۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

څلورم باب

دَ عيسىٰ مسيح آزميښت

مرقوس ۱ :  ۱۲ ـ ۱۳، لُوقا ۴ :  ۱ ـ ۱۳

۱رُوح القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چه په اِبليس ئے وآزمائى. ۲هغۀ څلويښت ورځے اَؤ څلويښت شپے روژه ونيوله اَؤ په آخر کښے هغه وږے شو. ۳بيا آزميښت کوُونکے ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو دے کاڼو ته ووايه چه ډوډئ شى.“

۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفے وائى چه :  ”بنى آدم تش په ډوډئ نۀ پائى خو هغه په هر هغه خبره پائى چه دَ خدائے دَ خُلے نه وځى.““ ۵بيا اِبليس دَئے مُقدس ښار ته بوتلو اَؤ دَ خدائے دَ کور په مناره ئے ودرولو، ۶اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو خپل ځان ښکته ګُذار کړه، ځکه چه صحيفے وائى چه :  ”هغه به ستا دَ پاره خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، اَؤ هغوئ به تا په خپلو لاسُونو کښے پورته کړى چه ستا پښه په کاڼى ونۀ دړديږي.““ ۷عيسىٰ جواب ورکړو چه ”صحيفے دا هم وائى چه :  ”تاسو په خپل مالک خدائے آزميښت مۀ کوئ.““ ۸بيا ابليس هغه دَ يو دنګ غر څوکے ته وخيژولو اَؤ دَ دُنيا ټولے بادشاهئ ئے ورته په پُوره شان اَؤ شوکت کښے څرګندے کړے ۹اَؤ ورته ئے ووئيل، ”دا هرڅۀ به تاله درکړم خو که تۀ راته سجده وکړے اَؤ عبادت راته وکړے.“

۱۰خو عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ورک شه شيطانه! صحيفے وائى چه :  ”تۀ به خپل مالک خدائے ته سجده کوے اَؤ تش دَ هغۀ بندګى به کوے.““ ۱۱نو اِبليس هغه پريښودو اَؤ فرښتے راغلے اَؤ دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے شوے.

دَ عيسىٰ په ګليل کښے خدمت شروع کول

مرقوس ۱ :  ۱۴ ـ ۱۵، لُوقا ۴ :  ۱۴ ـ ۱۵

۱۲هر کله چه عيسىٰ واؤريدل چه يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته بيرته راغے. ۱۳ناصرت ئے پريښودو اَؤ په کفرنحُوم کښے ديره شو چه دَ درياب په غاړه دے، چه زبولون اَؤ نفتالى په سرحد دے. ۱۴دا دَ يشعيا نبى په وسيله شوے خبرے پُوره کوُل وُو يعنے : 

۱۵”دَ زبولون اَؤ دَ نفتالى علاقه،

دَ درياب طرف ته دَ اُردن نه پورے،

دَغير قومونو ګليل!

۱۶هغه خلق چه په تيارۀ کښے ناست وُو،

هغوئ يوه لويه رڼا وليدله،

اَؤ څوک چه دَ مرګ په مزکه

اَؤ په سُورى کښے ناست وُو،

پرے رڼا راوختله.“

۱۷دَ هغے ورځے نه عيسىٰ دا وعظ شروع کړو چه ”توبه ګار شئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى درباندے راغله!“

دَ عيسىٰ مسيح څلورو ماهى ګيرو ته بلنه ورکول

مرقوس ۱ :  ۱۶ ـ ۲۰، لُوقا ۵ :  ۱ ـ ۱۱

۱۸عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه ګرزيدو چه دوه وروُڼه ئے وليدل، يو شمعون چه پطروس بللے شى اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس. هغوئ په درياب کښے جال اچولو ځکه چه دوئ ماهى ګيران وُو. ۱۹عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ماپسے راځئ اَؤ زَۀ به تاسو دَ بنى آدمو لټوُونکى جوړ کړم.“ ۲۰هغوئ سمدستى جالُونه پريښودل اؤ په هغۀ پسے روان شول.

۲۱عيسىٰ په مخه تلو اَؤ دوه نور ورُوڼه ئے وليدل، دَ زبدى زوئے يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا چه په کشتئ کښے ئے دَ خپل پلار زبدى سره جالُونه مُرمت کول. هغوئ ئے راوبلل ۲۲اَؤ هغوئ سمدستى کشتئ اَؤ خپل پلار پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول.

دَ عيسىٰ مسيح تعليم ورکول، وعظ کول اَؤ رنځوران جوړول

لُوقا ۶ :  ۱۷ ـ ۱۹

۲۳عيسىٰ په ټول ګليل کښے و ګرزيدو، دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ دَ زيرى وعظ ئے کاوو اَؤ دَ خلقو هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے روغوله. ۲۴دَ هغۀ آوازه په ټول شام کښے خوره شوه اَؤ دَ هر رنځ رنځوران چه په عذاب آخته وُو، يعنے هغوئ چه بد رُوحونه په کښے وُو، ميرګو نيولى اَؤ شل ئے ورله راوستل اَؤ هغۀ روغ کړل. ۲۵ډير خلق ورپسے روان شول چه دَ ګليل، دَ دِکپولس، دَ بيتُ المُقدس، دَ يهوديه اَؤ دَ اُردن دَ پورے غاړے اوسيدونکى وُو.