۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

اتم باب

د يو جذامى روغول

۱څۀ وخت چې عيسىٰ د غرۀ نه راکوز شو نو ګڼ خلق ورپسې شُو. ۲خو بيا يو جذامى وروړاندې شو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“ ۳عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه روغ جوړ شو. ۴بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“

د رومى صوبه دار نوکر شفا موندل

۵او کله چې عيسىٰ کفرنحُوم ښار ته وردننه شو نو يو رومى صوبه دار ورغلو او هغۀ ته يې مِنت وکړو او وئيل يې چې، ۶”مالِکه، زما يو نوکر په کور کښې شل ګوډ پروت دے او ډېر په تکليف کښې دے.“ ۷عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به درشم او روغ به يې کړم.“ ۸خو صوبه دار جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې. خو کۀ تاسو صرف حکم وکړئ نو زما نوکر به جوړ شى. ۹ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“ ۱۰عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے. ۱۱زۀ تاسو ته دا وايم چې د نمرخاتۀ او د نمرپرېواتۀ نه به ډېر خلق داسې راشى چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره به د آسمان د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې يو ځائ کښېنى، ۱۲خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولے شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“ ۱۳بيا عيسىٰ صوبه دار ته وفرمائيل چې، ”اوس خپل کور ته لاړ شه، نو ستا د ايمان په وجه دې داسې وشى.“ نو هم په هغه ساعت د هغۀ نوکر روغ شو.

د ډېرو خلقو روغول

۱۴عيسىٰ بيا د پطروس کور ته لاړو او وې ليدل چې د پطروس خواښې تبې نيولې وه. ۱۵نو د هغې لاس ته يې لاس وروړو نو د هغې نه تبه لاړه. هغه پاڅېده او د هغۀ په خِدمت کولو شروع شوه. ۱۶کله چې ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډېر داسې کسان راوستل چې پيريانو نيولى وُو او هغۀ د هغوئ نه په يو حکم پيريان وشړل او ټول بيماران يې روغ کړل، ۱۷چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوې هغه پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.“

د حضرت عيسىٰ مسيح د مريدۍ قيمت

۱۸عيسىٰ چې د ځان نه چاپېره ګڼه وليده نو حکم يې وکړو چې راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو. ۱۹يو د شرعې عالم ورغلو او وې وئيل چې، ”اُستاذه، هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“ ۲۰عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“ ۲۱يو بل مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“ ۲۲عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ما پسې راځه، مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى.“

د حضرت عيسىٰ په درياب کښې طوفان آرامول

۲۳بيا عيسىٰ په کشتۍ کښې سور شو او مريدان هم ورسره سوارۀ شُو. ۲۴خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو او چپې داسې اوچتېدې چې په کشتۍ راواوړېدې. خو هغه اودۀ وو. ۲۵نو هغوئ ورغلل او هغه يې رابېدار کړو چې، ”مالِکه، مونږ بچ کړه. مونږ ډوبيږو.“ ۲۶هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه. ۲۷مريدان په دې ننداره ډېر حېران شول او دوئ ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى؟“

د دوو پيريانو نيولو سړو روغول

۲۸عيسىٰ چې د ګدريانو علاقې ته پورې وتو نو د قبرستان نه دوه سړى راووتل چې پيريانو نيولى وُو او دومره خطرناک وُو چې څوک هم په هغه لاره ترې نۀ شُو تېرېدلے. ۲۹هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ پاک زويه. تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“ ۳۰نو لږ لرې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېدله. ۳۱او پيريانو زارى ورته وکړه، ”کۀ چرې تۀ مونږ شړل غواړې نو مونږ د خنزيرانو دغې رمې ته ولېږه.“ ۳۲هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”لاړ شئ.“ نو هغوئ راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او د خنزيرانو ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه. ۳۳د خنزيرانو ساتونکى نزدې ښار ته وتښتېدل او هر چا ته يې هغه ټوله قيصه بيانوله، څۀ چې په پيريانو نيولى سړو تير شوى وُو. ۳۴بيا د کلى ټول خلق بهر راووتل چې عيسىٰ ووينى، او کله چې هغوئ وليدو نو ورته يې مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه.