دَ هر خوئ په پيژندو کښے دَ مسيح دَ پاره اثر ولرى. ۷ځکه چه اَئے وروره! ما ته ستا په مينه ډيره خوشحالى اَؤ تسلى شوے ده ځکه چه ستا په سبب دَ پاکانو زړُونه تازه شوى دى.

پولوس دَ اونيسيموس دَ پاره سفارش کوى

۸نو اګر که زَۀ په مسيح کښے ښۀ زړه ور يم چه تا ته دِ مُناسب حُکم درکړم، ۹خو ما ته دا زياته غوره ښکارى چه زَۀ بوډا پولوس بلکه په دے وخت کښے دَ مسيح عيسىٰ له خاطره چه په قيد کښے يم، ۱۰دَ مينے په سبب درته دا سوال کوم چه دَ خپل زوئے اونيسيموس په حقله، څوک چه دَ قيد په حالت کښے په رُوحانى طور زما نه پيدا شو، درته دا خواست کوم. ۱۱اول خو هغه ستا دَ څۀ کار نۀ وو، ولے اوس ستا اَؤ زما دواړو دَ کار دے.

۱۲نو ما په خپله هغه، يعنے زما دَ سترګو تور، تا ته دراستولے دے. ۱۳هغه خو ما ځان سره پاتے کول غوښتۀ دَ دے دَ پاره چه ستا له طرفه زما خدمت وکړى، چه دَ زيرى دَ خاطره په دے قيد کښے يم. ۱۴خو ستا دَ مرضئ نه بغير ما هيڅ داسے کار کول ونۀ غوښتل، دَ دے دَ پاره چه ستا نيک کار دَ مجبورئ په وجه نه، بلکه دَ خوشحالئ سره وى.

۱۵ځکه چه کيدے شى چه اونيسيموس ستا نه دَ دے دَ پاره لږ وخت له جُدا شوے وى چه بيا تل دَ تا سره وى. ۱۶خو اوس ئے دَ غُلام په شان نه، بلکه دَ غُلام نه غوره، يعنے دَ يو خوږ ورور په شان چه هغه په ما ډير ګران دے، ځکه چه هغه غُلام هم اَؤ په مالِک کښے ورور هم دے، نو ځکه په تا دِ هم ډير زيات ګران وى.

۱۷نو کۀ تۀ ما خپل شريک ګڼے نو دَئے داسے قبُول کړه لکه ما، ۱۸اَؤ که دَۀ چرے ستا څۀ نُقصان کړے وى اَؤ يا پرے ستا څۀ پور وى نو هغه ما پسے وليکه. ۱۹زَۀ پولوس درته دا په خپل لاس ليکم چه په خپله به ئے ادا کړم، اَؤ دَ دے وينا هيڅ جاجت نِشته چه زما چه په تا څۀ پور دے هغه هم تۀ ئے. ۲۰اَئے وروره! دَ مالِک دَ خاطره په ما مهربانى وکړه اَؤ په مسيح کښے دَ يو ورور په حيثيت په دے کار کښے ما خوشحاله کړه.

۲۱تا ته په ليکلو زما باور دے چه تۀ به زما درخواست پُوره کړے، بلکه دَ هغے نه هم زيات. ۲۲دَ دے نه علاوه زما دَ ايساريدو دَ پاره يوه کوټه تياره کړئ ځکه چه زما اُميد دے چه ستاسو خلقو دَ دُعاګانو په جواب کښے خُدائے به مے برى کړى اَؤ تاسو ته به مے درورسوى.

آخرى سلامُونه

۲۳اِپفراس چه دَ مسيح له خاطره ما سره قيدى دے تا ته سلام وائى، ۲۴اَؤ مرقوس، اريسترخوس، ديماس اَؤ لُوقا هم چه په کار کښے ما سره ملګرى دى.

۲۵زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ ستاسو ټولو سره وى.