چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ میکاه وویل: «ای د اسراییلو د قوم مشرانو، غوږ ونیسئ! تاسو باید عدالت وپېژنئ، ۲ خو تاسو د نېکۍ نه کرکه کوئ او بدي خوښوئ. تاسو لکه قصاب د خلکو نه پوستکي وباسئ او لکه ځنګلي ځناور د هغوی د هډوکو نه غوښې شلوئ. ۳ تاسو زما د خلکو غوښې خورئ. تاسو د هغوی نه لکه قصاب پوستکي وباسئ، د هغوی هډوکي ماتوئ او هغوی د غوښې په شان ټوټې ټوټې کوئ او په دېګ کې یې اچوئ. ۴ بیا به تاسو څښتن ته فریادونه کوئ، خو هغه به درته ځواب نه درکوي. هغه به ستاسو نه مخ اړوي، ځکه چې تاسو بد کارونه کړي دي.»
۵ دا هغه څه دي چې څښتن یې وایي: «تاسو جعلي پیغمبران زما خلک غولوئ، تاسو د هغو خلکو دپاره د سولې او سلامتۍ وعده کوئ چې خواړه درکوي، خو څوک چې خواړه نه ورکوي، هغوی په جنګ باندې وېروئ. ۶ نو ای پیغمبرانو، په تاسو باندې به شپه راشي چې رویا به په کې نه وي او تیاره به راشي چې پېشګویي به نه وي. لمر به پرېوځي او ورځ به درته تیاره وي. ۷ غیب ویونکي به وشرمیږي او فال کتونکي به رسوا شي. هغوی به د خجالت نه خپل مخونه پټ کړي، ځکه چې زه به هغوی ته ځواب نه ورکوم.» ۸ میکاه وویل: «خو د خپل ځان په هکله باید ووایم چې څښتن زه د خپل قدرت او روح نه ډک کړی یم او ماته یې د عدالت کولو احساس او جرات راکړی دی چې د اسراییلو خلکو ته د هغوی ګناهونه وروښایم.
۹ ای د اسراییلو مشرانو، تاسو چې د عدالت نه کرکه کوئ او نېکي په بدۍ بدلوئ، نو ماته غوږ ونیسئ. ۱۰ تاسو د قتلونو او بېانصافۍ له مخې صهیون یعنې اورشلیم جوړوئ. ۱۱ د ښار حاکمان رشوتونه اخلي، کاهنان یوازې د پیسو په خاطر د خدای د قوانینو په هکله تعلیم ورکوي، پیغمبران په پیسو باندې پېشګویانې کوي او هغوی ټول دعوه کوي چې دوی په څښتن باندې تکیه کوي. هغوی وایي: ‹مونږ ته به هېڅ کوم زیان نه رارسیږي، ځکه چې څښتن زمونږ سره مل دی.› ۱۲ نو ستاسو په سبب به صهیون لکه د پټي په شان قلبه شي، اورشلیم به په کنډوالو باندې بدل شي او د صهیون غر نه به چې د خدای کور ورباندې جوړ شوی دی، ځنګل جوړ شي.»