چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ راتلونکو ورځو کې به
په کوم غر چې دی جوړ شوی د څښتن کور
وي به نړۍ کې دا غر لوړ له ټولو غرونو څخه
هغه به لوړ وي ټولو غونډیو څخه
وي به قومونه ورروان هلته
۲ هغوی به راشي وبه وایي داسې:
راځئ ورخېژو د څښتن غره ته مونږ
پورته شو کور ته د یعقوب د خدای
هلته به وښایي هغه مونږ ته خپلې لارې
او مونږ به وکړو هغه کار چې وي خوښ د هغه
ځکه چې شریعت د څښتن به له صهیونه راشي
د ده کلام به راشي له اورشلیمه څخه
۳ څښتن به وکړي قضاوت د ډېرو قومونو ترمنځ
د قاضي په شان به حل کړي د قوي او لېرې قومونو شخړې
خپلو تورو نه به جوړ کړي خلک پال د قلبې
نېزې بدلې په لورونو به کړي
بیا به هېڅکله قومونه غوره نه کړي د جنګ لاره
بیا به هېڅکله دوی نه نیسي د جنګ تیاری
۴ هغوی به ژوند کوي په سوله کې
خپل د انګورو په باغونو او انځرو لاندې
او هېڅوک به نه وي چې دوی ووېروي
دغه وعده کړې ده مطلق قادر څښتن
۵ هر یو قوم د خپل خدای عبادت او اطاعت کوي، خو مونږ به تل ترتله د خپل څښتن خدای عبادت او اطاعت کوو.
۶ څښتن وایي: «هغه وخت راروان دی چې زه به هغه ګوډ خلک سره راټول کړم چې سزا مې ورته ورکړې وه او شړل شوي وو. ۷ هغه خلک چې ګوډ شوي دي او په جلاوطنۍ کې پاتې دي، د هغوی نه به یو لوی قوم جوړ شي. نو له همدا اوس نه تر ابده پورې به زه څښتن د صهیون په غره کې په هغوی باندې حکومت وکړم.»
۸ او ای اورشلیمه، چېرته چې خدای لکه د څارنې د برج نه د شپانه په شان په خپلو خلکو باندې پام کاوه، ته به یوځل بیا د خپلې پاچاهۍ پایتخت شې، لکه په یو وخت کې چې وې. ۹ اوس دومره په لوړ اواز ولې چیغې وهې؟ ته ولې د هغې ښځې په شان چې د لنګون په درد باندې اخته وي، په تکلیف یې؟ ایا دا په دې خاطر چې پاچا نه لرئ او مشاوران مو مړه شوي دي؟ ۱۰ ای د اورشلیم ګرانو خلکو، د هغې ښځې په شان تاوېږئ، راتاوېږئ او زګېروي کوئ چې د لنګون په درد اخته وي، ځکه چې تاسو باید ښار پرېږدئ او په یو ډاګ کې واوسېږئ. تاسو به بابل ته لاړ شئ، خو هلته به څښتن تاسو وژغوري او د خپلو دښمنانو نه به مو بېرته ازاد کړي. ۱۱ ډېر قومونه سره راټول شوي دي چې حمله درباندې وکړي. هغوی وایي: «اورشلیم باید وران شي! مونږ به ووینو چې دا ښار به په کنډوالو باندې بدل شي!» ۱۲ خو دا قومونه په دې نه پوهیږي چې د څښتن خیالونه څه دي او د هغه اراده څه ده. هغوی په دې باندې نه پوهیږي چې دوی د دې دپاره راټول کړای شوي دي چې داسې سزا ورته ورکړل شي لکه څنګه چې ګېډۍ د غوبل دپاره راوړل شوي وي.
۱۳ څښتن وایي: «ای د اورشلیم ګرانو خلکو، پاڅېږئ او خپلو دښمنانو ته داسې سزا ورکړئ لکه غنم چې غوبل کیږي! زه به تاسو د هغه غویي په شان چې اوسپنیز ښکرونه او برنجي سومان لري، قوي کړم. تاسو به ډېر قومونه ټوټې ټوټې کړئ او هغوی چې په زورزیاتي باندې کوم مال دولت لاسته راوړی دی، هغه به ما یعنې د ټولې دنیا څښتن ته وقف کړئ.»