د شمېر کتاب

دریم فصل

د حضرت هارون زامن

۱دا د حضرت موسیٰ او حضرت هارون د کورنۍ د هغه وخت قصه ده کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په غره کې خبرې وکړې. ۲حضرت هارون څلور زامن درلودل: ناداب چې مشر ؤ، ابیهو، العازار او ایتامار. ۳هغوی مسح کړای شول او د کاهنانو په توګه وټاکل شول. ۴مګر ناداب او ابیهو د څښتن په حضور کې په داسې وخت کې مړه شول کله چې هغوی د سینا په دښته کې څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه. هغوی اولادونه نه درلودل، نو العازار او ایتامار د حضرت هارون د ژوندانه په دوران کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړ.

د لاویانو وظیفې

۵څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۶<د لاویانو قبیله راوله او د هارون کاهن د خدمتګارانو په توګه یې وټاکه. ۷دوی به په مقدسه خېمه کې کار کوي او د هارون او ټول قوم دپاره به وظیفې سرته رسوي. ۸هغوی به د مقدسې خېمې د ټول سامان مسئولیت په غاړه واخلي او د نورو اسراییلیانو دپاره به وظیفې اجرا کوي. ۹د لاویانو مسئولیت دا دی چې د هارون او د هغه د زامنو خدمت وکړي. ۱۰هارون او د هغه زامن د کاهنانو په توګه د خدمت دپاره وټاکه. که بل هرڅوک مقدس ځای ته ورنژدې شي باید ووژل شي.>

۱۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۲‏-۱۳<اوس دې لاویان زما شي. کله چې ما د مصریانو ټول مشران زامن او اولني زېږېدلي حیوانات ووژل، دا پرېکړه مې وکړه چې په هرې اسراییلي کورنۍ کې مشران زامن او د هغوی د رمو او پادو څخه هر اولنی زېږېدلی نر حیوان به زما وي. مګر اوس ما د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان انتخاب کړي دي. زه څښتن یم.>

د لاویانو سرشمېرنه

۱۴څښتن حضرت موسیٰ ته د سینا په دښته کې وفرمایل: ۱۵<لاویان کورنۍ په کورنۍ او طایفه په طایفه وشمېره. هر نارینه چې عمر یې یوه میاشت یا زیات وي وشمېره.> ۱۶نو څنګه چې څښتن ورباندې امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ هغوی وشمېرل.

۱۷‏-۲۰د لاوي درې زامن وو: جرشون، قهات او مراري. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. د جرشون دوه زامن وو: لبني او شمعي. د قهات څلور زامن وو: عمرام، یصهار، حبرون او عزیئیل. د مراري دوه زامن وو: محلي او موشي. هغوی د هغو کورنیو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي.

۲۱لبنیان او شمعیان د جرشونیانو طایفې وې. ۲۲د هغو نارینه جرشونیانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول، ۷۵۰۰ تنه وو. ۲۳دغو طایفو د مقدسې خېمې شاته یعنې لوېدیځ خواته خېمې ودرولې. ۲۴د جرشونیانو د کورنیو مشر د لایل زوی الیاساف ؤ. ۲۵په مقدسه خېمه کې جرشونیان د دغو شیانو د ساتنې مسوولان وو: د خېمې، د هغې د پوښونو، د خېمې د دروازې د پردې، ۲۶د حویلۍ د پردو، د هغې حویلۍ د دروازې د پردې چې د مقدسې خېمې او قربانۍ د ځای ګردچاپېره ده او د هغو د رسۍ ګانو. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.

۲۷عمرامیان، یصهاریان، حبرونیان او عزیئیلیان د قهاتیانو طایفې وې. ۲۸د هغو نارینه قهاتیانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ ۸۶۰۰ تنه وو. قهاتیانو د مقدس ځای د ساتنې مسئولیت په غاړه درلود. ۲۹دغو طایفو د مقدسې خېمې جنوب خواته خېمې ودرولې. ۳۰د قهاتیانو د طایفو د کورنیو مشر د عزیئیل زوی الیصافان ؤ. ۳۱د دغو شیانو مسئولیت د هغوی په غاړه ؤ: د لوظ صندوق، مېز، څراغدان، د قربانۍ د ځایونو، هغه لوښي چې کاهنانو په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیست او د ډېر مقدس ځای د دروازې پرده. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.

۳۲د لاویانو د مشرانو رئیس د حضرت هارون کاهن زوی العازار ؤ. هغه په هغو خلکو باندې مقرر شوی ؤ چې د مقدس ځای د ساتنې مسوولان وو.

۳۳محلیان او موشیان د مراریانو طایفې وې. ۳۴د هغو نارینه مراریانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول ۶۲۰۰ تنه وو. ۳۵د مراریانو د طایفو د کورنیو مشر د ابیحایل زوی صوریئیل ؤ. هغوی د مقدسې خېمې شمال خواته خېمې ودرولې. ۳۶مراریان د دې دپاره ټاکل شوي وو چې د مقدسې خېمې په چوکاټونو، د هغې په اړمونو، ستنو، پایو او د هغې د ټول سامان ساتنه وکړي. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود. ۳۷همدارنګه هغوی د ستنو، پایو، مېخونو او د هغو رسۍ ګانو مسئولیت په غاړه درلود چې د شاوخوا حویلۍ دپاره وې.

۳۸حضرت موسیٰ او حضرت هارون او د حضرت هارون زامنو د مقدسې خېمې لمرخاته خواته یعنې د مقدسې خېمې په مخ کې خېمې ودرولې. هغوی د هغو کارونو د سرته رسولو مسئولیت په غاړه درلود چې د اسراییلو د قوم دپاره په مقدس ځای کې ترسره کېدل. بل هرڅوک به چې مقدس ځای ته ورنژدې کېده، هغه به وژل کېده. ۳۹د هغو ټولو نارینه لاویانو شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او حضرت موسیٰ او حضرت هارون د څښتن په امر طایفه په طایفه وشمېرل، ټول ۲۲۰۰۰ تنه وو.

لاویان د مشرانو زامنو په ځای منل کیږي

۴۰څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اسراییلو ټول مشران زامن چې عمر یې یوه میاشت یا زیات وي وشمېره او د هغوی د نومونو یو لست تیار کړه. ۴۱د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای زما دپاره لاویان واخله او د هغوی د ټولو اولنیو زېږېدلو حیواناتو په ځای زما دپاره د لاویانو حیوانات واخله. زه څښتن یم.> ۴۲نو څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه د اسراییلو ټول مشران زامن وشمېرل. ۴۳د نارینه مشرانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او د هر یو نوم په لست کې لیکل شوی ؤ ۲۲۲۷۳ تنه وو.

۴۴بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۴۵<اوس د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان وقف کړه او د لاویانو حیوانات د هغوی د حیواناتو په ځای وقف کړه. لاویان دې زما شي. زه څښتن یم. ۴۶په دې خاطر چې د اسراییلو مشران زامن د لاویانو په پرتله ۲۷۳ تنه زیات دي، نو ته باید اضافي زامن بېرته په بیه واخلې. ۴۷د هر نفر دپاره د مقدس ځای د مثقال په مطابق پنځه پنځه مثقاله سپین زر راټول کړه ۴۸او هغه هارون او د هغه زامنو ته ورکړه.>

۴۹حضرت موسیٰ د ۲۷۳ اضافي مشرانو زامنو څخه سپین زر راټول کړل ۵۰چې د هغو وزن د مقدس ځای د مثقال په مطابق ۱۳۶۵ مثقاله ؤ. ۵۱هغه یې د څښتن د حکم سره سم حضرت هارون او د هغه زامنو ته ورکړل.