۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

پنځم باب

دَ عيسىٰ مسيح په غرۀ باندے وعظ

۱کله چه عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو. اَؤ کله چه دَ هغۀ مُريدان ورته راټول شول، ۲نو هغۀ ورته داسے تعليم ورکول شروع کړو : 

بختور څوک دے؟

لُوقا ۶ :  ۲۰ ـ ۲۳

۳”بختور دى هغوئ چه دَ رُوح غريبان دى ځکه چه دَ آسمان بادشاهى دَ هغوئ ده. ۴بختور دى هغوئ چه غمژن دى، هغوئ به تسلى ومُومى. ۵بختور دى هغوئ چه حليمان دى ځکه چه دوئ به دَ مزکے وارثان شى. ۶بختور دى هغوئ چه دَ صداقت وږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى. ۷بختور دى هغوئ چه رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى. ۸بختور دى هغوئ چه زړونه ئے پاک دى، هغوئ به دَ خدائے ديدن وکړى. ۹بختور دى دَ اَمن راوستُونکى، خدائے به هغوئ ته خپل زامن ووائى. ۱۰بختور دى هغوئ چه دَ خدائے دَ رضا دَ پاره ربړولى کيږي، دَ آسمان بادشاهى دَ هغوئ ده. ۱۱تاسو بختور يئ چه زما دَ پاره په ځان ملامتے، سختے زحمتے تيروئ اَؤ دَ خلقو قِسم قِسم دروغژنے بدے خبرے زغمئ. ۱۲دا هر څۀ تاسو په خوشحالئ اَؤ رُوڼ تندى وزغمئ ځکه چه په آسمان کښے ستاسو دَ پاره لوئے اَجر دے، ځکه چه ستاسو نه وړاندے هم دغه رنګ دوئ نبيان ربړولى دى.

مالګه اَؤ رڼا

مرقوس ۹ :  ۵۰، لُوقا ۱۴ :  ۳۴ ـ ۳۵

۱۳تاسو دَ دُنيا دَ پاره مالګه يئ. که مالګه بے خونده شى نو څنګه به مالګينه شى؟ دا بيا په هيڅ کار نۀ راځى اَؤ دَ غورزولو اَؤ دَ پښو دَ لاندے کولو جوګه شى.

۱۴تاسو دَ ټول عالم دَ پاره رڼا يئ. کُوم ښار چه په غرۀ آباد وى هغه پټيدے نۀ شى. ۱۵چه ډيوه بله شى نو دَ اوږى لاندے نۀ شى کيښودے، بلکه دَ ډيوټ دَ پاسه ايښلے شى چرته چه دَ کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى. ۱۶اَؤ تاسو هم دغه رنګ دَ خلقو دَ وړاندے رڼا خوره کړئ دَ دے دَ پاره چه هر کله چه هغوئ ستاسو ښۀ کارُونه ووينى نو هغوئ به ستاسو دَ پلار چه په آسمان کښے دے، لوئى بيان کړى.

دَ شريعت تعليم ورکول

۱۷دا خيال مه کوئ چه ګنى زَۀ دَ دے دَ پاره راغلے يم چه شريعت اَؤ دَ نبيانو کتابُونه منسُوخ کړم. زۀ منسُوخ کولو ته نۀ يم راغلے بلکه پُوره کولو ته راغلے يم. ۱۸زَۀ درته دا وايم چه تر څو پورے چه دا آسمان اَؤ مزکه ختم شوى نۀ وى نو دَ شريعت يو ورکوټے حرف يا يو زبر قدر به هم ورک نۀ شى، تر څو چه دا هر څۀ سر ته ونۀ رسى. ۱۹نو که څوک سړے تِر نه يو پوټسکے دَ شريعت هم مات کړى اَؤ نورو خلقو ته دَ داسے کولو تعليم ورکړى نو دَ آسمان په بادشاهئ کښے به دَ دوئ ځائے دَ ټولو نه لاندے وى. خو هغه څوک چه په شريعت عمل وکړى اَؤ نورو ته ئے هم تعليم ورکوى، هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے لوئى بيا مُومى. ۲۰زَۀ تاسو ته دا وايم، تر څو چه تاسو په صداقت کولو کښے دَ فريسيانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو هيڅ کله هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخليدے نۀ شئ.

دَ قهر په بابت تعليم

۲۱تاسو آؤريدلى دى چه زمُونږ پلارُونو ته وئيلى شوى وُو چه ”قتل مه کوئ. هغه څوک چه قتل وکړى هغۀ ته به خامخا په عدالت کښے سزا ورکولے شى.“ ۲۲خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر څوک چه خپل ورور ته قهر وکړى، هغۀ ته به هم ضرور په عدالت کښے سزا ورکړے شى. اَؤ که هغه خپل ورور ته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، اَؤ که چرے ورته ليونے ووائى نو هغه به خامخا دَ هغے بدله کښے دَ دوزخ دَ اور سزا مُومى. ۲۳که چرے تاسو دَ قُربانئ ځائے ته څۀ شے راؤړئ اَؤ درته راياد شى چه ستا ورور په څۀ خبره درنه خفه دے، نو خپله قُربانى په هغه ځائے پريږده، ۲۴لاړ شه، اول خپل ورور پخلا کړه اَؤ بيا راشه اَؤ خپل نذر وړاندے کړه. ۲۵که څوک په تا دعوىٰ لرى نو زر ورسره جوړه وکړه، کله چه تاسو دواړه عدالت ته روان يئ. ګنى هغه به دِ مُنصف ته حواله کړى اَؤ مُنصف سپاهى ته، اَؤ تۀ به قيد شے. ۲۶زَۀ درته دا وايم، تر څو چه تۀ پيسه پيسه ادا نۀ کړے تر هغے به تۀ خلاص نۀ شے.

دَ زِنا په بابت تعليم

۲۷تاسو ته معلُومه ده چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو چه ”زنا مه کوئ.“ ۲۸خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه که يو سړے يوے ښځے ته په بده سترګه وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښے دَ هغے سره زِنا وکړه. ۲۹که چرے ستا ښئ سترګه دَ ګُناه سبب شى. نو وئے باسه اَؤ دَ ځانه ئے وغورزوه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه دَ خپل وجُود يو اندام بائيلے، نۀ چه ستا ټول وجُود دوزخى شى. ۳۰اَؤ که چرے ستا ښئ لاس دَ ګُناه سبب شى نو پرے ئے کړه اَؤ وئے غورزوه. ستا دَ پاره دا غوره ده چه دَ خپل وجُود يو اندام بائيلے، نۀ چه ستا ټول وجُود دوزخى شى.

دَ طلاق په بابت تعليم

متى ۱۹ :  ۹، مرقوس ۱۰ :  ۱۱ ـ ۱۲، لُوقا ۱۶ :  ۱۸

۳۱هغوئ ته وئيلى شوى وُو، کُوم سړے چه خپله ښځه طلاقه کړى نو خامخا دِ هغے ته طلاق نامه ورکړى. ۳۲خو زَۀ درته دا وايم چه کُوم سړے چه دَ حرام کارئ نه بغير په بل څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغے باندے زِنا کوى، اَؤ هر څوک چه طلاقه شوے ښځه وادۀ کړى هغه هم زِنا کوى.

دَ سوګند په بابت تعليم

۳۳بيا دا تاسو آؤريدلى دى چه زمونږ نيکُونو ته وئيلى شوى وُو چه ”خپل سوګند مه ماتوئ بلکه خپل قَسم دَ خدائے دَ پاره خامخا پُوره کوئ.“ ۳۴خو زۀ تاسو ته دا وايم چه چرے هم قَسم مه خورئ، په آسمان باندے هم نۀ، ځکه چه دا دَ خدائے تخت دے، ۳۵اَؤ نۀ په مزکه ځکه چه دا دَ هغۀ دَ پښو چوکئ ده، اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس ځکه چه دا دَ لوئے بادشاه ښاريه ده، ۳۶اَؤ نۀ په خپل سر ځکه چه تۀ دَ دے يو ويښتۀ هم په خپله مرضئ نۀ سپينولے اَؤ نۀ تورولے شئے. ۳۷تاسو تش دَ هو په ځائے هو، اَؤ دَ نه په ځائے نه جواب ورکوئ. دَ دے نه زيات چى دے هغه دَ شيطان کار دے.

دَ بدل په حقله تعليم

لُوقا ۶ :  ۲۹ ـ ۳۰

۳۸تاسو خبر يئ چه دا وئيلى شوى وُو چه ”دَ سترګے په بدل کښے سترګه اَؤ دَ غاښ په بدل کښے غاښ.“ ۳۹خو زۀ تاسو ته دا وايم چه دَ هغه سړى برخلاف مه ودريږئ څوک چه درسره بد کوى. که څوک درله په ښى مخ څپيړه درکړى نو ګس مخ وروړاندے کړه. ۴۰که چرے يو سړے ستا په قميص دعوىٰ لرى نو تۀ خپله چُوغه هم ورله ورکړه. ۴۱که چرے يو اِختيارمن تا يو ميل په بيګار بيائى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه. ۴۲چه څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه اَؤ دَ داسے سړى نه مخ مۀ اَړوه څوک چه درنه قرض غواړى.

دَ دُښمن سره مينه کول

لُوقا ۶ :  ۲۷ ـ ۲۸، ۳۲ ـ ۳۶

۴۳تاسو خبر يئ چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو چه ”دَ خپل ګاونډى سره مينه کوئ اَؤ دَ خپل دُښمن نه کرکه.“ ۴۴خو زَۀ درته دا وايم چه دَ خپلو دُښمنانو سره مينه کوئ، اَؤ څوک چه په تاسو ظُلم کوى دَ هغو دَ پاره دُعا غواړئ، ۴۵چه په دے تاسو دَ خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چه په بدو اَؤ په ښو يو شان خپل نمر راخيژوى اَؤ په ديانتدارو اَؤ په بدديانتو يو شان باران وروى. ۴۶که چرے تاسو تش دَ هغو سره مينه کوئ څوک چه تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو دَ څۀ اَجر طمعدار يئ؟ ولے چه محصُولچيان هم دغسے کوى. ۴۷که چرے تاسو تش په خپلو ورُوڼو سلام اچوئ نو دا کُومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو غير قومُونه هم کوى. ۴۸تاسو کامل شئ لکه څنګه چه ستاسو آسمانى پلار کامل دے.