۰:۰۰ / ۰:۰۰

د عیسی مسیح په هکله د متي انجیل

څلورم فصل

د عیسی ازمېښت

(مرقوس ۱:‌۱۲‌-‌۱۳ او لوقا ۴:‌۱‌-‌۱۳)

۱بیا روح القدس عیسی دښتې ته بوته چې د شیطان له خوا وازمایل شي. ۲عیسی څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونیوله او په پای کې وږی شو. ۳بیا شیطان ورنژدې شو او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو دې تیږو ته ووایه چې په ډوډۍ باندې بدلې شي.» ۴خو عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

انسان یوازې په ډوډۍ نه، بلکې په هرې یوې خبرې باندې ژوندی دی چې د خدای د خولې څخه راوځي.»

۵بیا شیطان هغه سپېڅلي ښار اورشلیم ته بوته او د خدای د کور په مناره باندې یې ودراوه ۶او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو خپل ځان ښکته وغورځوه، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

هغه به ستا دپاره فرښتو ته حکم وکړي او هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو پښه دې په تیږه ونه لګیږي.»

۷عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې دا هم لیکل شوي دي:

خپل څښتن خدای مه ازمایئ.»

۸بیا شیطان هغه یو ډېر لوړ غره ته وخېژاوه او د نړۍ ټولې پاچاهۍ او د هغوی شان او شوکت یې ورته وښود ۹او ورته ویې ویل: «که ته ماته سجده وکړې او زما عبادت وکړې نو دا ټول به تاته درکړم.» ۱۰بیا عیسی هغه ته وویل: «ورک شه شیطانه! ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.»

۱۱نو شیطان هغه پرېښود او فرښتې د هغه په خدمت کې حاضرې شوې.

عیسی په جلیل کې خپل کار پیل کوي

(مرقوس ۱:‌۱۴‌-‌۱۵ او لوقا ۴:‌۱۴‌-‌۱۵)

۱۲کله چې عیسی واورېدل چې یحیی په زندان کې اچول شوی دی، نو هغه جلیل ته لاړ. ۱۳هغه په ناصرې کې پاتې نه شو او کپرناحوم ته چې د جلیل د بحیرې په غاړه د زبولون او نفتالي په سیمه کې پروت دی، لاړ او هلته پاتې شو، ۱۴ترڅو هغه خبرې چې خدای د اشعیا نبي په وسیله کړې وې رښتیا شي:

۱۵د زبولون او نفتالي سیمې د بحیرې په غاړه او د اردن د سیند بلې غاړې ته پرتې دي. یعنې د جلیل په سیمه کې چې غیریهودیان په کې اوسیږي. ۱۶کوم خلک چې په تیارو کې اوسیږي هغوی به یوه لویه رڼا وویني او په هغو خلکو باندې به چې د مرګ په سیوری کې اوسیږي د سهار رڼایي وځلیږي.

۱۷د هماغه وخت نه عیسی دا وعظ پیل کړ: «توبه‌ګار شئ، ځکه چې اسماني پاچاهي رانژدې شوې ده.»

عیسی څلورو ماهيګیرو ته بلنه ورکوي

(مرقوس ۱:‌۱۶‌-‌۲۰ او لوقا ۵:‌۱‌-‌۱۱)

۱۸کله چې عیسی د جلیل د بحیرې په غاړه ګرځېده، نو دوه ورونه یې ولیدل چې یو یې شمعون ؤ چې د پطروس په نوم هم یادېده او بل د هغه ورور اندریاس ؤ. هغوی په بحیرې کې جال اچاوه، ځکه چې هغوی ماهیګیران وو. ۱۹عیسی هغوی ته وویل: «ما پسې راځئ او زه به تاسو ته وښایم چې څنګه د ماهیانو په ځای انسانان ونیسئ.» ۲۰هغوی سمدلاسه خپل جالونه پرېښودل او هغه پسې روان شول. ۲۱عیسی له هغه ځای څخه روان شو او دوه نور کسان یې ولیدل چې سره ورونه وو چې یعقوب او یوحنا نومېدل او د زبدي زامن وو. هغوی د خپل پلار سره په کشتۍ کې جالونه تیارول. عیسی هغوی راوغوښتل. ۲۲هغوی سمدلاسه خپل پلار او کشتۍ پرېښودل او په هغه پسې روان شول.

عیسی تعلیم ورکوي، وعظ کوي او ناروغانو ته شفا ورکوي

(لوقا ۶:‌۱۷‌-‌۱۹)

۲۳عیسی په ټول جلیل کې ګرځېده، د هغوی په کنیسو کې یې تعلیم ورکاوه او د خدای د پاچاهۍ زېری یې خپراوه او خلکو ته یې د هر ډول ناروغیو او رنځونو څخه شفا ورکوله. ۲۴نو هغه په ټوله سوریه کې مشهور شو او خلکو به ټول هغه کسان چې په ډول ډول ناروغیو او دردونو باندې اخته وو او هغه خلک چې پېریانو نیولي وو، میرګي یې درلودل او یا ګوډان او شلان وو، هغه ته راوستل او هغه به روغول. ۲۵ګڼ شمېر خلک د جلیل، دکاپولس، اورشلیم، یهودیې او د اردن د سیند د بلې غاړې د سیمې خلک ورپسې روان شول.