د شمېر کتاب

دوهم فصل

په کمپ کې د قبیلو ځای په ځای کول

۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<کله چې اسراییلیان خېمې ودروي، هر سړی به د خپلې ډلې د بیرغ او د خپلې طایفې د نښان لاندې خېمې ودروي. کمپ دې د مقدسې خېمې په شاوخوا کې جوړ شي.>

۳د یهودا د کمپ ډلې دې په ختیځ کې د لمرخاته خواته د خپل بیرغ لاندې خېمې ودروي. د یهودا د خلکو مشر د عمیناداب زوی نحشون دی. ۴د هغه د ډلې شمېر ۷۴۶۰۰ تنه دی.

  • ۵د یساکار قبیله به د هغوی په څنګ کې خېمې ودروي. د یساکار د خلکو مشر د صوغر زوی نتنائیل دی. ۶د هغه د ډلې شمېر ۵۴۴۰۰ تنه دی.
  • ۷ورپسې به د زبولون قبیله وي. د زبولون د خلکو مشر د حیلون زوی الیاب دی. ۸د هغه د ډلې شمېر ۵۷۴۰۰ تنه دی.
  • ۹هغه ټول نفر چې د یهودا کمپ ته د هغوی د ډلو په مطابق ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۸۶۴۰۰ تنه دی. اول به دوی روان شي.

۱۰د روبین د کمپ ډلې به په جنوب کې د خپل بیرغ لاندې وي. د روبین د خلکو مشر د شدیئور زوی الیصور دی. ۱۱د هغه د ډلې شمېر ۴۶۵۰۰ تنه دی.

  • ۱۲د شمعون قبیله به د هغوی په څنګ کې خېمې ودروي. د شمعون د خلکو مشر د صوریشدای زوی شلومیئیل دی. ۱۳د هغه د ډلې شمېر ۵۹۳۰۰ تنه دی.
  • ۱۴ورپسې به د جاد قبیله وي. د جاد د خلکو مشر د دعوئیل زوی الیاساف دی. ۱۵د هغه د ډلې شمېر ۴۵۶۵۰ تنه دی.
  • ۱۶هغه ټول نفر چې د روبین کمپ ته د هغوی د ډلو په مطابق ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۵۱۴۵۰ تنه دی. دوهم به دوی روان شي.

۱۷بیا د اولنیو او آخرنیو دوو کمپونو په منځ کې دې لاویان روان شي او مقدسه خېمه دې یوسي. هر کمپ دې په هماغه ترتیب سره روان شي لکه څنګه چې هغوی خېمې ودروي. هر یو به په خپل ځای کې د خپل بیرغ لاندې وي.

۱۸د افرایم د کمپ ډلې به په لوېدیځ کې د خپل بیرغ لاندې وي. د افرایم د خلکو مشر د عمیهود زوی الیشمع دی. ۱۹د هغه د ډلې شمېر ۴۰۵۰۰ تنه دی.

  • ۲۰د منسي قبیله به د هغوی په څنګ کې وي. د منسي د خلکو مشر د فدهصور زوی جملیئیل دی. ۲۱د هغه د ډلې شمېر ۳۲۲۰۰ تنه دی.
  • ۲۲ورپسې به د بنیامین قبیله وي. د بنیامین د خلکو مشر د جدعوني زوی ابیدان دی. ۲۳د هغه د ډلې شمېر ۳۵۴۰۰ تنه دی.
  • ۲۴هغه ټول نفر چې د افرایم کمپ ته د هغوی د ډلو په مطابق ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۰۸۱۰۰ تنه دی. دریم به دوی روان شي.

۲۵د دان د کمپ ډلې به په شمال کې د خپل بیرغ لاندې وي. د دان د خلکو مشر د عمیشدای زوی اخیعزر دی. ۲۶د هغه د ډلې شمېر ۶۲۷۰۰ تنه دی.

  • ۲۷د اشیر قبیله به د هغوی په څنګ کې خېمې ودروي. د اشیر د خلکو مشر د عکران زوی فجعیئیل دی. ۲۸د هغه د ډلې شمېر ۴۱۵۰۰ تنه دی.
  • ۲۹ورپسې به د نفتالي قبیله وي. د نفتالي د خلکو مشر د عینان زوی اخیرع دی. ۳۰د هغه د ډلې شمېر ۵۳۴۰۰ تنه دی.
  • ۳۱هغه ټول نفر چې د دان کمپ ته ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۵۷۶۰۰ تنه دی. هغوی به د خپلو بیرغونو لاندې په آخر کې روان شي.

۳۲نو دا د اسراییلو د قوم سرشمېرنه وه چې د هغوی د کورنیو په اساس ترسره شوه. هغه ټول خلک چې په ډلو ډلو په کمپونو کې وو، شمېر یې ۶۰۳۵۵۰ تنه وو. ۳۳لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ لاویان د نورو اسراییلیانو سره یوځای ونه شمېرل شول.

۳۴نو د اسراییلو قوم هغه ټول کارونه سرته ورسول چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ. په دې ډول هغوی هر یو د خپل بیرغ لاندې خېمې ودرولې او د خپلې طایفې او خپلې کورنۍ سره روان شو.