د حضرت عبدياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

مالِک خُدائ به د ادوم د خلقو عدالت کوى

۱دا د عبدياه رويا ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ يې د ادوم د قوم په حقله فرمائى، مونږ د مالِک خُدائ نه يو پېغام واورېدو، هغۀ يو پېغمبر قومونو ته ولېږلو چې ورته وفرمائى، ”پاڅئ، او راځئ چې په ادوم حمله وکړُو.“ ۲اے ادومه ګوره، زۀ به تا په قومونو کښې وړوکے کړم، تۀ به ډېر سپک شې. ۳تۀ خپل غرور دوکه کړے يې، تۀ چې د غرونو په غارونو کښې اوسېږې، او په اوچتو ځايونو کښې خپل کور جوړوې، تۀ چې د خپل ځان سره وائې چې، ”څوک ما لاندې زمکې ته راوستلے شى؟“ ۴خو تر دې کۀ تاسو د باز په شان اوچت هم والوځئ، او خپله جاله د ستورو سره جوړه کړئ، نو زۀ به هلته نه هم تاسو لاندې راولم، مالِک خُدائ فرمائى. ۵کۀ غلۀ د شپې راشى او تا لوټ کړى، نو هغوئ به تا نه دومره څۀ پټ کړى څومره چې غواړى. کله چې خلق انګور راټولوى نو څۀ نه څۀ ترې نه پاتې شى. خو ستاسو دشمن به تاسو مکمل جارُو کړى. ۶د ادوم خلق، د عِيسو اولاد به په پوره توګه لوټ کړے شى، او د هغوئ پټې خزانې به يوړے شى. ۷تر دې چې ستا ټول اِتحاديان به هم تا ستا د خپل مُلک نه وزغلوى، ستا خپل ملګرى به تا دوکه کړى او په تا به زورَور شى. ستا اعتبارى دوستان به تا ته دام خور کړى، خو تا ته به دا معلوم نۀ وى. ۸مالِک خُدائ فرمائى، په هغه ورځ به د ادوم په ټوله علاقه کښې يو هوښيار کس هم باقى پاتې نۀ شى، ځکه چې د ادوم په غرونو به زۀ هغه هر يو کس تباه کړم څوک چې عقل لرى. ۹اے تيمانه، ستا جنګيالى به ويريږى، او د ادوم په غرونو کښې هر يو کس به حلال کړے شى.

ادوميانو ته د سزا مِلاوېدو وجه

۱۰تا خپل ورور يعقوب سره ظلم کړے دے نو په دې وجه به تۀ په شرمونو وشرمېږې او د همېشه دپاره به تباه او برباد شې. ۱۱په هغه ورځ تۀ لرې ولاړ وې کله چې غېر مُلکيان د هغۀ دروازو ته ورننوتل او د هغۀ نه يې مال دولت يوړلو، او د يروشلم د تقسيمولو دپاره يې پچه واچوله. نو تا په هيڅ نۀ کولو داسې رويه خپله کړې وه لکه چې تۀ هم د بنى اِسرائيلو دشمن يې. ۱۲تا له د خپل ورور د بد قسمتۍ په ورځ خوشحالېدل نۀ دى پکار، او نۀ درله د يهوداه د خلقو د تباهۍ په ورځ خوشحالېدل پکار دى، او نۀ درله د هغوئ د تکليف په ورځ لافې کول په کار دى. ۱۳تا له نۀ وو په کار چې زما د خلقو دروازو ته ننوتلے وې د هغوئ د تباهۍ په ورځ، او نۀ درله په کار وو چې تۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ د هغوئ په مصيبت باندې خوشحاله شوے وې، او نۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ هغوئ لوټ کړې. ۱۴تا له نۀ وو په کار چې په چوکونو کښې ولاړ وې او هغوئ دې وژل څوک چې تښتېدل. تا له نۀ وو پکار چې هغه بچ شوى خلق دې نيول او دشمن ته دې حواله کول، په کومه ورځ چې هغوئ په مصيبت کښې وُو. ۱۵د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، د ټولو قومونو دپاره. څنګه چې تاسو کړى دى، نو هم داسې به تاسو سره هم وشى. ستاسو عملونه به واپس ستاسو په خپل سر راشى. ۱۶اول تاسو زما په مقدس غرۀ زما د غضب جام وڅښلو، خو اوس به يې نور ټول قومونه څښى. بلکې هغوئ به دا په څښلو څښلو خالى کړى، او هغوئ به دې آخرى قطرې هم څټى. بيا به د هغوئ نام و نشان باقى پاتې نۀ شى، داسې به ښکارى لکه هغوئ چې بلکل وُو نه.

د بنى اِسرائيلو فتح

۱۷خو د صيون غر به د هغوئ دپاره د پناه ځائ شى څوک چې تښتى، دا به مقدس وى. او د يعقوب اولاد به دا ځائ د خپل ميراث په توګه قبضه کړى. ۱۸د يعقوب اولاد به لکه د اور په شان وى او د يوسف اولاد به لکه لمبه وى، او ادوم به لکه د بوسو په پوره توګه وسوزوى. د ادوم په اولاد کښې به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى. ۱۹د نجب خلق به د ادوم غرونه قبضه کړى، او د ښکته علاقو خلق به د فلستيه مُلک قبضه کړى، هغوئ به د اِفرائيم او سامريه علاقې قبضه کړى، او د بنيامين خلق به جِلعاد قبضه کړى. ۲۰د بنى اِسرائيلو جلاوطن کړے شوى خلق چې په کنعان کښې دى به د صارفت پورې مُلک قبضه کړى، د يروشلم جلاوطن کړے شوى څوک چې په سفاراد کښې دى هغوئ به د نجب په ښارونو قبضه وکړى. ۲۱خلاصون ورکونکى به د صيون غرۀ ته بره وخېژى چې د ادوم په غرونو باندې حکومت وکړى. او مالِک خُدائ به پخپله بادشاه وى.